قرباني (اختري) پر چا واجبه ده ؟

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
هیله ده چی روغ او جوړ به یاست او پس له سلام څخه زه د لوی اختر د قربانی په هکله یو څو پوښتنی لرم  اختری پر چا باندی واجب دی او بل زه او زما پلار جلا جلا خپل کار کووه نو ایا دواړه به اختری کووه او که د پلار په اختری زما غاړی خلاصیږی او هغه څوک چی باغونه او سرایونه ولری مګر پوروړی وی او نقدی پیسی و نه لری اختری پرکیږی او که یا ؟

سعيد احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : قرباني په هغه چا باندې واجب ده چې مالک نصاب وي يعنې د ۵۹۵ ګرامو سپينو زرو برابر قيمت د ضرورت څخه علاوه پيسی ، د استوګن ځای ، اضافي لباس او اضافي سامان ولري .

د زکات او قربانۍ د نصاب تر مينځ دا فرق دی چې د قربانۍ د نصاب د پاره هغه څه هم نصاف بلل کيږي چې په هغه کې زکات نه کيږي لکه د کور اضافي سامان ، د استوګنې څخه علاوه بل کور ، د کور د پاره اخيستل شوي موټر و غيره .

و شرائطها الاسلام و الاقامة و اليسار ( اليسار بان ملک مائتی درهم او عرضا يساويها غير مسکنه و ثياب اللبس او متاع نحتاجه ) الذی يتلق به وجوب صدقة الفطر ( الدرالمختار ۶ /۳۱۲ – کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۳ ) .

او بل دا چې د زکات د نصاب د پاره د کال پوره کيدل شرط دي مګر د قربانۍ د نصاب د پاره د کال پوره کيدل شرط نه دي بلکي که څوک د اختر په ورځ مالک نصاب وګرځي قرباني ورباندې واجبه ده ( فقه مُيسر مولانا شفيق الرحمن ندوي ص ۱۸۱ ) .

دوهم :که چېرې مالک نصاب وي په پلار جلا او په زوی باندې جلا قرباني کول واجب دي او که څو وروڼه شريکان وي او د دوی مشترک مال دومره قيمت ولري چې د قرض ادا کولو نه پس د هر يوه حصه د نصاب برابر وي نو په هغوی کې پر بالغانو قرباني واجب ده او په نابالغانو واجبه نه ده . او په چا چې واجب وي نو په هر يوه به واجب وي داسې نه شي کيدای چې مثلاً څلور وروڼه په يوه قربانۍ کې شريک شي بلکې په کومو چې واجب وي هغه به هر يو ځانته قرباني کوي يا پسه ، وزه او يا د غوا او اوښ په اومه حصه کې به شريکيږي .

تجب علی حر المسلم مقيم موسر يسار الفطر عن نفسه لا عن طفله (الدرمختار ج ۶ ص ۳۱۵ ) .

تجب شاة او سبع بدنة هی الابل و البقر سميت به لضخامتحا ( الدرالمختار ج ۶ ص ۱۳۵– کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۴ )

دريم : قرباني به هر مالک نصاب واله د خپل طرف نه کوي ، په هغه باندې د بل کس پلار ، ورور ، کاکا ، نيا وغيره قرباني واجب نه ده مګر که په خپله خوښ د کوم قريب د پاره قرباني وکړي ثواب لري

تجب علی حر المسلم مقيم موسر عن نفسه ( الدرالمختار ج ۶ ص ۳۱۵ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً