الله سبحانه وتعالی انسان په ټولو مخلوقاتو کې شريف او د عزت څښتن ګرځولی دی او د ده د پاره يې ځمکه او په هغه کې ټول شيان او د ځمکې چاپېره کائينات مسخر ګرځولي دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلاً (الإسراء/۷۰).

يعنې : يقيناً چې مونږ بني آدمو ته ډير عزت ورکړی دی او مسلط کړي مو دي پر وچه او بحر کې او دوی ته مو له پاکو شيانو رزق ورکړی دی او غوره کړي مو دي دوی پر ډيرو هغو چې پيدا کړي مو دي په غوره کولو سره .

ټول مخلوق د الله تعالی په حکم د انسان تابع او هغه ته د قدر په سترګه ګوري .

په لاندې ويديو کې سپی وګورئ چې څنګه يو ماشوم ته په خپله ګونګه ژبه ناز ورکوي او د هغه د نازولو لپاره د هغه سره لوبې کوي

https://www.youtube.com/watch?v=QgyQa8CmHtA

په دې ويديو کې وګورئ چې يو اوښ له يو ماشوم سره څومره مهرباني کوئ

https://www.youtube.com/watch?v=7WiNdgJijdg

دا ولې ؟ ځکه د الله تعالی حکم ورته شوی دی چې د دغه انسان خدمت او احترام وکړئ .

ټول مخلوق د الله تعالی حکم پر ځای کوي ، لمر ټوله ورځ د انسان په خدمت کې ، بارانونه ، بادونه ، سيندونه د انسان په خدمت کې، ستا د آرام لپاره شپه ستا په خدمت کې ، ستا د کار او ژوند د پاره ورځ ستا په خدمت کې حيوانات ستا په خدمت کې

غوا ، ميښه او اوښه ستا د خوراک د پاره شېدې برابروي ………..

کوچنۍ چرګه ستا د پاره هګۍ اچوي ………..

ځمکه ستا د پاره نباتي خواړه برابروي ………

دا هر څه ستا د پاره پس ته د چا د پاره او څه مسئوليت لرې ؟

ګرانه ! ستا مسئوليت د الله تعالی بندګي او اطاعت دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ( نه مو دي بيدا کړي انسانان او جنيان مګر ددې لپاره چې زما اطاعت وکړي ) .

نن سبا دنيا د طاغوت څخه ډکه ده کفارو خو په ښکاره د الله د حکم څخه سرغړونه کوي خو نن ډير مسلمانان د الله تعالی د راليږل شوي دين صحي پيروي نه کوي نن د ډيرو هيوادو حکمرانان د الله تعالی د راليږلي دين او قانون پر ځای د کفارو د دين او قانون پيروي کوي .

د مسلمان د پاره تر دې ستره بې شرمي ، ظلم او د خپل دين سره جفا کول نشته چې د خپل کامل الهي نظام پر ځای د کفر او الحاد د قانون رواجول غواړي – نن ډير کسان اخته دي د کفر د قانون د نافذولو د پاره شپه او ورځ کوښښ کوي .

د الله تعالی د راليږلي قرآن څخه حيا نه ورځي ، نن عصر د الله او د مخلوق تر مينځ تر ټولو ستره وسيله او رابطه قرآن دی ، ځکه نن عصر نه پيغمبر شته او نه هم بل پيغمبر راځي .

Print Friendly, PDF & Email