تيره ورځ د ډراميي انتخاباتو له مخې منتخب شويو مشرانو په ډير بيړه د امريکا سره د امنيت تړون لاسليک کړ ځکه دوی خپله بقا د امريکا په اشغال کې وينې

دغه منتخب مشرانو د حکومت د اعلان سره سم لومړي خپله پنا امريکا ته وړاندې کړه .

د الله تعالی لعنت دې وي په داسې تش په نوم مسلمانانو ، تش په نوم افغانانو او تش په نوم مفکر صاحب .

آيا د امريکا مشران ، د روس او د انګليس مشران به د خپل ملک د استعمار تړون داسې ژر او آسانه لاسليک کړي ؟

د هغوی پارلمان د بل ملک په نيولو او مستعمره جوړولو باندې د خپلو فوځيانو د وينې تويېدل نه غواړي ، خو تاسې د بل تر استعمار لاندې ژوند او بې ګناه وژلو څومره تود هر کلی وکړ !!!

مفکر خو هغه ته وايي چې د خپل ولس د آساسي بقا او ساتنې لپاره آساسي فکر ولري دې ته نه وايي چې د يرغلګرو سره د خپلو هيوادوالو د ناحقه وينو تويولو د دوام او استعمار تړون وکړي .

د امريکا د مکتب روزل شوي مفکر څخه د اسلام او هيواد د دفاع تمع لرل داسې دي لکه اوس چې ځنې بې شعوره کسان په هيواد کې سکولر امريکن نظام ته جمهوري اسلامي وايي (العیاذ بالله ) .

استغفرالله استغفرالله

امريکايان ستا د جمهوري اسلامي د پاره وينې تويوي چې تا ته اسلامي جمهوريت جوړ کړي که نه هغوی د سلوکر (بې دينه نظام ) لپاره وينې تويوي تر څو د اسلامي شريعت پر ځای غربي قانون حاکم کړي لکه چې حاکم يې کړ !!!

امريکايان به ستا د ملک د جوړولو او بازسازۍ د پاره وينې تويوي او که به د اشغال د تينګولو لپاره خپلې نظامي اډې ، هوايي ميدانونه ، د اسلحو برابرول او داسې نور کوي لکه دغه ديارلس کاله يې چې همدا وکړل ، آيا په ديارلس کاله کې يې د ولس د پاره کوم اساسي کار کړی ؟ د ولس اقتصاد يې پر پښو درولی ؟ که نه د ديارلس کلنې غلامۍ همدا نتجه شوه چې اوس حکومت د خپلو مامورينو د يوې مياشتې تنخوا نشي ورکولای .

پر داسې استاذۍ دې اور ولګي !!!

دا استاذې خو مونږ هم کړې ده چې په تمبل او بې ادبه به مو د زړه وينې خوړلې ، دا ستا څنګه استاذي کړې ده چې په دغه ديارلسو کالو وينو تويولو دې هيڅ زړه ونه سو هنوز دې هغوی ته د دوام او مصونيت امر ورکړ او د هغوی څخه دې د ټولو ظلمونو قدردانۍ وکړ آیا تاسې په کوم هيواد کې داسې مفکر او نړيوال استاذ ليدلی دی ؟

خبردار ! په دې خاوره کې دا ډول تړونونه پخوا هم شوې دي خو دا د ګېدړې د قبالې حيثيت لري ، ځکه دا ځمکه د الله تعالی ملکيت دی او الله تعالی مسلمانانو ته په واکه کې ورکړې ده په دې خاوره باندې به ان شاء الله بغير اسلام څخه بل نظام هيڅ بقا ونه لري ځکه :

دا د اسلام خاوره ده او په دې خاوره باندې له څلوارلس سوه کلونو اسلام حکومت کړی دی ، دا د اسلامې امت هغه اساسه نقطه ، د اسلامې غيرت او ميړاني ، قربانيو او سر کيښندنو خاوره ده چې د تل لپاره يې د اسلام دوښمنانو او نړيوالو طاغوتيانو ته داسې درسونه ورکړي دي چې بيا يې د ابد د پاره هم اسلامې امت ته کاږه نه دي کتلي .

په هر وخت او زمانه کې چې کوم طاغوتيان پيدا شوي او د غو طاغوتيانو د ليوني سپي په شان هر طرف ته خوله اچولی ده ، په زرګونو اولسونه  يې په مرګونو ، بې امنيو او غم لړلي دي آخري ماتې او شکست له دې خاورې پيل شوی دی .

يو وخت تاتاريان (مغل ) وو چې تر دمشق پورې يې ټول اولسونه لاندې کړل بې حده ظلمونه يې وکړل آخر دې همدې خاورې د بچيانو د قربانيو او سرښېندنو په برکت مات او ټوټې شول .

يو وخت کې انګليس وو چې ارپا نه تر امريکا يې ټوله نړی تسخير کړی وه ، ددې ستر طاغوت ماتې له دې ځايه پيل شوه .

بل وخت روس وو چې امريکا هم د هغه له وېرې خوب نشوای کولای د افغان کړېدلی ولس د جهاد او قربانيو په برکت د الله (جل جلا له)  په فضل او نصرت له ماتي سره مخ شو .

نن ورځ دغه خاوره له يو بل ستر نړيوال طاغوت سره مخ ده ، هغه طاغوت چې په ډير کبر او غرور يې د افغان په مظلوم بې کسه او بې وسه ولس په دومره غرور يرغل وکړ چې له هيڅ قسم اسلحي کارولو يې مخ وا نړولو .

د الله (جل جلا له)  دربار ته دا سوال کوو چې ته يې داسې مات او ټوټې کړي چې بيا هيڅ کله هم د اسلامې امت کوم طرف ته کاږه و نه ګوري .

«حسبنا الله و نعم الوکیل نعم المولی و نعم النصیر»

مونږ به خپل شکايت او پنا الله ته وړاندې کوو ځکه چې هغه مو مولی او ناصر دی

ان تنصرْكُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ (آل عمران ۱۶)

که الله ستاسې ملاتړ وکړي نو هيڅکله پر تاسې نه شي برلاسه کيدای او که الله پاک مو پرېږدئ نو څوک دي چې د الله له پريښوولو وروسته ستاسې مرسته وکړي ؟ نو بايد چې مؤمنان يوازې پر الله پاک توکل وکړي

Print Friendly, PDF & Email