لکه څنګه چه د اسلام ستر ځلانده انقلاب پر يوه ځل سره ټولې د جاهليت د وخت بې شرمۍ له مينځه يوړې د هغه پر ځاي يې په ټولنه کې يوازي اسلامې نکاح منځ ته راوړه .

څنګه چه د ټولنی پر سطحه د نکاح سپيڅلی سنت طريقه مينځته راغله همدارنګه د نکاح په مينځ کې د بستری يا کورواله لپاره هم آداب شته چه د دغه آدابو ياد ساتل د هر مسلمان لپاره ضرور دي .

د جماع آداب

۱- سنت دی چې د جماع يا کورواله په وخت کې ووايي اغوذ بالله او بسم الله ووايي او يا دغه دعا ووايي :

«بِسْمِ اللهِ، اللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ، وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا» (متفق عليه ) .

ژباړه : بسم الله . ای الله ! ما د شيطان له شر څخه وساتې ، او هغه اولاد چې ما ته يې راکوې د شيطان له شره وساتې ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي (فإن قضي بينهما ولد لن يضره الشيطان أبدا)  که له هغوی دواړو څخه بچی پيدا شي شيطان به هيڅکله هم هغوی ته ضرر ونه رسوي .

د واده يا نکاح کولو يو هدف دا دی چې دواړه خاوند او ښځه پاکدامه پاتې شي او هيڅکله هم د حرامو طرف ته متوجه نشي چې په دې صورت کې جماع يا له خپلې بی بی سره کورواله کول يو صدقه ده په دليل د لاندې حديث شريف :

(صحابه کرامو) جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ته وويل: يا رسول الله، ذهب أهل الدثوربالأجور، يصلون کما نصلي، و يصومون کما نصوم، و يتصدقون بفضول أموالهم، قال : أوليس قد جعل الله لکم ما تصدقون؟ إن بکل تسبيحة صدقة، و بکل تکبيرة صدقة، و بکل تهليلة صدقة، و بکل تحميدة صدقة، و أمر بالمعروف صدقة، ونهي عن منکر صدقة، و في بضع أحدکم صدقة، قالوا يا رسول الله أياتي أحدنا شهوته و يکون له فيها أجر؟! قال : أرأيتم لووضعها في حرام أکان عليها وزر؟ فکذلک إذا وضعها في الحلا کان له أجر ( رواه مسلم) .

ژباړه: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم  ! مالداره خلک ډير اجر او ثواب تر لاسه کوي ، ځکه چې هغوی زمونږ په شان لمونځ کوي ، روژه نيسي ، او علاوه له هغه څخه د خلپو مالونو صدقه ورکوي . رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : ايا الله (جل جلا له) تاسې ته داسې شی نه دي در کړي چې په هغه سره صدقه ورکړئ ؟ هر سبحان الله ، الله اکبر ، لااله الا الله  او الحمدلله چې وايئ د تاسې د پاره صدقه حسابيږي ، په ښو کارونو امر او له بدو کارونو منع کول صدقه ده ، او خپلو ښځو سره يو ځای کيدل صدقه ده . ويي ويل : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ايا د مونږ نه چې څوک شهوت پوره کوي د هغه  د پاره هم اجر او ثواب دی ؟ ويي وفرمايل : مګر کله چې څوک خپل شهوت د حرامې لارې پوره کوي ګناهکاريږي ؟ پس په همدې ترتيب که هغه له حلالې لارې پوره کړي د اجر او ثواب مستحق ګرځي .

۲- څوک چې د لومړی ځل لپاره له خپلې ناوکۍ بې بې سره ويني (د واده د اولې شپې بل سنت دا دی) چې خاوند به د خپلې بی بی په تندې لاس ونيسي بسم الله  به ووايي د برکت دعا به وکړي  لکه په لاندې حديث شريف کې :

اللهم إني أسألک من خيرها وخير ما جبلتها عليه، و أعوذ بک من شرها و شر ما جبلتها عليه (ابن ماجه).

يعنې : ای الله جل جلا له  ! زه له تا څخه د هغې خير او هغه څه چې په هغې کې دې پيدا کړي خير غواړم ، او پر تا باندې پنا غواړم له شره د هغې او شر د هغه څه چې په هغې کې پيدا کړی دي پنا غواړم .

مستحب ده خاوند خپلې ناوکۍ بی بی ته د لطف او مهربانۍ اظهار وکړي او هغې ته څه شربت او شريني ورکړي په ليل د دې حديث شريف چې بي بي اسماء روايت کړی دی : (إني قينت عائشة لرسول الله صلي الله عليه وسلم ، ثم جئته فدعوته لجلوتها، فجاء فجلس إلي جنبها، فأتي بعس لبن، فشرب ثم ناولها النبي صلي الله عليه وسلم  فخفضت رأسها و استحيت، قالت أسماء : فانتهرتها و قلت لها، خذي من يد النبي صلي الله عليه وسلم  قالت : فأخذت فشربت شيئا)( ۱۳۳۸۰ – مجمع الزوائد ومنبع الفوائد- ۸۳۱۲ – آداب الزفاف في السنة المطهرة  شيخ الباني ) .

بی بی اسماء رضی الله عنها وايي : بی بی عائشه رضی الله عنها مې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د پاره ښايسته او مزينه کړه بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم ته ورغلو ، وروسته د شيدو يو لوی لوښی راوړل شو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  له هغه نه څه خوراک وکړ او بي بي عائشې ته يې ورکړ عائشې بې بې د حيا له وجې سر کښته کړ ، اسماء بی بی وايي : هغې په سر داد وهلو او ور ته ومې ويل لوښی له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه واخله . اسماء وايي : عائشی بی بی لوښی واخيست او له هغه څخه يې يو اندازه و څښلې .

۳- د حيض ( مياشتنې عادت ) او نفاس (د ولادت وينی ) په جريان کې جماع کول حرام دي چې تفصيل يې د حيض او نفاس په احکامو کې بيان شو .

۴د جماع (کورواله ) څخه مطلب د ښځې مخکې طرف د نسل ځای مطلب دی د ښځې سره د شاه طرف (مقعد) کې جماع يا لواطت کول حرامه او عظيمه ګناه ده او داسې کول د لعنت سبب ګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  لعنت استولی دی : مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا ( احمد-۴۷۹، ابوداود (۲۱۶۲)

ژباړه: څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی » يعنې د خدای د رحمت نه رټل شوی دی

۶- دخپلې بی بی سره جماع يا مباشرت يو راز دی چه ددې راز ښکاره کول بدترينه ګناه او لويه بې شرمي ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : إن من شر الناس منزلة عند الله يوم القيامة الرجل يفضي إلى امرأته وتفضي إليه ثم ينشر سرها (رواه مسلم)

ژباړه: دقيامت په ورځ به دالله تعالی په مخکې هغه سړی بدترين درجه کې وي چه د ښځی سره جماع کولو نه پس دهغی راز ښکاره کوي .

۷- د جماع څخه وروسته غسل کول فرض دي .

غسل په لاندې څلورو صورتونو کې فرض کيږي :

۱- په خوب کې احتلام چه څه شهواني خوب وويني يا خوب ونه ويني خو په جامه يې د احتلام اثر وي غسل ورباندې فرض دی خو که خوب ووني مګر په جامه يې کوم اثر نه وي غسل ورباندې  نشته .

۲- کله چه خاوند له ښځي سره يوځای شي (دنر شرمګاه دښځی په شرم ګاه کې داخل شي ) که انزال وشي يا ونه شي غسل ورباندی فرض دی.

۳- دحيض او نفاس څخه ورسته غسل کول فرض دي .

۴- په شهوت سره د مني وتل که په مباشرت سره وي يا کومه بله ناولې شيطانی ذريعه سره .

د غسل سنته طريقه په لاندې ډول ده ، چې بايد هر مسلمان په همدې ترتيب باندې غسل وکړي :

۱- دری ځله دواړه لاسونه د مړوندو سره مينځل .

۲- استنجاء کول .

۳- که په جامه يا بدن باندې څه پېلتي تويي وي د هغه مينځل .

۴- د لمانځه په شان اودس کول ( که د اوداسه په ځای کې اوبه ډنډيږي پښي به په آخر کي مينځې – فقه السنه )

۵- بيا به دری ځله په سر باندې اوبه واچوي او ويښتان به په کوتو باندې خلالوي تر څو د ويښتانو بېخونو ته اوبه ورسيږي  .

۶- بيا به په ټول بدن دری ځله اوبه اچول د اول ځل ابو اچولو ورسته به ټول بدن وموښي ، تخرګونه ، غوږونو او د نامه غوټې ته به اوبه ورسوي ترڅو کوم ځای وچ پاتې نشي دوهم او دريم ځل به هم ښه کوښښ وکړي چه کوم ځای وچ پاتې نشي د اوبه اچول به له ښي اندام څخه شروع کوي .

که د ښځې د ويښتانو بيخونو ته اوبه رسيږي نو بيا د کوچيو خلاصولو ته ضرورت نشته او که اوبه نه رسي نو بیا کوچۍ خلاصوي .

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم: أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ إِذَا اغْتَسَلَ مِنَ الْجَنَابَةِ، بَدَأَ فَغَسَلَ يَدَيْهِ، ثُمَّ يَتَوَضَّأُ كَمَا يَتَوَضَّأُ لِلصَّلاةِ، ثُمَّ يُدْخِلُ أَصَابِعَهُ فِي الْمَاءِ فَيُخَلِّلُ بِهَا أُصُولَ شَعَرِهِ، ثُمَّ يَصُبُّ عَلَى رَأْسِهِ ثَلاثَ غُرَفٍ بِيَدَيْهِ، ثُمَّ يُفِيضُ الْمَاءَ عَلَى جِلْدِهِ كُلِّهِ. (بخارى:248) .

۸- د کورواله يا جماع څخه مخکې لوبې ، مچي کول مستحب دي تر څو د دواړو طرفونو شهوت تحريک شي او د يو بل حق ضايع نشي .

۹- جماع به داسې ځای تر سره کوي چې هيڅ څوک يې و نه ويني او نه يې هم خبرې واوري (حتی د خپلو اولادونو څخه به پټه وي ) .

۱۰- مستحب ده چې د جماع په وخت کې خپل ځانونه مکمل لوڅ نه کړي .

دا چې په اسلامي شريعت کې د جماع ستر هدف د حرامو څخه د حيا او عفت ساتل دي خاوند او ښځه به د خپلې حيا ساتنه کوي د زنا لواطت او استمناء او نورو شيطاني امور څخه به کلک پرهيز کوي

فاحشو زنا کارو ته د خطرناکو پايلو خبرداری

لواطت

د غربي ديموکراسۍ حيوان صفته عمل

Print Friendly, PDF & Email