د اسلامي لارښود درنو کارکونکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته پوښتنه دا ده فقیر چی د قربانی لپاره څاروی واخلی اوهغه د قربانی په ورځو کی قربانی یعنی ذبحه کړی خوراک یی د ده او اولاد لپاره جائز دی که نه مفتی به قول کوم دی ؟

ابوخليل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : فقير باندې چې مالک نصاب نه وي قرباني کول واجب نه دي

قرباني په هغه چا باندې واجب ده چې مالک نصاب وي يعنې د ۵۹۵ ګرامو سپينو زرو برابر قيمت د ضرورت څخه علاوه پيسی ، د استوګن ځای ، اضافي لباس او اضافي سامان ولري .

د زکات او قربانۍ د نصاب تر مينځ دا فرق دی چې د قربانۍ د نصاب د پاره هغه څه هم نصاف بلل کيږي چې په هغه کې زکات نه کيږي لکه د کور اضافي سامان ، د استوګنې څخه علاوه بل کور ، د کور د پاره اخيستل شوي موټر و غيره .

و شرائطها الاسلام و الاقامة و اليسار ( اليسار بان ملک مائتی درهم او عرضا يساويها غير مسکنه و ثياب اللبس او متاع نحتاجه ) الذی يتلق به وجوب صدقة الفطر ( الدرالمختار ۶ /۳۱۲ – کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۳ ) .

دوهم :

د قربانۍ د غوښي خپله خوړل ، ميلمنو او خپلوانو ته ورکول او زخيره کول جايز دي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  كلوا وأطعموا وادخروا ( خپله له هغه څخه وخورئ ، نور ته يې ورکړئ او له هغه څخه يې زخيره کړئ ) (رواه البخاري  )

او مسلم شريف دا روايت نقل کړی دی : كلوا وادخروا وتصدقوا (رواه المسلم ) :

علماء کرام وايي : غوره دا ده چې د قربانۍ غوښه دری حصې شي يوه حصه خپله وخوري ، يوه حصه صدقه کړي او يو حصه زخيره کړي ، مګر دا حکم مستحب دی واجب نه دی ، که کور ګن وي ټوله غوښه پر خپل اهل عيال خوړل جايز دي .

وأما التصدق منها فقال الحنفية والمالكية إن التصدق من الأضحية مندوب وليس بواجب . وحجتهم ما سبق في الأكل من الأضحية وهو أرجح أقوال العلماء في المسألة . ويتصدق منها على المسلمين من الفقراء والمحتاجين ويهدي إلى الأقارب والأصدقاء والجيران وإن كانوا أغنياء

قال جماهير العلماء من الصحابة والتابعين والأئمة الأربعة وغيرهم ، يجوز ادخار لحوم الأضاحي بعد ثلاث وإن النهي منسوخ (الاحکام أضحية علی المذاهب الأربعة ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email