اسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته اوښه صحت ولري

زماسوال دا دي چي يو وخت (6 کاله) مخکي زما نظر وو چي  که زه د خپل مسلک مطابق معاش پيداکړم نو زه به يو څه مقدار پيسي(100-200 کالداري) به د مسجد ملا صاحب ته ورکوم ، ما يو څه موده داکار وکړ اوس مي د وس او طاقت څخه وتلي ده ( په واضح توګه ووايم دا کار راته ګران دی ) د ځېنو مشکلاتو په خاطر، بل دا چي 100 فيصده زما دا کلمات هم ذهن ته نه راځي چي ما به په هغه وخت کي د رشتياګو نذر کړي وي که نه يعني پورته خبره مي ښه نه ده په ياد .

اوس زه سوال کوم چي که رشتيا پرما نذر شوي وي هغه مقدار پيسي د هري مياشتي د معاش وروسته به يي ورکوم او زه په دي مکلف يم نو زه اوس کولاي سم چي دغه نذر بيرته مات کړم يعني اوس ووايم چي نور د معاش وروسته دغه مقدار پيسي نه ورکوم په اينده کي به زما غاړي خو به نه بنديږي؟

سلطان عزيز

—————————————————————–

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نذر يو عبادت دی چې د الله تعالی لخوا پر بنده باندې نه وي مقرر شوی ، بلکي خپله بنده يې پر ځای مقرر وي چې نذر کوي داسې چې:  زه به روژه ونيسم يا به نفلونه وکړم يا به صدقه کوم او داسې نور . چې بيا دغه نذر کول په ده باندې واجب ګرځي .

  الله تعالی په نذرونو باندې وفا کوونکي ستايي او فرمايي : يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا( الدهر 7).

ژباړه : په خپل نذر وفا کوي او د هغه ورځې څخه ويرېږي چې شر او بلا يې پراخه ده .

له عائشه رضي الله عنها روايت دی چې پيغمبر صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي : “من نذر أن يطيع الله فليطعه، و من نذر أن يعصيه فلايعصه” ( البخاري ) .

يعنې : چا چې نذر وکړه چې د الله تعالی عبادت وکړي پس بايد د هغه اطاعت وکړي ، او چا چې نذر وکړ چې د الله تعالی نافرماني وکړي ، نو د هغه نافرماني به نه کوي .

په نذر کې شک کولو سره د قسم کفاره واجبيږي :

جاء في الموسوعة الفقهية :

لو شكّ النّاذر في نوع المنذور هل هو صلاة أو صيام أو صدقة أو عتق‏؟‏ تلزمه – عند جمهور الأئمّة – كفّارة يمين، لأنّ الشّكّ في المنذور كعدم تسميته‏.‏

او که څوک د نذر په ادا و نه توانيږي هغه به د قسم کفاره ادا کوي :

په دليل د دغه حديث شريف : “کفارة النذر کفارة اليمين” (مسلم : 16445/1265/3)، يعنى: (د نذر کفاره د قسم د کفارې په شان ده ) .

د قسم کفاره عبارت ده له :

۱- د لسوتنو مسکينانو دوه وخته مړول .

۲- د لسوتنو مسکينانو په جامه پټول .

۳- د غلام آزادول .

که ددی وس يې نه وي نو دری ورځې به پرله پسی روژه ونيسي

إطعام عشرة مساكين، أو كسوتهم، أو إعتاق رقبة. وهذا بإجماع العلماء المستند إلى صريح الآية القرآنية السابق ذكرها: {فكفارته إطعام عشرة مساكين من أوسط ما تطعمون أهليكم أو كسوتهم أو تحرير رقبة} [المائدة:89/5] لأن الله تعالى عطف بعض هذه الخصال على بعض بحرف (أو) وهو للتخيير

فإذا عجز الإنسان عن كل واحد من الخصال الثلاثة المذكورة، لزمه صوم ثلاثة أيام، للآية السابقة: {فمن لم يجد فصيام ثلاثة أيام} [المائدة:89/5] والمراد بالعجز: ألا يقدر على المال الذي يصرفه في الكفارة، كمن يجد كفايته في يومه وليلته وكفاية من تلزمه نفقته فقط ، ولا يجد ما يفضل عنها

فقه الاسلامي وادله : المبسوط: 127/8، الفتاوى الهندية: 157/2، المغني: 734/8، بداية المجتهد: 403/1، البدائع: 97/5، مغني المحتاج: 327/4.

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email