د افغانستان په اصطلاح جمهوري اسلامي (د کفر قانون ته سلامي ) حکومت تيره ورځ د پغمان د پيښې په لنډغرو وحشيانو فيصله صادره کړه ، دا فيصله ځکه چټکه او تونده وه چې ټول ولس ورباندې خبر ؤ او دغه ستر وحشت د ولس احساسات را پارولي ؤ که نه داسې پيښې ډيرې تر سره کيږي ددې کسان څخه ځنې مخکې هم نيول شوي وو خو بېرته خوشي شوي وو په هر صورت دلته زمونږ مطلب ولس ته د اوسني حکومت د سکولر يا وضيعي قانون څګندول دي .

اوسنی رژيم چې ظاهراً ولس او خلکو ته ځان اسلامي حکومت (العياذ بالله ) معرفي کوي مګر په اصل کې يې ټول قوانين د غرب او ملل کفري او کفري ديموکراسۍ قوانين دي اسلامي شريعت يې کاملاً ترک کړی دی د ثبوت لپاره د دوی خپله پرونۍ فيصله کفايت کوي .

[حکم می نمایم هر یک شما عزیزالله و نظر محمد و قیس الله و سمیع الله و حبیب الله مشهور به قاری در خصوص قضایای اختطاف، تجاوز گروهی جنسی و غارت های مسلحانه، چور و چپاول اموال و خشونت علیه زنان را طبق هدایت مادهء 6 و 7 قانون مبارزه علیه اختطاف و قاچاق انسان و مادهء 17 قانون خشونت علیه زنان با رعایت تعدیل مادهء 427 قانون جزا و رعایت فقرهء 1 مادهء 149 قانون مذکور و ماده 152 قانون مذکور و طبق مادهء 15 قانون جرایم علیه امنیت داخلی و خارجی با در نظر داشت مادهء 156 قانون جزا هر واحد شما را به اشد مجازات محکومین به اعدام نمودیم] .

حال دا چې په اسلامي شريعت کې د داسې جرمونو د پاره په لاندې ډول حدود او سزاګانې ټاکل شوې دي .

اول د غلا حد او سزا :

غلا کونکي په دوه قسمه دي چې د هر قسم بيل احکام دي يو هغه ډله ده چې په مسلحانه توګه په علني ډول لاره نيسي او له خلکو څخه په زور مال اخلي دې ډلې ته په شريعت کې قطاع الطريق وايي ، او بل هغه ډله ده او کسان دي چې په پټه له خلکو څخه مال غلا کوي .

اول قطاع الطريق (لار شکونکي ) :

ددې ظالمانه ډلې په باره کې کوم چې د خلکو څخه په زور مال اخلي په قرآنکريم د سختو مجازاتو بيان شوی دی

قوله تعالی : إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا أَوْ يُصَلَّبُوا أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُمْ مِنْ خِلَافٍ أَوْ يُنْفَوْا مِنَ الْأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الْآَخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ (33)

(يقيناً جزا د هغو کسانو چې د الله او د هغه د رسول پر وړاندې جنګيږي او په ځمکه کې د فساد سعی کوي دا ده چې ووژل شي ، يا يې په مخالف ډول لاسونه او پښي کټ کړ شي يا له وطنه وشړل شي (په حبس يا له هغه ځای څخه بل ځای ته په لرې کولو ) دغه جزا رسوايي ده دغو (غلو ) لره په دنيا کې او شته دغو (غلو ) لره عذاب لوی په آخرت کې ) .

د پورته آیت شريف په رڼا کې په مجموع کې مسلح لاره وهونکي (قطاع‌الطريق‌) څلور حالته لري :

۱- د هغوی وژل ؛ په هغه صورت کې چې يوازې مرتکب د قتل وي .

۲- د هغوی په دار ځړول ؛ په هغه صورت چې څوک يې وژلي وي او د خلکو مالونه يې هم لوټ کړی وي .

۳- د هغوی د لاسونو او پښو کټ کول لکه څنګه چې ذکر شول ؛ په هغه صورت کې چې یوازې د خلکو مالونه يې لوټ کړی وي او څوک يې وژلي نه وي .

۴- د هغوی بندي کول يا د وطن څخه شړل په هغه شان څنګه چې په فقه کې بيان شوی دی .

دوهم غله :

هغه غله چې په پټه له خلکو څخه مال غلا کوي په شريعت کې ورته سارق وايي

قوله تعالی : وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (38)

( د نارينه غله او غلې ښځې نه لاسونه کټ کړئ د پاره د جزا د هغه عمل چې دوی کړی دی (دا جزا ) عبرت او تنبه ده د الله له جانبه او الله ډير قوي او ښه حکمت واله دی )

يعنې د نارينه غله او غلې ښځې د غلا شرعي حد دا دی چې د هغوی ښی لاس په بند کې پرې کړي په سبب د هغه عمل چې دوی کړی دی او دغه جزا عبرت دی د الله تعالی د جانبه ، پس په هغوی باندې خفه کيږه مه «او الله عزيز حكيم‌ دی»

د غلا مال بايد څلور صفات ولري :

1-  داچې غلا شوي مال نصاب شرعي ته ورسيږي يعني دومره پيسې يا د هغه د قيمت مطابق مال وي چې نصاب ته ورسيږي .

د احنافو په نزد د غلا نصاب يو دينار يا لس شرعي درهمه دی ، چې لس شرعي درهم له 29.75 ګرامو سپينو زرو يا نقرې سره سمون خوري که د يوه ګرام سپينو زرو نرخ 70 افغانۍ فرض کړو نو د غلا نصاب به 2082 افغانۍ وي .

۲- دا چې غلا شوی مال د شريعت د نظره ملکيت ولري او د پلورلو يا فروش وړ وي ، پس که شراب ، خوک وغيره چې شرعاً يې بيع حرامه وي غلا شي د غلا مال نه بلل کيږي .

۳- دا چې غل په غلا شوي مال کې څه ملکيت يا د ملکيت شبهه ونه لري يعني بالکل پردی او د بل چا مال وي .

۴- دا چې د غلا مال له يوه محفوظ ځای څخه  غلا شوی وي ، مثلاً خزانه ، کور وغيره .

۵- دا چې په غله باندي دوه عادل شاهدان تير شي او يا خپله اقرار وکړي . (تفسير انوارالقرآن )

دوهم ، د زنا حد او سزا :

د زنا حد دوه صورتونه لري : اول هغه چې واده شوي نه وي د هغوی حد سل دورې دی :

لقوله سبحانه وتعالی : ( الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلا تَأْخُذْكُمْ بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ ) النور/2 .

يعنې : زنا کاره او زنا کار هر يو سل دُرې ووهئ د الله د دين په اړه دې په تاسې کې پر دوی د زړه سوي احساس نه پاريږي ، که تاسې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرئ . او هغو ته د سزا ورکولو په وخت کې دې د مؤمنانو يوه ډله موجوده وي .

دوهم صورت : هغه چې واده شوي وي حد يې رجم دی ( تر هغه به په ګاڼو ويشتل کيږي څو مړه شي ) .

أما المحصن فحده الرجم بالحجارة حتى الموت ، كما جاء في الحديث الذي رواه مسلم في صحيحه (1690) عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( خُذُوا عَنِّي ، خُذُوا عَنِّي ، قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا ، الْبِكْرُ بِالْبِكْرِ جَلْدُ مِائَةٍ وَنَفْيُ سَنَةٍ ، وَالثَّيِّبُ بِالثَّيِّبِ جَلْدُ مِائَةٍ وَالرَّجْمُ ) .

د عباده بن صامت رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : زما د خوا نه دا مسئله زده کړئ ، زما نه دا مسئله زده کړئ ، الله تعالی د ښځو د پاره لاره مقرره کړي ده ، کونډه د کونډې په مقابل کې بکره د بکرې په مقابل کې ، د ګونډې حد سل دُورې او رجم او د بکرې حد سل دُرې او يو کال تبعيد دی .

د جمهورو فقهاؤ په نزد کونډه او طلاقه شوي ښځه که زنا وکړې جزا يې رجم دی په دليل د لاندې حديث شريف :
عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ : (لا يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ إِلاَّ بإِحْدَى ثَلاثٍ: الثَّيِّبُ الزَّانِيْ، وَالنَّفْسُ بِالنَّفْسِ، وَالتَّاركُ لِدِيْنِهِ المُفَارِقُ للجمَاعَةِ) بخاری او مسلم ) او سړي حکم په همدې شان دی.

———————————————-

خو جمهوري سلامي د قرآن او اسلامي شريعت د نصوصو پر ځای د غرب د قانون منع خشونت عليه زنان او ملل کفري په قانون فيصله کوي .

اسلامي شريعت د قران او سنتو څخه بغير پر بل څه فيصله کول هغه که د انګليس آيين وي ، ملل کفري قوانين وي ، رواج او پښتو وي ټول طاغوت او جاهليت بللي دي .

الله جل جلا له  فرمايي : [ إن الحكم إلا لله ] ( حکم او فيصله فقط د الله تعالی صلاحيت دی او بس ) .

وقال سبحانه تعالی : ( ألم تر إلى الذين يزعمون أنهم آمنوا بما أنزل إليك وما أنزل من قبلك يريدون أن يتحاكموا إلى الطاغوت وقد أمروا أنيكفروا به ويريد الشيطان أن يضلهم ضلالاً بعيداً ) النساء/60

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

وقال تعالى : ( أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50  يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

: او فرمايي : [وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ] (المائده ۴۵)

يعنې : څوک چې په ما انزل الله (اسلامي شريعت) فصيله نه کوي پس همدوی دي ظالمان .

و الله سبحانه وتعالی وتعالی اعلم

ای د عقل خاوندانو نور تاسې خپله قضاوت وکړئ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email