ګرانو وروڼو اوخويندو ! الله سبحانه وتعالی مونږ د اطاعت د پاره پيدا کړي يو او زمونږ د پاره يې په دنيا کې دغه مختصره زنده ګي او شميرلی عمر ددې لپاره راکړئ څو مونږ وازمايي چې له مونږ څخه څوک په رښتني توګه د الله سبحانه وتعالی بندهګې او اطاعت کوي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ *الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَهُوَ الْعَزِيزُ الْغَفُورُ](الملك: 1، 2).

ژباړه :ډير لوی او بابرکه دی هغه ذات چې واک او پاچايې د هغه په لاس کې ده او پر هر شي قادر دی ، مرګ او ژوند يې پيدا کړی تر څو تاسې وازمايې چې په تاسو کې د چا کړنې او عمل ښه دی .

الله سبحانه وتعالی د هغه کسانو د پاره چې په صدق يې د اسلامي شريعت پيروي کړي وي د داسې جنت وعده کړې ده چې په اړه يې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې الله تعالی فرمايي :أعددت لعبادي الصالحين ما لا عين رأت ولا أذن سمعت ولا خطر على قلب بشر (روا الترمذي ) .

ژباړه : الله سبحانه وتعالی د خپلو صالحو بنده ګانو د پاره (په جنت کې داسې نعمتونه ) برابر کړي چې نه سترګو ليدلی ، نه غوږو اورېدلي او نه د انسان په زړه را تاو شوي .

په جنت کې د خپلې خوښې او اشتها نعمتونه :

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ *نَحْنُ أَوْلِيَاؤُكُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ ] (فصلت: 30، 31)

ژباړه : يقيناً هغه کسان چې چا ويلي دي چې رب زمونږ الله دی او بيا په همدې خبره ټينګ ولاړ وي نو ملايکې پرې نازليږي ، او ورته وايي به چې مه وېرېږئ او مه غم کوئ او تاسې ته د هغه جنت زېری دی چې له تاسې سره يې وعده کيدله ، مونږ په دنيا کې ستاسې دوستان يو او په آخرت هم او په جنت کې به تاسې ته ټول هغه څيزونه وي چې تاسې يې هيله وکړئ او ټول هغه څه به مو په مخکې وي چې تاسې يې وغواړئ .

همدارنګه الله جل جلاله فرمايي: [ ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنْتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ *يُطَافُ عَلَيْهِمْ بِصِحَافٍ مِنْ ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنْتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ *وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ *لَكُمْ فِيهَا فَاكِهَةٌ كَثِيرَةٌ مِنْهَا تَأْكُلُونَ ] (الزخرف: 70 – 73) .

ژباړه : تاسې او ستاسې ښځې جنت ته داخل شئ هلته به خوښ کړای شئ ، هلته به پرې د سرو زرو لوښي او ګيلاسونه ګرځولای شي . او هلته به ټول هغه څيزونه وي چې زړه يې خوښوي او سترګې پرې خوښيږي او تاسې به تل ترتله هملته واست . او دا جنت ستاسې د هغه کړونو په بدل کې د ميراث په توګه درکړای شو چې تاسې به په دنيا کې کول .ستاسې د خوراک د پاره هلته هر ډول ډيرې زياتې مېوې شته .

په جنت کې خوراک او څښاک هم د خپلې خوښې موافق دی :

د ای الله بنده ګانو ! په جنت کې به اهل جنت د خپلې خوښې او اشتها موافق عذا خوري :

او الله سبحانه وتعالی فرمايي: [إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَعِيمٍ *فَاكِهِينَ بِمَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ وَوَقَاهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ *كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ]﴾ (الطور: 17 – 19) .

ژباړه : بې شکه چې متقيان به په جنتونو او نعمتونو کې وي ، له هغو نعمتونو به خوند اخلي چې رب ورته ورکړي دي او د دوذخ له عذابه يې ژغورلي دي ، (او ورته به وويل شي:) چې خورئ او څښئ ښه په مزه (هضمېدونکي ) په سبب د خپلو تيرو کړنو .

او الله سبحانه وتعالی فرمايي: [فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَءُوا كِتَابِيَهْ *إِنِّي ظَنَنْتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيَهْ *فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ *فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ *قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ * كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ](الحاقة: 19 – 24)

ژباړه :نو هر چا ته چې خپل برخليک په ښي لاس ورکړای شو نو (په خوښی به ) وايي : راشئ او زما برخليک ولولئ ، زما باور ؤ چې زه به له حساب سره مخ کيږم ، نو هغه به په خوښ ژوند کې وي ، په عالي شان جنت کې ، چې مېوې به يې خورا نږدې وي .او اعلان به وشي چې : ښه په مزه خوراک او څښاک کوئ ځکه چې تاسو په تيرو ورځو کې دلته ښه کارونو راليږلې دي .

او الله سبحانه وتعالی فرمايي:[وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ مَا أَصْحَابُ الْيَمِينِ *فِي سِدْرٍ مَخْضُودٍ *وَطَلْحٍ مَنْضُودٍ *وَظِلٍّ مَمْدُودٍ *وَمَاءٍ مَسْكُوبٍ *وَفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ *لَا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ ](الواقعة: 27 – 33) .

او د ښي لاس خاوندان څومره غوره دي د ښي لاس خاوندان ، په بې اغزيو بيرو ، او يو پر بل سپرو کيلو ، او تر لرې اوږدو شوو سيورو ، او هر وخت په لوښو او ويالو کې اچول شويو اوبو ، او په پرېمانه ميوو چې نه پای ته رسيږي او نه بنديږي .

اهل جنت د پاره د ميتيازو کول نشته :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« يَأْكُلُ أَهْلُ الجنَّةِ فِيهَا ويشْرَبُون، ولا يَتَغَوَّطُون، ولا يمْتَخِطُون، ولا يبُولُون، ولكِنْ طَعامُهُمْ ذلكَ جُشَاء كَرشْحِ المِسْكِ يُلهَمُونَ التَّسبِيح وَالتكْبِير، كَما يُلْهَمُونَ النَّفَسَ » رواه مسلم.

ژباړه : اهل جنت به هلته خوړل او څښل کوي ، نجاست به نه کوي ، د پزې اوبه به نه لري او بول ميتيازې به نه کوي ، مګر خوراک يې د مشکو د خولو په څير له بدن څخه خارجيږي هغوی ته به د تسبيح ويلو او تکبير ويلو الهام کيږي داسې لکه تنفس چې وباسي .

د اهل جنت د پاره به خاص خدمتګاران وي :

:لقوله سبحانه وتعالی:[وَيُطَافُ عَلَيْهِمْ بِآنِيَةٍ مِنْ فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِيرَا *قَوَارِيرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا *وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِيلًا *عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّى سَلْسَبِيلًا *وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَنْثُورًا ](الإنسان: 15 – 19).

ژباړه : ګرځول کيږي به پرې د سپينو زرو لوښې او د ښيښو ګلاسونه ، د سپينوزرو ښېښې به د جنت ساقيانو په بشپړ ډول اندازه کړی وي ، د هغو شرابو په ډکو کاسو به خړوبه کيږي چې سونډ به ورسره کډ شوی وي ، دا يو چينه ده په سلسبيل نومول شوې ده ، هغه هميشني هلکان به پرې ګرځيږي چې ويې ګورې نو ګومان به وکړې چې ګواکې شېندلې شوې ملغلرې دي .

د اهل جنت جامه او لباس به څنګه وي ؟

الله تبارک وتعالی فرمايي: [يُحَلَّوْنَ فِيهَا مِنْ أَسَاوِرَ مِنْ ذَهَبٍ وَيَلْبَسُونَ ثِيَابًا خُضْرًا مِنْ سُنْدُسٍ وَإِسْتَبْرَقٍ ](الكهف: 31)

ژباړه :هلته به د سروزرو په بنګړيو سينګار او د نريو او پېړو وريښمو شنې جامې به يې په تن وي .

وقال تعالى: [عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا ](الإنسان: 21) .

ژباړه :د شنو نريو او شنو پېړو ورېښمو کالي به يې په تن او د سپينو زرو بنګړې به ورته په لاس کړی شوي او رب به يې په پاک څښاک خړوبوي .

د جنتيانو ښځې به څنګه وي ؟

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُمْ بِحُورٍ عِينٍ](الدخان: 54).

يعنې : او په همدې توګه به مونږ هغوی ته تکې سپينې د ښايست او غټو سترګو واله ښځې هم ورپه برخه کړو .

او دغو ښځو په صفت کې فرمايي: ﴿ عُرُبًا أَتْرَابًا * لِأَصْحَابِ الْيَمِينِ ﴾ [الواقعة: 37، 38]

يعنې : له ميړونو سره مينه او محبت کوونکی هم عمره دي ، دا هر څه د ښي لاسو خلکو د پاره دي .

او فرمايي: ﴿ فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ ﴾ [الرحمن: 56]

يعنې :د داسې حياناکو سترګو لرونکې ښځې به پکې وي چې له دوی نه وړاندې به هيڅ انسان او پيري لاس نه وي وروړی .

او فرمايي:﴿ كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ ﴾ [الرحمن: 58]،

يعنې : (داسې به وي د جنت ښځې ) لکه چې لعل او مرجان وي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«لَوْ أَنَّ امْرَأَةً مِنْ أَهْلِ الْجَنَّةِ اطَّلَعَتْ إِلَى أَهْلِ الأَرْضِ لأَضَاءَتْ مَا بَيْنَهُمَا وَلَمَلأَتْهُ رِيحًا وَلَنَصِيفُهَا عَلَى رَأْسِهَا خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا». (بخارى: 2796)

ژباړه : که د جنت يو ښځه دنيا ته را ښکاره شي نو د ځمکې او آسمان تر مينځ فضا به روښانه او د خوشبويی څخه ډک کړي ، د هغې د سر تاج به د دنيا او څه چې په دنيا کې دي غوره دی .

د ښځو د پاره هم د نارينه په شان نعمتونه دي لقوله سبحانه وتعالی : قوله تعالی : وَعَدَ اللّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا (التوبه ۷۲)

ژباړه : له دغو مؤمنانو نارينه او مؤمنانو ښځو سره الله وعده ده چې دوی  ته به داسې جنتونه ورکړي چې تر هغو لاندې ويالی بهيږي  او دوی به پکې تل اوسيږی .

په جنت کې به ټول جوړی جوړی وي (نر او ښځه ) .

لقوله سبحانه وتعالی: وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 25 البقره

له ازواج نه مراد جوړې دي يعنی نر او ښځه په جنت کې به نر او ښځې جوړې وي پاکې پاکې

له مطهرة نه مراد جسمې او معنوي پاکې ده جسمی لکه بول،منی اوحيض او معنوي لکه بد اخلاقی ددی نه پاکې وي .

ولی په قرآن کې چې واضح دسړيو لپاره حورې ذکر شوی دي

لقوله تعالی : حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ  (الرحمن ۷۲)

اصلاً ددې بيان په حکمت الله تعالی ښه عالم دی مونږ په غيبو ايمان لرو چې په ډیر څه نه پوهيږو .

مګر ځنو علماؤ ددې حکمت داسې بيان کړی دی :

حکمت دا دی چې د قرآن هر خبره د انسان له فطرت سره لګي او هره خبره یې له نزاکت او لوړ ادب نه ډکه ده .

ښځه فطرتاً حياناکه ده د ميړه وريادول ورته ښه نه ښکاري اوشرميږي .

لکه په دنيا کې چې رواج دی سړی د ښځې خواستګارۍ ته ورځې ولې سړي د ښځو په يادولو تشويق کيږي خو شځې د ميړه په ور يادولو شرميږي .

نور په جنت کې چې کوم نعمتونه دي د نر او ښځې لپاره مساوي دی لکه  په پورته آيت شريف کې خبره په عمل کې ده چې د چا به ډير ښه وي او د چا به لږ  ښه وي هغه که نارينه وي يا ښځې .

په جنت کې مرګ او زړتوب ،غم او مرض نشته بلکي هميشه ژوند ، روغتيا او ځواني وي :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَسِيقَ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ إِلَى الْجَنَّةِ زُمَرًا حَتَّى إِذَا جَاءُوهَا وَفُتِحَتْ أَبْوَابُهَا وَقَالَ لَهُمْ خَزَنَتُهَا سَلَامٌ عَلَيْكُمْ طِبْتُمْ فَادْخُلُوهَا خَالِدِينَ *وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي صَدَقَنَا وَعْدَهُ وَأَوْرَثَنَا الْأَرْضَ نَتَبَوَّأُ مِنَ الْجَنَّةِ حَيْثُ نَشَاءُ فَنِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ ] (الزمر: 73، 74) .

ژباړه : او هغه کسان به ډلی ډلی د جنت په لور روان کړای شي ، چې د خپل رب نه وېرېدل تر هغو چې جنت ته ورسيږي نو له پخوا نه يې دروازې پرانستلې شوې وي او کارکوونکي به يې ورته ووايي : روغ اوسئ تاسې ډير ښه ژوند کړی وو نو اوس د تل لپاره جنت ته ننوځئ . او دوی به وايي : يوازې هغه الله د ستاينې وړ دی چې خپله وعده يې له مونږ سره رښتنې کړه او مونږ يې د ځمکې وارثان وګرځولو ، اوس چې مونږ په جنت کې هر ځای وغواړو ځان ته ځای نيولای شو . نو دا ډير ښه اجر دی چې عمل کوونکو ته ورکولی شي .

ابی هريرة رضی الله عنه وايي : چا د رسول الله څخه پوښتنه وکړه چې : يَا رَسُولَ اللَّهِ حَدِّثْنَا عَنْ الْجَنَّةِ مَا بِنَاؤُهَا؟ قَالَ: (( لَبِنَةُ ذَهَبٍ وَلَبِنَةُ فِضَّةٍ وَمِلَاطُهَا الْمِسْكُ الْأَذْفَرُ وَحَصْبَاؤُهَا اللُّؤْلُؤُ وَالْيَاقُوتُ وَتُرَابُهَا الزَّعْفَرَانُ مَنْ يَدْخُلُهَا يَنْعَمُ وَلَا يَبْأَسُ وَيَخْلُدُ وَلَا يَمُوتُ لَا تَبْلَى ثِيَابُهُ وَلَا يَفْنَى شَبَابُهُ)).

ژباړه : ای رسول الله ! مونږ ته د جنت په اړه خبر راکړه چې جنت له څه څخه جوړ شوی دی ؟ ويې فرمايل : يو خښته يې د سرو زرو او بله خښته د سپينو زرو او مصالح يې خوشبويه مسک ده ، فرش يې له ياقوت او مرواريد څخه دی او خاوره يې له زعفران څخه ده ، هر څوک چې هلته داخل شو هميشه به هلته وي په هغه باندې مرګ نه راځي ، تکليف او غم نه ورباندې راځي او نه يې هم ځواني له مينځه ځي .

په جنت کې له خپل اهل عيال سره يوځايوالی :

د جنت بل سعادت دا دی چې هلته به والدين له خپل اولاد او ښځې سره په خپل فضل يو ځای کړي

قوله تعالی :

وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَمَا أَلَتْنَاهُم مِّنْ عَمَلِهِم مِّن شَيْءٍ (الطور ۲۱ ) .

(او هغو کسانو چې ایمان راوړی دی او د هغوی هغه اولادونه چې د ايمان په کومه درجه کې د هغوی په نقش قدم روان شوي دي د هغوی اولادونه به هم په جنت کې د هغو سره يو ځای کړو او د هغوی عملونه به هغوی ته څه خساره ونه رسوي) .

ريس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه ددې آیت شريف په تفسير کې وايي :

ان الله ليرفع ذرية المؤمن فی درجته وان کانوا دونه فی العمل لتقر بهم عينه – رواه ابن ابی حاتم فی التفسير وابن ابی دنيا فی (العيال ) رقم (۳۵۷ ) د نور معلوماتو د پاره تفسير ابن جرير الطبري (۲۲/۴۶۷ ) وګورﺉ .

يعنې :الله تعالی د مؤمن اولاد پورته کوي درجې د هغه ته که څه هم په عمل کې د هغه درجې وړ نه وي ددې د پاره چې ور باندې يخې کړي سترګې د ده .

الله سبحانه وتعالی بل ځای فرمايي :

جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَالمَلاَئِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِم مِّن كُلِّ بَابٍ 23 الرعد

ژباړه : داسې د عدن جنتونه دي چې هغوی پخپله هم پکې ننوځی د هغوی له پلرونو ،ميرمنو او اولادونو کوم چې صالحان دي دوی به هم د هغوی سره ننوځي او فريښتې به د هرې دروارې يا لورې د دوی د استقبال او ښه راغلاست د پاره راشي .

د جنت درجې :

په جنت کې داسې درجې دي لکه په دنيا کې مګر د جنت درجې ډيرې لويې دي او د درجو لوړوالی په تقوای پورې اړه لري .

الله سبحانه وتعالی په خپل کتاب قرآنکريم فرمايي : ( انْظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَلَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأَكْبَرُ تَفْضِيلاً ) الإسراء/ 21 ،

ژباړه : وګوره ! چې څرنګه مونږ فضيلت او غوروالی ورکړي دی ځنو ته په ځنو نورو (رزق او نورو  کې ) او خامخا آخرت ډير لوی دی له جهته د غوروالی او درجو  (له دنيا څخه ) .

يعنې څنګه چې د دنيا په ژوند کې د مال ، دولت او عزت له وجې د خلکو په مينځ د فضيلت او غوره والی توپير شته همداسې په آخرت کې د اعمالو په نسبت تفاوت شته .

چې دا فرق په اعمالو پورې اړه لري ، الله سبحانه وتعالی فرمايي :

وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا ( الأنعام/ من الآية132) .

په جنت کې يو له بله اختلاف ، بعض او کينه نشته چې کوم څوک د ځان په نسبت د بل کس په لوړو درجو رنځ او غم وکړي

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

لا اخْتِلاَفَ بَيْنَهُمْ وَلا تَبَاغُضَ، قُلُوبُهُمْ قَلْبٌ وَاحِدٌ يُسَبِّحُونَ اللَّهَ بُكْرَةً وَعَشِيًّا». (بخارى:3245)

 هغوی يو له بله هيڅ ډول اختلاف او کينه نه لري زړونه يې يو زړه دی سبا او بيکا د خپل رب تسبيح وايي .

ای د الله بنده ګانو ! اهل جنت څوک دي ؟

هغه کسان دي چې ايمان يې راوړ او نيک عملونه يې تر سره کړل ( په دنيا کې يې خپل ژوند د الله د رضا لپاره د اسلامي شرعيت د احکامو موافق تير کړ او د نفس او هوا او شيطان پېروې يې ونه کړه ) .

الله سبحانه تعالى:فرمايي :[ وَبَشِّرِ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ] (البقرة: 25)،

زېری ورکړه هغو کسانو ته چې ايمان يې راوړی او نيک عملونه يې کړي په چې دوی لره جنتونه دي .

الله تعالی مونږ پخپل فضل او کرم د جنت فردوس په نعمت وپالي .

الله سبحانه وتعالی ته سوال کوو چې مونږ پخپل فضل او کرم اهل جنت وګرځوي نه په قاصرو او ناقصو اعمالو

حسبنا الله و نعم الوکيل

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email