نن عصر امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر ټولو وګړو فرض عين دی

د الأمر بالمعروف او نهی عن المنکر معنی :

الأمر بالمعروف : په الله تعالی او د هغه په رسول باندې ايمان راوړلو او په اسلامي شريعت عمل کولو باندې امر کول .

النهی عن المنکر : د الله تعالی سره شريک نيول او د هغه د رسول درواغ ګڼلو او ټولو هغو اعمالو چې په اسلامي شريعت کې حرام دي منع کولو ته وايي .

د الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر حکم :

الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر د اسلامي شريعت له  سترو فرضياتو څخه دی چې په فرضيت باندې يې قرآن او سنت دلالت کوي ، لقوله سبحانه وتعالی :

﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ﴾ [آل عمران: 110]

ژباړه : تاسې غوره امت ياست چې د خلکو د پاره راويستل شوي ياست ، ځکه چې د نيکی په لور بلنه کوئ او د بدی مخه نيسئ او په الله ايمان لرئ او که اهل کتاب ايمان راوړی وای ډيره ورته غوره وه ځېنې يې مؤمنان دي خو زياته برخه يې فاسقان دي .

 او په دې عمل باندې تأقيد دی ، قوله سبحانه تعالى:

﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [آل عمران: 104].

ژباړه : او بايد له تاسې څخه يو ډله وي چې د نيکۍ په لورې بلنه کوي او له بدۍ څخه منع کوي او همدغه خلک کامياب دي .

ضيعه د ﴿وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ﴾ چې صيغه د وجوب ده چې په حکم او امر کولو باندې دلالت کوي .

او همدارنګه په لاندې آيتونو کې تأقيد دی :

﴿وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ﴾ [العصر: 3]

ژباړه : او وصيت يې کړی وي يو له بله په حقه سره چې ايمان دی او وصيت يې کړی وي يو له بله په صبر ( په طاعت او مصيبت ) .

په دوام او ثبات باندې تأقيد لقوله سبحانه وتعالی : ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ آمِنُواْ بِاللّهِ﴾ [النساء: 136]

ژباړه : ای مؤمنانو په الله تعالی ايمان راوړئ .

د الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر حکم په اصل کې په اجماع د امت فرض کفايي دی ، که د امت ځنې خلک د هغه قیام وکړي نو د نورو غاړه به ور باندې خلاصه شي  او که ټولو پرښود نو ټول ګناهکاره دي .

هغه صورتونه چې الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين ګرځي :

اول صورت : په هغو کسانو باندې چې اسلامي حکومت د الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر د پاره ټاکلي وي پر هغوی باندې الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دی .

دوهم صورت : په هغه صورت چې په يو شرعي مسئله کې چا ته علم وي لکن نورو ته علم نه وي يا نورو ته هغه معروف او منکر عمل نه وي څرګند نو په دې صورت کې په دغه کس باندې الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين ګرځي، دا کس مسئول دی چې نور به ورباندې خبروي .

دريم : کله چې الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر علمي دليل او مناقشې ته ضرورت پيدا کړي نو بيا دغه الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر او د هغه د پاره شرعي دليل او مناقشه پر هغو کسانو چې ددې صلاحيت لري فرض عين ګرځي .

څلورم : کله چې يو کس په الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر باندې قادر وي او نور د هغه قيام نشي کولای نو پر دغه کس باندې الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دي ، لکه د کور اصلاح ،کله چې سړی په کور کې منکر ويني په خپله ښځه او اولاد کې هغوی به له منکر نه منع کوي دغه د کور اصلاح د کور په سرپرست باندې فرض ده ځکه چې بل څوک د هغه په کور کې مداخله نشي کولای .

پنځم : کله چې منکرات زيات شي ، جهل او ناپوهي غالبه شي او داعيان کم شي د الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر څانګه نه وي او د هغوی د توان څخه ووځي ، نو په دې صورت کې پر ټولو باندې د خپل توان موافق الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دی . نن چې مسلمانان د کوم حالت سره مخ دي دا همدغه صورت دی .

کله چې منکرات او فساد زيات شي الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر ځکه فرض عين کرځي چې جهاد له باب د الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر څخه دی کله چې د مسلمانانو په ملک باندې کفار يرغل وکړي جهاد فرض عين ګرځي ، همدارنګه د فساد او منکراتو د زيادت په وخت الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر هم فرض عين ګرځي .

مسلمانانو وروڼو او خوندو ! نن ورځ پر ټولو باندې د خپل وس موافق الأمر بالمعروف والنهى عن المنكر فرض عين دی .

موقع: صيدالفوائد

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً