ميقاتونه ټاکلي وخت او ټاکلي ځای ته وايي د حج ميقاتونه دوه ډوله دي زماني ميقات او مکاني ميقات .

زماني ميقات : د حج زماني ميقات يا هغه وخت چې حج پکې ادا کيږي دا دری مياشتې دي شوال ، ذوالقعده او ذوالحجې لس ورځې .

مکاني ميقات : هغه ځای دی چې د هغه څخه د احرام تړل واجب دي او په دری ډوله دی :

۱- د آفاقيانو ميقات: آفاقي ټول هغه خلک دي چې د ميقاتو څخه بهر اوسيږي آفاقي بلل کيږي چې پر هغوی باندې واجبه ده چې مکې ته د حج او عمرې په نيت ننوتلو پر مهال له خپل ميقات څخه احرام وتړي.

۲- ميقاتي: ميقاتي هغه خلک دي چې د حرم څخه د باندې د ميقاتونو په حدودو کې د ننه وي هغوی به د خپلو ځايونو څخه احرام تړي پر هغوی باندې ميقات ته تلل نشته بلکي په کوم ځای کې چې اوسیږي د هغه ځای څخه به ميقات تړي.

۳- مکي، د حرم د اوسيدونکو ميقات: هغه خلک چې د حرم په داخل کې اوسيږي هغوی به د حج لپاره احرام له خپل استوګن ځای څخه تړي او د عمرې لپاره احرام به د کوم لڼد حل لکه: تنعيم، جعرانه… څخه تړي.

د احنافو په نزد د عمري کوونکو لپاره غوره او افضل «التنعيم» دی مګر ځينې علماء وايي د لڼد «الحل» څخه احرام تړل افضل دی.د مکې د اوسېدونکو لپاره تنغيم لنډ دی.

  د آفاقيانو میقاتونه دا دی:

۱- يَلملَم: د اهل يمن او هغو خلکو ميقات دی چې په دغه لاره راځي لکه:افغانستان،هند او پاکستان د دغه ميقات اوسنی نوم «السعدية» دی چې له مکې مکرمې څخه ۹۰ کيلومتره لرې واقع دی.

۲- ذوالحُلفه: د هغو خلکو ميقات دی چې د مدينې منورې لخوا څخه راځي، ذوالحلفه د يوې کوچنۍ کلي نوم دی چې له مکې مکرمې څخه ۴۱۰ کيلو متره لرې واقع دی.

۳- الجُحفَه: د هغو خلکو ميقات دی چې د مصر، شام او نورو طرفونو څخه راځي، جحفه هم د يوه کلي نوم دی چې اوس مهال هلته يو جومات جوړ شوی دی چې جاجيان له هغه نه احرام تړي دغه ميقات د مکې څخه تقريباً ۲۰۰ کليو متره لرې دی.                                        ۴- قرن المنازل: د هغو خلکو ميقات دی چې د نجد پر لار راځي دغه ميقات ته نجد قرن هم وايي چې اوس مهال هلته يو جومات جوړ شوی دی چې حاجيان احرام ورڅخه تړي د مکې څخه ۷۰ کيلو متره لرې دی.

۵- ذات عرق: د هغو خلکو ميقات دی چې د عراق لخوا څخه راځي.

 

مهم اصطلاحات

د يو حاجى د پاره لازم دى چې په لاندې ذکر شوؤ اصطلاحاتو باندې ځان پوهـه کړى .

ايام تشريق: ايام تشريق هغو ورځو ته وائى په کومو ورځو کښې چې تکبير لوست کيږي، يعنې د ۹ ذوالحجې د سهار نه تر ۱۳ دذوا لحجې تر مازيګره پورې .

يوم الترويه :د کومې ورځې نه چې د حج عبادات شروع کيږى چې دذوالحجې د اتمې ورځ څخه پيل کيږي .

يوم عرفه :د عرفې ورځ، په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان دعرفات په غونډۍ خيژي يعنې دذوالحجې نهمه ورځ .

يوم نهر :په کومه ورځ چې حاجيان صاحبان قربانۍ کوي دې ته يوم نهر وايي .

ميقات: د مکه معظمه څلورو غاړو ته په نښه کړي شوي مقامات دي ، د کوم ځای نه چې حاجيان د عمرې يا حج د پاره احرام تړي او د عمرې يا حج نيت کوي .

حرم :د مکه معظمې څلورو خواؤ ته تر څه اندازې لرې پورې زمکې ته د حرمت او تقدس په وجه (حرم) ويل کيږي په دغو حدودو باندې نښې لګيدلى دي په دغه علاقه کښې ښکار کول، ونې، بوټي او واښه پريکول منع دي .

احرام: د حج يا عمرې د پاره چې کوم مخصوص لباس اغوست کيږي هغې ته احرام وئيل کيږى. دغه لباس عبارت له لنګ او څادر څخه دی چې ګنډل شوى نه وي، ددې اغوستلو سره ځينې حلال څيزونه هم په حاجى باندې حراميږى ځکه ورته (احرام) ويل کيږي .

تلبيه:هغه الفاظ دي چې د حج او عمرې په دوران کښې د احرام په وخت کښې بار بار لوستل کيږي يعنې: لبيک اللهم لبيک، لاشريک لک لبيک ان الحمد والنعمت لک والملک لا شريک لک

طواف: د الله تعالى د کور ( کعبه) نه اووۀ ځلې تاويدلو ته وائى، يو ځل تاويدلو ته (شوط) وائى کوم ځای کې چې طواف کيږى هغې ته (مطاف) وايي .

سعى : د صفا او مروه دغرونو په مينځ تګ راتګ ته وايي .

رمى : د شيطانانو ويشتلو ته وايي .

هدى : هغه څاروي کوم چې د قربانۍ د پاره انتخاب شوی او وقف شوی وي .

قصر يا حلق : د سر خرئيل يا ويښتانو کټ کولو ته وايي .

دا وو هغه مشهور اصطلاحات کوم چې ديو حاجى يا عمره کوونکى دپاره لازم دي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email