څوک چې د فساد او منکراتو پر وړاندې حتی د زړه کرکه هم ونه لري

عن عبد الله بن مسعود رضي الله عنه، أن رسول الله صلى الله عليه وسلم، قال: «مَا مِنْ نَبِيٍّ بَعَثَهُ اللَّهُ فِي أُمَّةٍ قَبْلِي، إِلَّا كَانَ لَهُ مِنْ أُمَّتِهِ حَوَارِيُّونَ، وَأَصْحَابٌ يَأْخُذُونَ بِسُنَّتِهِ وَيَقْتَدُونَ بِأَمْرِهِ، ثُمَّ إِنَّهَا تَخْلُفُ مِنْ بَعْدِهِمْ خُلُوفٌ، يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ، وَيَفْعَلُونَ مَا لَا يُؤْمَرُونَ، فَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِيَدِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِلِسَانِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَمَنْ جَاهَدَهُمْ بِقَلْبِهِ فَهُوَ مُؤْمِنٌ، وَلَيْسَ وَرَاءَ ذَلِكَ مِنَ الإِيمَانِ، حَبَّةُ خَرْدَلٍ» (أخرجه مسلم في الصحيح(

ژباړه : عبدالله بن مسعود رضی الله عنه روايت کوي چې : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ټول پيغمبران چې الله تعالی زما نه مخکې امتونو ته راليږلي دي ، هغوی لره حواريون ( مخلص ملګري ) او اصحاب وو ، چې د هغوی (پيغمبرانو ) په سنتو (لاره ) به تلل ، د هغوی د حکمونو پيروي به يې کوله ، بيا د وخت په تېرېدو سره به د هغوی پر ځای داسې کسان جانشين شول چې وينا او خبره به يې وه خو عمل به يې نه وو ، او داسې کارونه به يې کول چې د هغه په اړه به دوی ته امر نه وو شوی ( د شريعت خلاف ) .

پس هر چا چې  په لاس سره جهاد وکړ هغه مؤمن دی ، او هر چا چې په ژبه سره د هغوی سره جهاد وکړ هغه مؤمن دی او هر چا چې په زړه سره د هغوی سره جهاد وکړ مؤمن دی ، وروسته له دې ( ددې درجې څخه تيټ ) کس کې د سپنلې د دانې قدر ايمان هم نشته .

ددې حديث شريف په رڼا کې د جهاد مراتب دا دي :

۱- په لاس سره جهاد :

په لاس سره جهاد لاندې مراتب لري :

الف ) : د کفارو او اسلام دوښمنو پر وړاندې د اسلامي شريعت د تحکيم د پاره جهاد کول لکه : جهاد الدفع ، د مسلمانانو د دين حريم د ساتنې او د اسلامي شريعت د قيام لپاره تر سره کيږي او همدارنګه جهاد طلب ، چې د دين د خپرولو د پاره تر سره کيږي .

ب ) : أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ، خلکو ته په نيکو کارونو امر کول او خلک په زور او قوت سره د منکراتو څخه منع کول او د ځمکې څخه د فساد ، ناروا او ګناهونو له مينځه وړل. .

ج ) : د سکولر او وضيعي قوانينو له مينځه وړل او د اسلامي شريعت د حدودو او قوانينو قايمول .

۲- د ژبې جهاد :

د ژبې جهاد عبارت له أمر بالمعروف او نهی عن المنکر څخه چې کفر ، بدعت او منکراتو پر ضد تبليغاتي ، لساني او قلمي مبارزې ته ويل کيږي .

۳- د زړه جهاد :

د زړه جهاد عبارت له د نفسي او شيطاني خواهشاتو پر وړاندې مبارزه د کفر ، بدعت او منکراتو څخه کرکه کول ، د ديني شعائرو ، مسلمانانو سره مينه لرل او د کفارو د دوستۍ او محبت څخه ډډه کول .

لقوله سبحانه وتعالی : : جَاهِدُوا فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ (الحج ) ، : {وَمَن جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ( العنكبوت من الآية:6)، وقوله سبحانه وتعالی: وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَىٰ( النازعات:40).

مرجع :طريق الاسلام

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً