د امريکا سره د امنيتي تړون شرعي حيثيت او خطرناکې پايلې

بسم الله الhttps://dawat610.com/wp-content/uploads/2012/05/superhornet.jpgرحمن الرحيمhttps://dawat610.com/wp-content/uploads/2012/05/ghthg5y56tg54gh5.jpg

ګرانو وروڼو او خويندو ! پخوا له دې چې اصلي موضوع ته ور داخل شو اړينه ده د يوې شبهی ځواب وليکو هغه دا چې تاسې به د اوسني رژيم د ځنو کرايه شويو ملايانو او مفتيانو څخه دا اوريدلي وي چې په ډيره بې شرمۍ سره به يې ويل چې اوسني کفار (امريکا او ناتو ) مستأمنين دي او مونږ رسماً هغوی ته امن ورکړی دی (العياذ بالله ) .

مستأمن کافر هغه حربي او غير حربي کافر ته وايي چې مؤقتاً د اسلام په خاوره کې امن اخلي د اسلامي حکومت په اجازه د اسلام خاورې ته داخليږي ، کله چې داخل شي مستأمن د اسلام خاورې ته تر يو کال به کم وخت تيروي که کال پوره کوي يا تر کال زيات وخت تيرول غواړي نو هغه د ذمي حکم لري د هغه څخه به جزيه اخيستل کيږي .

الهداية شرح البداية للمرغيناني (1/221)، والبحر الرائق لابن نجيم (7/95)بدائع الصنائع (7/106)

نور پوره تفصيل دلته وګورئ

نو ثابت شوه چې هغوی مستأمنين نه دي او نه هم موجود رژيم هغوی ته امن ورکړی دی بلکي هغوی متجاوزين دي چې د اسلام په خاوره يې يرغل کړی دی او اصلاً دغو کفارو ګواګي رژيم ته امن ورکړی دی او دوی يې د هوايي ځواک پر مټ تر ارګه پورې ورسول او د خپلو خبيثو اهدافو د پاره يې کرايه کړل .

♦♦♦♦

د امريکا سره د امنيتي معاهدې (تړون ) شرعي حيثيت :

د کفارو سره په څو صورتونو کې د صلح تړون جايز دی لکه : د هغوی سره مؤقت اوربند (مونږ پر تاسې جنګ نه کوو او تاسې به پر مونږ جنګ نه کوئ ) خو ددې لپاره شرط د مسلمانانو د شديد ضعف حالت دی تر څو په دغه لږ موقع کې مسلمانان خپل ځانونه د کفر د مقابلي د پاره چمتو کړي ، او يا دا صورت چې د مسلمانانو د يوې ډلې کفارو سره جنګ وي او د بلې ډلې سره د أمن تړون وکړي تر څو د هغوی د ضرر څخه مأقتاً په امن شي .

يعنې د کفارو سره د جنګ د ترک داسې تړون چې په هغه غلبه د حکم د اسلام وي جايز دی لکه نبی صلی الله عليه وسلم چې کفارو سره د حديبيه تړون لاسليک کړی وو .

د کفارو سره د صلح تړون په لاندې شرايط جايز دی :

۱- په تړون کې داسې شرط چې د کفارو لخوا د مسلمانانو د يوې لويشتې ځمکې په تسلط باندې اعتراف او اقرار وي باطل دی ځکه ځمکه الله لره ده او بيا اهل اسلام لره ده هيڅ چا په هغه باندې د تصرف حق نشته نو څو پورې کفار د مسلمانانو د يوې لويشتې ځمکې څخه وتلی نه وي د هغوی سره هيڅ ډول تړون جايز نه دی .

۲- کله چې تعين د جهاد وشي صلح باطله ده کله چې د مسلمانانو په خاوره کفار يرغل وکړي د هغه پر وړاندې جهاد فرض دی او صلح د جهاد مانع ده د جهاد په صورت صلح نشته ځکه په داسې وخت صلح د جهاد د فرضيه د ساقط کيدو سبب کيږي .

۳- داسې شرط لګول چې په هغه سره د اسلامي شريعت د کوم حکم ترک او يا اسلامي شعائرو اهانت وي باطل دی .

۴- په دې تړون کې به داسې شرط نه وي چې په هغه سره د مسلمانانو ذلت او کفارو عزت وي .

۵- په تړون کې به داسې هيڅ کومه ماده او شرط نه وي چې هغه د اسلام شريعت خلاف وي لکه : کفارو ته د مسلمانې ښځې سپارل ، لقوله سبحانه وتعالی :
فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلاَ تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لاَ هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلاَ هُمْ (الممتحنه ۱۰).

ژباړه : او چې تاسې ته معلومه شوه چې ايمان لرونکې دي نو بيا يې کافرانو ته بيرته مه ليږئ ځکه چې مؤمنانې ښځې کافرانو ته رواه نه دي او نه کافران هغوی ته روا دي .

او د متأخرينو فقهاؤ په نزد د مسلمان سپارل کفارو ته او داسې نور څه چې د اسلامي شريعت خلاف وي .

۶- د کفارو سره د صلح په تړون کې به داسې کومه ماده او شرط نه وي چې په هغه سره د کفارو د ديني او مذهبي شعائرو اظهار وي لکه : د اسلام په خاوره کې د کليساوو جوړول ، د اسلام خاورې ته د مبشرينو کفري دعوتګران ليږل تر څو د خلکو عقائد فاسد او خلک له دين څخه منحرف کړي . او نه به هم داسې تړون وي چې په هغه سره د اسلام په خاوره کې منکرات او فحشاء خوره کړي .

من کتاب الدفاع عن أراضي المسلمين أهم فروض الأعيان

♦♦♦♦

د کفري يرغل سره د استراتژيک تړون خطرناکي پايلې :

د امريکا د يرغلګر رژيم سره د امنيتي تړون لاسليک اصلاً د کفر تسلط ته د ذلت غلامۍ او بردګۍ ، د اسلامي شريعت پر ځای د کفري قانون د تحکيم ، د مسلمانانو د ناحقه وژلو ، د کفارو عزت او مسلمانانو د ذلت لاسليک دی ځکه :

۱- دا تړون اصلاً د هغوی (کفارو ) تسلط او مشر او واکدار جوړولو تړون دی حال دا چې کفار هيڅکله پر مسلمانانو واکمني نشي کولای .

لقوله سبحانه وتعالی : [لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ ] (آل عمران:28)

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

۲- دا تړون د مؤمن ولس سره د دوستۍ پر ځای د کفر او الحاد سره د کلکي دوستۍ داسې تړون دی چې د اسلام او مسلمانانو پر خلاف تر سره کيږي .

مؤمنانو خو د مؤمنانو ملګري وي او کفار د کفارو ملګري وي :

[وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء] ( ۷۱ التوبه )

ژباړه : او مؤمنان سړی او مؤمنانې ښځې ځنې د ځينو نورو دوستان دي .

[وَالَّذينَ كَفَرُواْ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ] او هغه کسان چې کافران دي ځنې د دوی د ځنو نورو دوستان دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [لاَ تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ .. الآية]  )المجادله ۲۲ ) .

ژباړه : داسې به هيڅکله و نه وينی چې چا پر الله او ورځ د آخرت ايمان راوړی وي بيا دې له هغو خلکو سره مينه او دوستي وکړي چې د الله او رسول سره مخالفت کوي .

او فرمايي : لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ { [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

تفسير القرطبي د دغه آيت د شأنزول په اړه داسې ليکي :

وروى الضحاك ابن عباس أن هذه الآية نزلت في عبادة بن الصامت الأنصاري وكان بدريا تقيا وكان له حلف من اليهود، فلما خرج النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يوم الأحزاب قال عبادة: يا نبي الله، إن معي خمسمائة رجل من اليهود، وقد رأيت أن يخرجوا معي فاستظهر بهم على العدو. فأنزل الله تعالى: {لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكافِرِينَ أَوْلِياءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ} الآية.

يعنې : ضحاک د ابن عباس څخه روايت کوي چې دغه آيت د عباده بن صامت انصاري په باره کې نازل شوی دی هغه لره يو يهودی ملګری او شريک ؤ ، کله چې رسول الله عليه وسلم د خندق غزا ته وتلو عباده ورته وويل : ای د الله نبي ، زما سره پنځه سوه يهوديان دي زما رايه دا ده چې هغوی زمونږ سره ووځي (د کفارو پر ضد زمونږ سره په جنګ کې ملګرتيا وکړي ) او مونږ به پر دوښمن غالب شو نو بيا دغه ايت شريف نازل شو : لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكافِرِينَ أَوْلِياءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ .

الله سبحانه وتعالی مسلمانان د کفارو د شرکت کولو څخه د کفارو د جنګ پر خلاف سخت منع کړل .ځکه چې کله د مسلمانانو سره په جهاد کې کفار شريک شي هغوی سبا په اسلامي نظام کې د قدرت ، صلاحيت او شراکت دعوی کوي نو د هغوی داسې شرکت کول کلک منع دي .

نن زمونږ په اسلامي هيواد باندې کفارو تيری کړی دی دلته يې حاکم اسلامي حکومت ونړولو او پر ځای يې سکولر حکومت قايم کړ خو بيا هم شيطان صفته ، د بنی اسرائيلو د علماؤ شاګردان د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د يهودو او نصاؤ ملګرتيا جايز او د دين د پاره مصلحت بولي (العياذ بالله ) .

افسوس دا چې دغه د کفارو کرايه کړي ملايان او مفتيان خو هسې ګمرا دي خو ډير عام خلک يې ګمراه کړل .

ګرانو وروڼو او خويندو ! د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د کفارو ملګرتيا ته موالات وايي کوم چې په دغه لاندې آيت شريف کې يې ذکر راغلی دی .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

۳- :د کفارو دوستي ډيره خامه او ضعيفه ده چې تاوان پرته هيڅ ګټه نه لري

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

مَثَلُ الذَّین اَتَّخذوا مِن دُونِ اللهِ اَولیاءَ کَمَثَلِ العَنکبُوتِ إتَّخَذَت بَیتاً و إنَّ اَوهَنَ البُیُوتِ لَبیتُ العَنکبُوتِ لوکانوا یَعلموُنَ (عنکبوت ۴۱ ) .

ژباړه : مثال د هغو کسانو چې د الله تعالی بغير يې نور خپل ملګري نيولي په مثال د هغه کور دی چې غنې جوړ کړی ( له تارونو خپلو ) او يقيناً د کورو ډير ضعيف کور د غڼې کور دی کچېرې دوی پوهيدلی .

شرحه : په کورو کې ضعيف کور د غڼې کور دی چې په کمه ډکه ړنګيږي د طاغوت ، شيطان او کفارو دوستي هم همداسې ده چې هيڅ بقا نه لری .

مګر د الله تعالی دوستي او نصرت د مؤمنانو د پاره کافي دی :

[ان يَنصُرْكُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ ] (آل عمران ۱۶۰) . ژباړه : که الله ستاسې ملاتړ وکړي نو هيڅکله پر تاسې نه شي برلاسه کيدای او که الله پاک مو پرېږدئ نو څوک دي چې د الله له پريښوولو وروسته ستاسې مرسته وکړي ؟ نو بايد چې مؤمنان يوازې پر الله پاک توکل وکړي .

که د کفارو غلامۍ او دوستۍ ګټه او بقا لرلای نو نن به ديارلسو کلونو کفردوستۍ ، غلامۍ او ناحقه قتلونو ثمره دا نه وه چې نن ګډاګۍ رژيم د خپلو مأمورينو د يوې مياشتې د معاش ورکولو توان نه لري .

۴- دا تړون د اسلامي شريعت پر ځای د کفر قانون ته د سر ټيټول دي لکه څنګه چې د موجوده رژيم ټولې فيصلې او قضاياوي د کفر په قانون (غربي ديموکراسۍ ) تر سره کيږي دا تړون د دوام او تأکيد تړون دی .

د مشت نمونه خوار په توګه د قانون منع عليه خشونت زنان ولولئ او بيا خپله د يو مسلمان په توګه قضاوت وکړه !

[قانون منع خشونت عليه زنان] سراسر د اسلام خلاف سيکولار قانون دی

د [قانون منع خشونت عليه زنان] سيکولر قانون دوهمه برخه

د [قانون منع خشونت ] سيکولر قانون دريمه برخه

د [ قانون منع خشونت ] سيکولر قانون څلورمه برخه

د [ قانون منع خشونت ] سيکولر قانون پنځه برخه

د [ قانون منع خشونت ] سيکولر قانون شيږمه برخه

الله سبحانه وتعالی هغو کسانو ته چې د الله د حکم پر ځای د طاغوت او کفر د حکم او قانون تحکيم غواړي د سختو خطرناکو پايلو خبرداری ورکړی دی :

قوله الله تعالى : [أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُواْ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُواْ إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُواْ أَن يَكْفُرُواْ بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيدًا] ( النساء/60) .

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

د لوی څښتن (جل جلاله ) د قانون پر ځای د بل چا د قانون حاکمول د بنده د پاره ستر طوغيان دی :

[أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللّهِ حُكْمًا لِّقَوْمٍ يُوقِنُونَ] (المائدة/50) .

ژباړه : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

هغه کسان چې د اسلامي شريعت څخه سوا بل قانون پياده کوي ظالمان او د کافرانو هم مثل بلل شوي دي :

وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (المائده ۴۵ ) لقوله سبحانه وتعالی :

يعنې : څوک چې په ما انزل الله (اسلامي شريعت) فصيله نه کوي پس همدوی دي ظالمان

وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ (المائده ۴۴ ) .

يعنې : څوک چې په ما انزل الله (اسلامي شريعت) فصيله نه کوي پس همدوی دي کافران

۵- دا تړون د هيواد د اشغال او د کفارو لخوا د مسلمانانو د ناحقه وژلو او ناحقه وينې تويولو د دوام تړون دی :

آيا د کفارو په لاس يا د کفارو په قومانده د مسلمان وژل جايز دي ؟ که جايز وي د اشغال او رژيم کرايه کړي مفتيان دي خپل شرعي دلائل وړاندې کړي .

آيا د کفارو د اشغال او د کفر د قانون د تحکيم د پاره د مسلمان وژل جايز دي ؟ که جايز وي د اشغال او رژيم کرايه کړي مفتيان دي خپل شرعي دلائل وړاندې کړي .

حال دا چې الله سبحانه وتعالی ته د يو مسلمان له وژلو څخه د ځمکې نړول آسانه دي .

كما قال صلى الله عليه وسلم : ( زَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ ). [ رواه الترمذي (1395) والنسائي (3987)  اوابن ماجه (2619) ] .

د دغه تړون امضاء کول د تيرو ديارلسو کلو ناحقه قتل باندې اعتراف او اقرار او همدارنګه په راتلوونکو ناحقه قتلونو باندې اعتراف او اقرار دی او د هغوی پر ټولو جرمونو او ظلمونو کې شرکت کول دي :

د يو مسلمان په وژلو کې د اهل سماء و الرض

۶- د فساد ، ظلم او وحشت او ټولو منکراتو منل او تأيدول  :

ټولو ته معلومه ده چې په هيواد کې د کفري يرغل تر سيوري لاندې  فساد اوج ته رسيدلی دی او ګوډاګي رژيم په نړواله سطحه په فساد ، غلا او چور کې لومړی مقام کټلی دی ، د سودي بازار ، رشوت ، د بيت المال غصب ، کفري او فاحشه مديا ، شراب او علني فحشاء قوم پرستي ، د اسلامي مقدساتو او شعائرو سپکاوی ، د هغو با عفتو خوندو چې چا يې د ټکري پيڅکه هم نه وه ليدلي په امريکايي سپيو و داړل شوې ، بې عزته او بې عفته شوې ، سپين ږېري او علماء مو بې عزته او بې پته شول ، زمونږ د مظلوم ولس سره يې داسې ظلمونه وکړل چې بيان يې مشکل دی ، نن چې هر کس د هغوی سره استراتيژيک تړون لاسليکوي په دغو ټولو تيرو شويو جرمونو او راتلونکو جرمونو کې ورسره شامل دي ځکه د ددې سره د تړون منل او لاسليک د هغوی د ټولو جرمونو قبلول او حتی د هغوی د ظلمونو او وحشت قدردانی کول دي.

۷- د فساد ، چور ، غصب او منکراتو دوام :

په تيرو ديارلسو کلونو کې مو څه وکړل چې وروسته له دې به يې وکړئ ای د ديموکراسۍ علمبردارانو!

په فساد ، چور او غصب کې مو په نړيواله سطحه لومړی مقام و کټلو بيا هم د امنيت ، بازسازۍ او آزادۍ نارې وهئ !!!

الف ) : امنيت : امنيتي وضعيت له هيچا پټ نه دی اطراف لا پريږده په ښارونو کې څه حال دی په کابل کې چې پايتخت دی په هره اونۍ او مياشت کې څومره کورونه د غلو په وسيله لوټ کيږي ، په رڼا ورځ خلک لوټول کيږي او تښتول کيږي ، ستا د امنيت د لاس ډيرو پانګوالو هيواد پرېښود او لاړل .

ب ) : بازسازي : په دولسو کلونو کې چې په اصطلاح کومه بازسازي شوې ده ټوله سياسي بازسازي ده کفري يرغل د خپلو سياسي اهدافو د پاره تر سره کړی ده لکه د نظامي بيسونو او اډو جوړول ، د هوايي ځواک د ميدانونو او الوتکو د خطوطو جوړول ، له خپلو استوګنځيو څخه د ديوالونو تاوول ، د تيلو او نورو تجهيزاتو د ځای پر ځای کولو زخاير جوړول او خپلو اهدافو ته د ژر رسيدلو د پاره د سړکونو جوړول او داسې نور دي .

د دغه په اصطلاح بازسازۍ او کومکونو لويه برخه د دوښمن په نظامي تأسيساتو ، هوايي ميدانونو او تجهيزاتو لګول شوې او د دغو مصارفو کمه اندازه په سړکونو ، کلينکونو او مکاتبو او ځنې نورو پروژو لګول شوی ده .

خو که دغه د سړکونو او نورو عام المنفعه پروژو قيمت يوازې د افغانستان د هغو اسليحو او جنګي مهماتو سره مقايسه شي کومې چې امريکايانو له مينځه وړې دي د اسلحې قيمت به څو ځله ورڅخه پورته شي ځکه د روسانو د ماتي څخه وروسته په افغانسان کې بې حده زياتې اسلحې موجودې وې، امريکا ټول هوايي ځواک بمبارت کړ او د اسليحو سترې او لويي لويي دېپوګانې يې په دې بهانه چې دا د مخاليفونو لاس ته لويږي يا دا تير وخته دي او مونږ تاسې ته کمپيوټري اسلحې در کوو ټولي وسوزولې .

په تيرو دولسو کلونو کې داسې کوم آساسي کار نه دی شوی چې هغه د هيواد په اقتصاد باندې تأثير وکړي او ولس د احتياجه خلاص کړي ، ټول کارونه يې داسې دي لکه د برښنا چې د خپلو برښنايي فابريکو د ترميم پر ځای يې په ميليونونو ډالر ولګول له تاجکستان څخه يې برښنا وارده کړه چې د برښنا سويچ به د بل چا سره وي او هغه هم داسې چې تر اوسه پورې يې يوازې پايتخت ته مکمل برق نه دی رسولی او په ځنو سيمو کې داسې ضعيف دی چې د ورځې لخوا حتی د کالاشويي ماشين ته هم کار نه ورکوي  يعنې غير استندرد برښنا ده .

خلکو ! دا فکرونو مو له سره و باسئ چې امريکا مونږ ته هيواد جوړوي له مونږ سره کومک کوي ، هغوی ستا مزدوران نه دي چې تاسې ته ملک جوړ کړي او هغوی دومره ماړه نه دي چې ستاسو سره کومک وکړي بلکي هغوی وږي دي دلته د چور ، ګټې لاس را وړلو لپاره راغلي دي .

هغوی ستا د امنيت راوستلو د پاره نه دي راغلي چې مونږ ته حکومت او امنيت قايم کړي بلکي هغوی زمونږ د تسخيرولو ، د خپل کفري قانون عملي کولو او په دې لاره کې د مخالفت کوونکو د وژلو لپاره راغلي دي .

ج ) : آزادي : په اشغال کې د آزادۍ دعوی هسې خيال دی ، خو تر ټولو بدتره لا دا چې کفر ، شرک ، فساد ، فحشاء د پاره تبليغات او بيان او مديا ته هر ډول اجازه شته او حتی داسې شبکې تقدير او حمايه کيږي لکن د خپل مظلوميت د بيان او اسلام د پاره تبليغات بيا القاعده او تروسيت دی او د هغه د پاره هيڅ اجازه نشته ، آيا د بيان آزادي همداسې وي ؟

۸- افغانستان کاملاً اشغال او د اشغال تر سيورې لاندې حکومت هيڅ آزادي نه لري او د داسې حکومت لخوا تړون هيڅ اعتبار نه لري ، ځکه حکومت د ټول بشر په اند هغه سياسي قوې ته وايي چې پر خپلو پښو ولاړ او د خلکو د حقونو سانته ( امنيت ، داخلي نظام او د سرحداتو ساتلو ) توان ولري .

دغه د اشغال تر سيوري لاندې حکومت د اشغال په بوديجه څليږي او د خپلو مامورينو د يوې مياشتې تنخوا ورکولو توان نه لري او نه د امنيت او سرحداتو د ساتلو توان لري پس دغه حکومت ته يو آزاد او خپلواک حکومت نه ويل کيږي بلکي دا حکومت د امريکا حکومت يو جز (مستعمره ) ده چې د هغه په مالي او نظامي ملاتړ به ولاړ او چليږي .

نو ځکه د امريکا سره تړون فقط د غلامۍ د عقد تجديد دی کوم آزادانه او مستقل تړون نه بلل کيږي .

♦♦♦♦

آخري خبرداری :

مسلمانانو وروڼو ! په دې باندې ښه پوه شئ چې ددې اشغال آساسي هدف د مسلمانانو تسخير د قرآن او سنتو له مينځه وړل او پر ځای يې د کفري ديموکراسۍ حاکمول دي او د هيواد موجود نظام او حکومت يې ددې هدف د پاره يوه پروژه ده تر څو خپل اهداف ورباندې عملي کړي .

مسلمانانو وروڼو ! سخت خطرناک وخت دی د ايمانونو پلورل روان دي او خلک په ډير لږ مال باندې ايمانونه خرڅوي ، له خپل ځان او خپل اهل عيال سره ډير پام کوئ ، خپلې عقيدې او اعمالو او د خپل اهل عيال عقيدې او اعمالو ته ډير متوجه اوسئ که نن ورځ چا غفلت وکړ او د روانو کفري دسيسو او فتنو خيال يې ونه کړ نو خدای مه کړه د ايمان د ستر نعمت څخه به بې برخې شي .

په هيواد کې د ۴۵ کفري يرغلګرو هيوادونو حضور ستا د امنيت او بازسازۍ د پاره نه بلکي ستا د کافر کولو او تسخيرولو لپاره حضور لري او هر شبه ددې هدف د پاره فعاليت کوي .

ای افسوس د مسلمانان په حال چې نن د اسلام په ماڼې اور بل دی د قرآن پر ځای ډيموکراسي ځای نيسي خو مسلمانان يې په غفلت کې شپې سبا کوي د فکري جګړي پر وړاندې هيڅ فکري مقابله وجود نه لري مسلمانان هره لحظه د هغوی د ښکار کولو تر پوشش لاندې دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د ايمان پلورلو خطرناکې فتنې ته سوونه کاله پخوا داسې اشاره فرمايي :

بادروا بالأعمال فتنا كقطع الليل المظلم يصبح الرجل مؤمنا ويمسي كافرا أو يمسي مؤمنا ويصبح كافرا يبيع دينه بعرض من الدنيا ( المسلم ) .

ژباړه : د نيکو عملونو په کولو کې بيړه وکړئ مخکې له هغو فتنو څخه چې د تورو شپو ټکړو په شان به پرلپسې راځي ( حال به دا وي چې ) سهار به يو کس مسلمان وي او چې کله ماښام شي نو د ايمان نه به محروم وي او ماښام به هغه مؤمن وي او سهار به کافر وي . د دنيا د لږې ګټې د پاره به هغه خپل دين او ايمان خرچوي .

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : يوشك الأمم أن تداعى عليكم كما تداعى الأكلة إلى قصعتها فقال قائل ومن قلة نحن يومئذ قال بل أنتم يومئذ كثير ولكنكم غثاء كغثاء السيل ولينزعن الله من صدور عدوكم المهابة منكم وليقذفن الله في قلوبكم الوهن فقال قائل يا رسول الله وما الوهن قال حب الدنيا وكراهية الموت ( ابوداؤد ، و البيهقی ) .

ژباړه : داسې زمانه نږې ده چې (دوښمن ) قومونه به ستاسو پر خلاف ( د جنګ کولو ، اشغالولو او ستاسو ختمولو ) د پاره يو بل لره داسې دعوتونه ورکوي څنګه چې د خوراک کوونکی ډلې واله نورو ته د خوراک کولو دعوت ورکوي ، چا پوښتنه وکړه چې دا به زمونږ د لږوالي وجه وي ؟ نو حضور صلی الله عليه وسلم وفرمايل : نه تاسې به هغه وخت ډير زيات يئ خو د سيلاب د خځلو او خاشاک په شان به وئ او الله پاک به د دوښمانو د زړونو نه ستاسې وېره او هيبت وباسي او ددې برعکس به ستاسو په زړونو کې [وهن ] واچوي . چا عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم وهن څه شی دی ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل د دنيا سره مينه او د مرګ څخه وېره .

له الله تعالی څخه ووېرېږئ د دوو ورځو ژوند او دوو ورځو عيش او څو دالرو د پاره پر ځان او اولس اور مه بلوئ !

له الله تعالی څخه وېرېږئ او هغه وخت در په ياد کړئ چې کله مو سترګې د چت طرف ته شي او د ځنکندن نښانې مو ښکاره شي ستا ټول مال او دولت ، عزت او منزلت به په صفر کې ضرب شي نو ددې لږ ژوند لپاره ولې داسې کوئ ؟ ګورئ له الله څخه ووېريږئ چې د الله (جل جلا له) نيول ډير سخت دي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً