د معاذ بن جبل سره د رسول الله وروستۍ په مخه ښه

عن معاذ بن جبل قال لما بعثه رسول الله صلی الله عليه وسلم الی اليمن خرج معه رسول الله صلی الله عليه وسلم يوصيه ومعاذ راکب و رسول الله صلی الله عليه وسلم يمشي تحت راحلته فل ما فرع قال يا معاذ انک عسی ان لا تلقاني بعد عامی هذا ولعک ان تمر بمسجد هذا وقبری فبکی معاذ جشعاً لفراق رسول الله صلی الله عليه وسلم ثم التفت فاقبل بوجهه نحوالمدينة فقال ان اولی الناس بی المتقون من کانو وحيث کانو (رواه احمد ) .

ژباړه: د مغاذ بن جبل رضی الله عنه نه روايت دی رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه کله يمن ته د قاضي په حيث لیږلو (دهغه د رخصتولو په وخت کې ) رسول الله صلی الله عليه وسلم هم له هغه سره د څه وصيتونو فرمايلو د پاره د هغه سره روان شو چې معاذ په سورلی سور ؤ او نبی کريم صلی الله عليه وسلم د سورلی سره لاندې  پياده روان ؤ . کله چې هغه د نصيحت او وصيت کولو فارغ شو ويې وفرمايل : ای معاذه ! شايد زما د ژوند ددې کال پس بيا زما اوستا ملاقات ونه شي (او ته چې کله د يمن نه پس راشي نو ته به په دې مدينه کې زما سره د ملاقات پر ځای) زما په جومات او قبر تير شي . معاذ چې دا واوريدل نو د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات فکر يې وکړ او دهغه د فراق له وجې په ژړا شو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه د طرف نه مخ د مدینې طرف ته کړ او بيا يې وفرمايل : زما سره ډير نږدې هغه خلک دي کوم چې د الله (جل جلاله) څخه ويريږي او د تقوی ژوند تيروي هغه چې هر څوک وي او هر چیرې وي . (رواه امام احمد ) .

لنډه تشريح او د عبرت ټکي :

– رسول الله صلی الله عليه وسلم پخپل آخري ارشاد کې معاذ ته تسلې ورکوي چې ته غم مه کوه هر کله چې ستا په زړه کې د الله تعالی ويره وي نو بيا په يمن کې د اوسيدو باوجود زما نه لرې نه يې د دنيا ژوند خو څو ورځې دی هميشه ژوند خو د آخرت دی ، او د الله تعالی ټول هغه بندګان چې تقوی ولري ما ته نږدي دي او زما سره دي ولو که هغه د هر ځای وي او هر څوک وي .

– ددې آخري خبرې کولو په وخت رسول الله صلی الله عليه وسلم ځکه مخ بلې خواته کړ چې د معاذ د ژړا په وجه ده مبارک ته هم ژړا ورغله او له سترګو يې اوښکې لاړې هغوی صلی الله عليه وسلم غوښتل چې معاذ د ده بهيدونکی اوښکې ونه ويني .

– معاذ رضی الله عنه خپل جانان پريږدي او په ژړا سره د فراق سفر ته دوام ورکوي او د اسلام خدمت کوي .

وګورﺉ هغه صحابه کرام چې د خوږ نبی اکرم صلی الله عليه وسلم د يوه ګړۍ مجلس سره يې ټول دنيا نه برابروله خو د اسلامې  دعوت ، جهاد او دين د پراختيا د پاره لرې لرې ملکونو ته لاړل ، د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په آخري حج (حج الوداع) کې يو لک څلورڅلويښت زره صحابه ګډون کړی وو د دغو صحابه کرامو څخه يوازې تقريباً د لسو زرو کسان قبرونه په مدينه منوره کې دي د نورو پاتې ټول صحابه کرامو قبرونه د دنيا په ګوټ ګوټ کې تيت دي چې ترمونږ پورې يې دا دين را رسولی دی او د دوی مبارکانو د خواريو په وجه الله جل جلاله په خپل فضل مونږ هم ددې ستر نعمت څخه برخمن کړی يو چې بايد د خپل دين قدر وپيږنو .

او په دې باندې اعتراف وکړو چې د اسلام د قيام او پراختيا د پاره صحابه کرامو او پخوانيو فقهاؤ ، مجاهدينو ډير زحمتونه او خوارۍ ګاللي دي ، نن دغه دين مونږ ته پاتې دی په داسې حال کې چې د کفارو لخوا کلک محاصره يو بيا بيا هم د غفلت خوبونه کوو .

الله تعالی دې مونږ ټولو ته د تقوی ژوند را په برخه کړي (آمين يا رب العلمين ) .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 91 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً