منی ته د حجاج کرامو په انتقال سره د حج مناسک پيل شول

الرياض نت :نن سهار پنجشنبه چې د ذوالحجي له ۸ تاريخ سره سمون خوري له حرم شريف څخه د منی په لوري د حجاج کرامو انتقال پيل شو ، حجاج کرام به نن شپه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په پيروی په منا کې سبا کړي او سهار به د حج د ستر رکن د ادا کولو لپاره د عرفات صحرا ته ځي .

زما سلام دې ضيوف الرحمن د ( الله د لارې مېلمنو ) ته ورسيږي ، د الله تعالی څخه درته پوره توفيق غواړم چې دا مهمه شپه چې د حج د مناسکو لومړی شپه ده په دعا او عبادت تېره کړئ او له عبثو خبرو او بې ګټې مجلسونو څخه ډډه وکړئ .

و اماتوفيقي الابالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي