جهري (په لوړ آواز) ذکر کول څه حکم لري؟

اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته اوښه صحت ولري

هيله يمند يم چي جهريه ذکر دامام صاحب د مذهب په اساس راته روښانه کړي
سلطان عزيز

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

موسوعة الفقهية (هئيت کبار علماء الاسلام ) ليکي :

په اصل کې ذکر د الله تعالی د پاره وي او الله تعالی ښه او پراخه اورېدونکی دی .

نو ښايي چې ذکر کوونکی خپل غږ پورته نه کړي بلکي دومره اندازه چې خپله يې واروي ځکه داسې کول خشوع ته نږدې او له ريا څخه لرېوالی دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَاذْكُرْ رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ وَلا تَكُنْ مِنَ الْغَافِلِينَ (الأعراف ۲۰۵ ) .

ژباړه : او خپل رب په خپل زړه کې (له ځانه سره ) په زارۍ او وېره ، نه په لوړ آواز په سبا او بيګا کې ياد کړه او له غافلانو څخه مه کيږه .

جاء في موسوعة الفقهية :

فَالأَصْلُ أَنَّ الذَّاكِرَ يُنَاجِي رَبَّهُ ، وَاللَّهُ تَعَالَى قَدْ وَسِعَ سَمْعُهُ الأَصْوَاتَ ،

فَيَنْبَغِي أَنْ لا يَجْهَرَ بِالذِّكْرِ فَوْقَ مَا يُسْمِعُ نَفْسَهُ ؛ لأَنَّ ذَلِكَ أَقْرَبُ لِلْخُشُوعِ وَأَبْعَدُ مِنَ الرِّيَاءِ ، وَقَدْ قَالَ اللَّهُ تَعَالَى : { وَاذْكُرْ رَبَّكَ فِي نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَخِيفَةً وَدُونَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالآصَالِ وَلا تَكُنْ مِنَ الْغَافِلِينَ } (1) وَقَالَ : { ادْعُوَا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً إِنَّهُ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ } (2)

مګر ددې څخه ځنې حالات مثتسنی دي کوم چې په جهر لوستل په سنتو کې ثابت شوي دي هغه صورتونه په لاندې ډول دي :

۱- د هغه څه چې اورېدل او رسول يا تبليغ يې مقصد وي لکه : آذان ، اقامت ، د امام تکبيرات او جهري قرائت ، د سلام اچول او د هغه ځواب ورکول او د لمانځه څخه وروسته ځنې سنت اذکار او نور .

۲- ځنې نور اذکار کوم چې په سنت کې ثابت وي لکه : د لمانځه وروسته اذکار ، د عيد تکبيرات ، په حج کې تلبيه ويل او نور

۳- ځنې اذکار په جهر سره د تنبه او تعليم د پاره ويل لکه: د خوراک په شروع کې د بسم الله په زوره ويل تر څو نور هم ورته متوجه شي او يا د شپې په لمانځه جهري قرائت تر څو د ده اهل يې واوري او داسې نور .

جاء في مسوعة الفقهية :

1 – مَا قُصِدَ بِهِ الإِسْمَاعُ وَالتَّبْلِيغُ ، كَالأَذَانِ وَالإِقَامَةِ وَتَكْبِيرَاتِ الإِمَامِ وَقِرَاءَتِهِ فِي الْجَهْرِيَّةِ وَتَكْبِيرَاتِ الْمُبَلِّغِ وَإِلْقَاءِ السَّلامِ وَجَوَابِهِ . وَنَحْوِ ذَلِكَ فَيَجْهَرُ فِي ذَلِكَ بِالْقَدْرِ الَّذِي يَحْصُلُ بِهِ الْمَقْصُودُ

2 – بَعْضُ أَنْوَاعِ أَذْكَارِ الصَّلاةِ وَرَدَتِ السُّنَّةُ فِيهَا بِالْجَهْرِ كَالْبَسْمَلَةِ ، وَالتَّأْمِينِ ، وَالْقُنُوتِ ، وَالتَّكْبِيرِ ، وَالتَّسْبِيحِ ، وَالتَّحْمِيدِ بَعْدَ الصَّلاةِ ، وَتَكْبِيرَاتِ الْعِيدِ ، وَالتَّلْبِيَةِ فِي الْحَجِّ (1) وَفِي بَعْضِ ذَلِكَ خِلافٌ يُرْجَعُ إِلَيْهِ فِي مَوَاضِعِهِ ، وَفِي مُصْطَلَحَيْ : ( إِسْرَار ، وَجَهْر ) .

3 – بَعْضُ الأَذْكَارِ الَّتِي يُرَادُ بِهَا التَّنْبِيهُ أَوِ التَّعْلِيمُ ، أَوْ فَائِدَةٌ أُخْرَى كَأَنْ يَرْفَعَ صَوْتَهُ بِالتَّسْمِيَةِ عَلَى الطَّعَامِ حَتَّى يُنَبِّهَ غَيْرَهُ ، أَوْ بِالْقِرَاءَةِ فِي صَلاةِ اللَّيْلِ لِيُسْمِعَ أَهْلَهُ .

د امام ابوحنيفه په نزد بغير د هغو ځايونو څخه چې په سنتو کې جهر ثابت دی د ذکر جهري لوستل حرام دي دليل يې د ابن مسعود رضی الله عنه دا حديث دی : ابن مسعود رضی الله عنه د جومات څخه ووتلو يو ډله کسان ګوري چې په لوړ آواز تهليل او درود وايي ، هغوی ته يې وويل : پر تاسې کې بل څه نه وينم بغير له بدعت څخه ( د تاسې دغه عمل بدعت دی ) .

جاء في موسوعة الفقهية :

وَقَدِ اضْطَرَبَ كَلامُ الْحَنَفِيَّةِ فِي هَذَا الأَصْلِ ، فَنُقِلَ عَنِ الْقَاضِي أَنَّ الْجَهْرَ بِالذِّكْرِ فِي غَيْرِ الْمَوَاضِعِ الَّتِي وَرَدَ فِيهَا حَرَامٌ لِمَا صَحَّ عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ أَخْرَجَ جَمَاعَةً مِنَ الْمَسْجِدِ يُهَلِّلُونَ وَيُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ جَهْرًا ، وَقَالَ لَهُمْ : مَا أَرَاكُمْ إِلا مُبْتَدِعِينَ

مګر ځنې فقهاء جهري ذکر جايز بولي خو خفيه په اتفاق سره غوره دی هغه چې جهري ذکر جايز بولي دليل دغه حديث دی :

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صلی الله عليه وسلم: «يَقُولُ اللَّهُ تَعَالَى: أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي، وَأَنَا مَعَهُ إِذَا ذَكَرَنِي، فَإِنْ ذَكَرَنِي فِي نَفْسِهِ ذَكَرْتُهُ فِي نَفْسِي، وَإِنْ ذَكَرَنِي فِي مَلإٍ ذَكَرْتُهُ فِي مَلإٍ خَيْرٍ مِنْهُمْ، ….. (البخاري )

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : د الله جل جلا له  ارشاد دی : چې زه خپل بنده سره هغسې معامله کوم څنګه چې دی په ما باندې ګمان کوي او کله چې دی ما يادوي نو زه ده سره يم ، کچيرې دی ما پخپل زړه کې يادوي زه هم دی په خپل زړه کې يادوم او کچيرې دی ما په ګنړه او ټولي کې يادوي زه يي د هغه نه غوره ډله چې پرښتې دي يادوم .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 32 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً