خوښ به شم که په تفصیل سره راته د ” استنجأ ” د کړلو طریقه بیان کړئ.
له یو چا سره یې دکړلو په اړه د نظر توپیر لرم. ستاسو په پاڼه کې د استنجأ نوم له اودسه سره ذکر شويدئ، ولي تفصیل او بیان ټول داودسه په اړه ورکړل شویدي.
که د استنجأ په هکله مالومات له روایاتو سره راته په جرمني یا اینگلیسي ژبه ؤلیکئ ډیره به ښه وي.
والسلام
محمد عیسی
له جرمني نه

د استنجاء بيان :

د لويو او وړو ميتيازو نه ورسته د بدن پاکولو ته استنجاء وايي .

په اسلامي شريعت کې  په استنجاء کولو ډير زيات تينګار شوي دی ځکه چه د استنجاء په بې پيروايی کې سخته ګناه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه دعذاب قبر سبب بللې ده .

له قضای حاجت ورسته لومړی بايد د ضرورت په اندازه په تاق شمير لوټو يا قاغذ تشناب په ګين لاس خپل ځان ښه پاکول او بيا اوبو باندې پاکي حاصلول سنت دي .

يوازې په لوټو او قاعذ تشناب د نجاست پاکول هم روا دي چې هغه ته په فقه کې استجمار وايي مګر د لوټو يا قاغذ تشناب او اوبو جمع کول غوره او افضل دي .

د خالې متيازو نه ورسته ترهغی په لوټو باندی استنجا کول په کار دی چه دلندوالی شبهه پاتې نشي او د وچوالی پوره اطمينان حاصل شي .

د باد په وتلو استجاء ته ضرورت نشته :

مخکې بيان شول چې استنجاء د لويو او وړو ميتيازو د نجاست پاکولو ته وايي ، د باد په وتلو اسنجاء ته ضرورت نشته او داسې کول د سنتو خلاف مکروه عمل دی .

جاء في الموسوعة الفقهية :

لا استنجاء من الرّيح‏.‏ صرّح بذلك فقهاء المذاهب الأربعة‏.‏ فقال الحنفيّة‏:‏ هو بدعةٌ، وهذا يقتضي أنّه عندهم محرّمٌ، ومثله ما قاله القليوبيّ من الشّافعيّة، بل يحرم، لأنّه عبادةٌ فاسدةٌ‏.‏ ويكره عند المالكيّة والشّافعيّة‏.‏ قال الدّسوقيّ‏:‏ لقول النّبيّ صلى الله عليه وسلم‏:‏ «ليس منّا من استنجى من ريحٍ» والنّهي للكراهة

د استنجاء يا قضای حاجت آداب :

۱- کله چې سړی د قضای حاجب د پاره ځي د قرآنکريم مصحف ، داسې شی چې په هغه باندې د الله نوم وي هغه به له ځانه سره نه وړي مګر که ضرورت وي داسې چې د هغه د ضايع کېدو وېره وي باک نه لري .

حضرت انس رضی الله عنه وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ګوته باندې ګوتی وه چې په هغه باندې محمد رسول الله ليکل شوي ؤ کله به چې قضای حاجت ته تللو هغه به يې لرې کوله (أخرجه الترمذي والنسائي وابن ماجه) .

۲- که تشناب نه وي نو د خلکو د ليدلو څخه به ځان پټوي او لرې به ځي چې څوک يې ونه ويني .

جابر رضی الله عنه وايي :په سفر کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د باندې لاړم هغه به قضای حاجت نه تلو مګر د خلکو د ديد څخه به پت ؤ ( دومره لرې به تللو چې د خلکو د ليدلو څخه به فنه کيدو ) (رواه ابن ماجه و ابی داود)

۳- بيت الخلاء يا تشناب ته د داخلو او خارجېدو پر مهال به مسنونه دعاګانې وايي :

بیت الخلاء ته د ننوتلو دعا :

د چپې پښې مخکی کول او دا دعا ويل :

«بِسْمِ اللهِ، اللهُمَّ إِنّي أعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ والخبائِثِ» [صحيح بخاري او صحيح مسلم]

د الله جل جلا له  په نوم ، ای پروردګاره ! زه پر تا پنا وړم له (شره ) د (شيطان ) نارينه او ښځينه .

د بیت الخلاء نه د وتلو دعا :

د ښی پښې مخکې کول او دا دعا ويل :

 [غُفْرانَكَ] «الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَذْهَبَ عَنِّى الأَذَى وَعَافَانِى» [سنن ترمذي او ابو داود]

ستا څخه بخښنه غواړم ، ټولې ستاينې هغه الله جل جلا له  لره دي چې زما څخه يي مضر شيان لری کړل او ما ته يي روغتيا او نجات راکړ

۴- د قضای حاجت په وخت کې به هيڅ خبري نه کوي که څه هم ذکر وي او نه به د آذان او سلام جواب ورکوي مګر د ضرورت خبره لکه يوه ړانده کس ته رهنمايي کول او داسې نور ، که چا ته پرنجي ورشي په زړه کې به الحمدلله وايي .

ځکه چې دغه لارښوونې ټولې په احاديثو کې راغلي دي .

۵- قبلې ته به مخامخ نه کيني او همدارنګه د قبلې طرف ته به شاه نه کوي .

ابوهريرة رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : کله چې د تاسې څخه څوک قضای حاجت ته کينی مخامخ قبلې ته او شا په قبله مه کينئ (احمد  و  مسلم ) .

۶- د قضای حاجت په وخت کې به خپلې جامې ټولوي او په نرم ځای کې به ميتيازې کوي تر څو بدن او جامه يې په نجاست باندې ککړه نه شي .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : إذا بال أحدكم فليرتد لبوله (کله چې د تاسې څخه څوک ميتيازې کوي نو مناسب ځای انتخاب کړئ ) (احمد  و  ابوداود ) .

۷- په سوري ځای کې د قضای حاجت څخه پرهيز کول ځکه کېدای شي هغه د حشراتو کور وي او هغوی ته آزار ورسيږي ځکه چې په حديث شريف کې له دې کار څخه منع راغلی ده .

۸- په سیوري چې خلک هلته را ټوليږي او لاره کې قضای حاجت څخه پرهيز کول .

ابی هریرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د دو شيانو څخه چې تاسې ته د بد ويلو او لعنت سبب کيږي پرهيز وکړئ ، چا وويل يا رسول الله هغه دوه څيزونه چې د نفرت او لعنت سبب کيږي څه دي ؟ و يې فرمايل : څوک چې د خلکو په سيوري او لاره کې قضای حاجت کوي (احمد  و  ابوداود  و  مسلم ) .

۹- بايد په حمام (چېرې چې اودس کيږي ) ، ولاړو اوبو او همدانګه جاري اوبو کې د قضای حاجت څخه ډډه وشي ځکه په احاديث کې له دې کار څخه منع شوی ده .

۱۰- استجاء په چپ لاس کول په کار دي همدارنګه نارينه به خپله شرمګا په چپ لاس نيسي او د ادار څاڅکې به وچوي.

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  د ميتيازو کولو په وخت په ښي لاس باندې د ذکر (د نر شرمګاه ) نيولو څخه منع فرمايلی ده .

لحديث أبي قتادة رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (إِذَا شَرِبَ أَحَدُكُمْ فَلَا يَتَنَفَّسْ فِي الْإِنَاءِ وَإِذَا أَتَى الْخَلَاءَ فَلَا يَمَسَّ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَلَا يَتَمَسَّحْ بِيَمِينِه) رواه البخاري (۱۹۴) ومسلم (۳۹۳) وفي رواية لمسلم أيضاً (۳۹۲) : (لَا يُمْسِكَنَّ أَحَدُكُمْ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَهُوَ يَبُولُ) .

يعنې : کله چې د تاسې څخه څوک اوبه څښي په اوبو کې تنفس نه کوي ، او کله چې تشناب ته د قضای حاجت د پاره لاړ شي په ښي لاس به شرمګاه نه نيسي .

۱۱- په استجناء کې به د پاکو لوټو او يا قاغذ تشاب څخه استفاده کوي په ناپاک او يا واجب احترام شي به استنجاء نه کوي لکه : د څارويو وچ بول ، مالګه ، ډوډۍ ، قاغذ او نور ، په لوټو کې تاق شمير په نظر کې نيول چې په دری لوټو پاکول کافې دي که پاکې حاصله نشي د نورو تاق شمير لوټو کارول جايز دي .

۱۲- د استجاء څخه وروسته لاسونه په اوبو او صابون ومينځل که اوبه نه وي خپل لاسونه به په خاورو سره وموښي .

ابو هريرة رضی الله عنه وايي : كان النبي صلى الله عليه وسلم إذا أتى الخلاء أتيته بماء في تور أو ركوة فاستنجى ثم مسح يده على الارض (ابوداود  و  نسائی  و  بیهقی  و  ابن ماجه )

يعنې : کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم قضای حاجت ته تللو په مسي يا چرمي لوښي کې به مې هغه ته اوبه وړلې ، استنجاء به يې کوله او وروسته به يې خپل لاسونه په خاورو موښل ( تر څو د لاسونو جراثم او ميکروبونه ختم شي ) .

آن لاين اسلامي لارښود

‏.

Print Friendly, PDF & Email