ښځې ته د سلام اچول څه حکم لري ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
له سلام او روغتیا څخه وروسته زه پوښتنه لرم هغه دا چی یو غیر محرم ښځی سلام اچول اویا هغه پرتا سلام اچویاو هغی ته څوابی څه حکم لری مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول د لاس په ورکولو سره سلام :

نا محرمې ښځې ته د لاس ورکول او د لاس په ورکولو سره سلام په اتفاق د امت نارواه دی لته يوازې د حنفي علماؤ قول را اخلو

قال صاحب كتاب “الهداية”: “ولا يَحِلُّ له أن يَمَسَّ وجهها ولا كَفَّيها وإن كان يَأمَنُ الشَّهوة “. وقال صاحب “الدُّرِّ المُختار”: “فلا يَحِلُّ مَسُّ وجهها وكفِّها وإن أَمِن الشَّهوة“.
( صاحب د هدايه وايي : په هر صورت کې ( که د فتنې وېره وي يا نه ) د بيګانه ښځې د مخ او لاسونو مسحه کول رواه نه دي ، صاحب د درمختار وايي : که د فتنې او شهوت وېره هم نه وي د بيګانه ښځې د مخ او ورغويو مسح کول جايز نه دي ) .

دوهم نا محرمو ښځو ته په ژبه باندې د سلام اچول :

الف : زړه ښځه چې ښايسته نه وي او د فتنې وېره نه وي هغه ته د سلام اچول په اتفاق د فقهاؤ جايز دی .

ب ) : د يو کس سلام د ښځو يوه ټولې ته او همدارنګه د ضرورت په وخت کې سلام اچول مکروه نه دي (باک نه لري ) .

په دليل د دغه حديث شريف :

أخرجه أبو داود والترمذي وابن ماجة عن أسماء بنت يزيد رضي الله عنها قالت: ” مر علينا رسول صلى الله عليه وسلم في نسوة فسلم علينا “. وهذا حديث صحيح.

ژباړه :اسماء بنت يزيد رضی الله عنها وايي : پیغمبر صلی الله عليه وسلم زمونږ له خوا څخه تېرېدو حال دا چې زه د ښځو د يوې ډلې سره وم او مونږ ته يې سلام واچولو .

ج ) : ځوانې ښځې ته د سلام اچول منع دي :

ځوانې ښځې ته (چې د فتنې ويره ده ) سلام اچول منع دي :

قال الإمام النووي في شرح مسلم: ” وأما النساء فإن كن جميعاً سلم عليهن وإن كانت واحدة سلم عليها النساء وزوجها وسيدها ومحرمها سواء كانت جميلة أو غيرها. وأما الأجنبي فإن كانت عجوزاً لا تشتهى استحب له السلام عليها واستحب لها السلام عليه ومن سلم منهما لزم الآخر رد السلام عليه، وإن كانت شابة أو عجوزاً تشتهى لم يسلم عليها الأجنبي ولم تسلم عليه ومن سلم منهما لم يستحق جواباً ويكره رد جوابه هذا مذهبنا ومذهب الجمهور “.

( امام نووي رحمه الله په شرح المسلم کې وايي : که د ښځو ډله وي هغوی ته دې سلام واچول شي که يوازې وي هغه ته ښځې ، د هغې خاوند ، د ولي او محرم سلام اچول باک نه لري اګر که ښايښته هم وي ، مګر که بيګانه ښځه وي دا چې زړه او د شهوت څخه ناهيلې وي هغه ته د السلام اچول مستحب دي او د هغې د سلام ځواب لازم دی ، مګر که ځوانه وي يا د پوخ عمر وي اشتها واله وي هغوی ته د سلام اچول نشته او د هغه ځواب ورکول مکروه دي دا مذهب زمونږ او د حمهورو دی ) .

فتح الباري د باب تسليم الرجال علی النساء و النساء علی الرجال کې داسې وايي :

يكره أن يسلم الرجال على النساء والنساء على الرجال وهو مقطوع أو معضل والمراد بجوازه أن يكون عند أمن الفتنة. انتهى

( د نارينه سلام ښځو ته او د ښځو نارينه ته مکروه دی مګر په هغه صورت کې جايز دی چې د فتنې وېره نه وي ) .

ابن عابدين رحمه الله په يو شعر کې داسې وايي :

مكرِّر فقه جالس لقضائه ومن             بحثوا في الفقه دعهم لينفعوا
مؤذن أيضاً  أو  مقيم  مدرس              كذا الأجنبيات الفتيات أمنعُ

قال ابن عابدين في حاشيته: ” الفتيات ” جمع فتية: المرأة الشابة ومفهومه جوازه على العجوز.

يعنې : د شرعي علم زده کوونکي ، د شرعي علم تدريس کوونکي ، قضای حاجت ته ناست کس او مؤذن او ځوانو ښځو ته د سلام اچول منع دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً