داسلامي لارښو‎د محترمو‎ چلوونکو ته اسلام علېکم ورحمت الله و‎برکاته  محترمو‎ یو‎ه پو‎ ښتنه لرم هيله ده چي ځواب يې راکړي
د ذو‎لحجي د میاشتی دلمړ‎ی و‎رځي څخه تر لسمي پوري  دويښتانو کمول څه حکم لری  مننه

غلام فاروق امارات – شارجه

‎‎‎

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څوک چې د قربانۍ نیت لري هغه ته په کار ده چې دلوی اختر دمیاشتې (ذوالحجه)له
پیل کیدو وروسته خپل وېښتان اونوکان پرې نه کړې ترهغوپورې څو یې قربانې نه وې ذبحه
کړې ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې : “إذا رأيتم هلال ذي الحجة وأراد أحدكم أن يضحي فليمسك عن شعره وأظفاره حتى يضحّي” (أخرجه مسلم من أربعة طرق)
یعني: کله چې تاسو د لوی اختر میاشت (ذوالحجه ) ووینئ او ستاسو کوم یو د قربانې
کولو نیت لرې نو دبدن هیڅ ډول وېښتان او نوکان دې نه پرې .

مګر د دغه عمل په حکم کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی ، د امام ابوحنيفه په نزد مستحب ، امام شافعی او امام مالک په نزد سنت او د امام احمد په نزد واجب دی .

أحکام الأضحية علی المذاهب الاربعه ليکي: چې د استحباب حکم راجح دی

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email