په اشارې سره د لمونځ کولو طريقه

اسلام علیکم و رحمته الله و برکاته

محترمه

1 ) د اشاری لمانزه طریقه که مو راوشول مهربانی به مو وی ؟؟؟

2) امام که په لمانزه کی داسی ووایی   (غیر المضوب)  وقف وکی بیا بیرته شروع سی ( غیر المضوب علیهم ولاالضالین ) دا قرایت سنگه دی ؟؟؟

3 ) په لمانزه کی د قرایت تکرار مسله کا واضح کری ؟؟؟

  لطفا که کیدای سی او تکلیف نه وی  جوابونه زما gmail ته راواستوی دیر مهربانی به مو وی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

معذور ، ناروغ او معیوب کس ته جايز دی که په ولاړه لمونځ نشي کولای په ناسته به يې ادا کړي که په ناسته يې نشي ادا کولای نو په څنګ او پرېوتلو سره دې لمونځ ادا کړي .

جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : صَلِّ قَائِمًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ(بخاري)

يعنې : په ولاړه لمونځ کوه ، کچيرې نه توانيدې په ناسته سره لمونځ کوه او که (په ناسته نه توانيدې ) نو په څنګ لمونځ کوه .

که چيرې معذور او مريض کس په ولاړه لمونځ نشي ادا کولای هغه به په کيناستلو سره لمونځ کوي داسې کيناستل لکه د قعدې په حالت کې که هغه شان نشي کيناستی نو په څه ډول چې کيناستی شي هسې دې کيني او که پر ځمکه نشي کيناستی په کوڅۍ کيناستل جايز دي ، لاسونه به د نامه لاندې نيسي د قیام په شان به ثناء ، فاتحه او سورت لولي او رکوع به کوي .

د رکوع د پاره به په کيناستی حالت کښته او ټيټ شي څومره يې چې وس وي او وروسته به سجده ادا کړي که سجده نشي ادا کولای نو لکه د رکوع په څير به ښکته شي مګر لږ تر رکوع زيات او سجده ادا کړي او که هيڅ نشي ښکته کيدای نو سر په اشاره سره به رکوع او سجده کوي .

او که کيناستی هم نشي نو قبلې لورې ته به مخ کوي په څنک باندې به د سر په اشاره سره لمونځ ادا کوي .

دوهم : د تدبر او ښه ادا په نيت د آیت تکرار باک نه لري (صيدالفوائد )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً