د مؤ سيساتو او شرکتونو نه غلا کول روا دي

محتويات (عناوين)

ګرانومحترمو لومړی دمدینی جانان تخفه درته وړاندی کوم
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتوه
داسلامی لارښودکارکونکوڅخه ډیره مننه کوو چی زمونږپوښتنوته په ورین تندی او ډیرمفصل ځواب وای زما یوه پوښتنه ده خدای دی وکړی چی راته یی ځواب کړی.

پوښتنه می دادی ځینی خلک وایی چی په افغانستان کی دشرکتونویاموسیسوسره چی کارکوی پیسی تری پټوی هیڅ خبره نشته ځکه چی دغه پیسی ټولو خوارو اوغریبانو ته راغلی دي پدی کی هرڅوک حق لری ځکه چی شرکتو واله یاموسیسوواله زیاتی پیسی خپلوجوبونو ته اچوی یوازی یو څونفروته یی زیاته ګټه راسیږی نه زیاتو خلکوته نوپدی دومره زیاتو پیسوکی هرڅک حق لری دستاسوپه نظرڅه حکم لری مننه .
عزيزالله
ځواب
وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
بسم الله الرحمن الرحيم
دا چه په کومو موسساتو او ادارو کې کار جواز لري هغه خو بله موضوع ده چې وروسته به یې په اړه ان شاء الله مفصل بيان خپور شي .
نه بالکل جواز نه لری ځکه مسلمان غل صفته ، خاين صفته او بل ته توکه ورکونکی نشي کيدای .
الله جل جلاله مونږ ددی څخه منع کړي يو چې د خلکو مالونه په باطل (غلا،رشوت ،فريب ،ظلم ،غصب ) او بله ناروا طريقه وخورو .
قوله تعالی :
وَلاَ تَبْخَسُواْ النَّاسَ أَشْيَاءهُمْ (اعراف 85 ) .
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ (التوبه 34 ) .
وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُواْ بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُواْ فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ (188 البقره ) .
په پورته الهي ارشادات کې د الناس کلمه عامه ده يعنی تنها په مسلمان پورې اړه نه لري .
Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. محمد فرید

    زما پوښتنه داده چی پلار او مور په اینګور څه حقونه لری او همدارنګه اینګور په خواښی او خسر څه حقونه لری

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي