ظالمان څوک دي ؟

استاد سياف چې هر کال د احمد شاه مسعود د مرګ د ورځ لمانځنې په بهانه د خپل زړه بړاس باسې دا ځل يې هم د خپل زړه بړاس په عجيبه تأويلاتو ويستو لکن د پخوا سره يې دا فرق ؤ چې هغه وخت يې د ټولې اسلامي نړۍ علماؤ ته جلنج ورکولو مګر دا ځل يې په باربار ويل چې زه مفتي نه يم مګر تاسې ته څو احاديث بيانوم .

د سياف لومړی دغه حديث ولوستلو :

من مشی ظالم ليقويه و هو يعلم انه ظالم فقد خرخ من الاسلام ( مشکوة المصابيح )

يعنې : څوک د ظالم سره ددې د پاره تګ وکړئ چې هغه تقويه کړي ، په داسې حال کې چې دی د هغه په ظلم خبر وي نو يقيناً چې دغه کس له اسلام څخه ووت .

د ښاغلی دغه مبارک حديث اصلاً خپله د ده په حق او د ده د لاريانو په حق دی لکن ده يې غلط تأويل او تشريح وکړه

ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

وقوله سبحانه وتعالى : إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَنْ تَوَلَّوْهُمْ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ { [الممتحنة:9] .

ژباړه : بې شکه الله تاسې د هغو کسانو د (دوستۍ ) څخه سخت منع کوي چې د دين په (کار) کې له تاسې سره جګړه کوي او تاسې يي له خپلو کورونو څخه ايستلې ياست او له يو بل سره يې ستاسې د ايستلو په کار کې مرسته کړې ده ، نو څوک چې له دوی سره دوستي وکړي ، نو همدوی ظالمان دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ (البقره ۲۵۶ )

او فرمايي : وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (المائده ۴۵ ) .

يعنې : څوک چې په ما انزل الله (اسلامي شريعت) فصيله نه کوي پس همدوی دي ظالمان .

په پورته قرآني آيتونو کې کافران ، د کافرانو ملګري او هغه کسان يا حکومت چې په اسلامي شريعت فيصلې نه کوي بلکي د انګليس په آيين ، ملل کفري او غربي ديموکراسۍ باندې فيصلې کوي ظالمان وبلل شول .

استاد سياف د شمالي ټلوالي مخکښ مذهبي او سياسې مشر ؤ او همدغه ناوليې ټلواله ؤ چې نړيوال کفري حشر ورڅخه د ځمکنيو مليشو کار واخيست او هيواد يې اشغال کړ په هيواد کې يې د کفارو تر سلطې لاندې سکولر نظام حاکم کړ .

سياف ددې کړنې څخه هيڅ انکار نشي کولای ټول ولس او اسلامي امت درباندې شاهد دی چې تا د کفاره لويه مرسته او ملګرتيا کړې ده .

او ستاسې چې کوم سکولر امريکن نظام دی هغه د غربي ديموکراسۍ پر قوانينو ولاړ دی که داسې نه وي نو تاسې دا ولس ته ثابته کړئ چې آيا تاسې په دغه دريالسو کالو کې کومه شرعي فيصله کړې ده او يا ددې توان لرئ ؟

نو واضح شوه چې ته او ستا لارويان ظالمان دي او د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم حديث مو چې ولوست بالکل صحيح حديث دی او پخپله مو پر خپل ځان فيصله وکړه ، بيا هم نر ياست چې د بل چا فيصلې ته حاجت نه پرېږدې بلکي خپله پر خپل ځان فيصله کوې آفرين دا که ته غلط تأويلات کوي هغه کوم ځای نه لري ځکه په دغه دين (اسلام ) کې هيڅ څوک تحريف نشي کولای .

ددې څخه وروسته ښاغلي سياف خپلو لارويانو ته ډاډ ورکړ چې تاسې د خپل وطن ، ناموس او عزت څخه دفاع کوئ او ستاسې دغه دفاع او په دې لاره کې بهره کول في سبيل الله دي چې ډير ثواب لري او مرګ مو شهادت دی .

په دې باره کې زه د ښاغلی استاذ څخه فقط څو سوالونه لرم :

۱- ښاغليه دغه موجوده حکومت اسلامي حکومت بولي او که نه ؟ که يې العیاذ بالله اسلامي حکومت بولې نو ای شيخ الحديث ته او د دغه حکومت ټولو شيخانو او ملايانو راوړئ او وړاندې کړئ خپل شرعي دلائل مو .

۲- ايا د يرغلګرو کافرانو په لاس د مسلمانانو وژل جايز دي او که نه ؟ که الغیاذ بالله جايز وي نو ای شيخ الحديث ته او د دغه حکومت ټولو شيخانو او ملايانو راوړئ او وړاندې کړئ خپل شرعي دلائل مو .

۳- دا چې د مسلمان په کور کلې او ولس به تېری کيږي هغوی به وژل کيږي او بنديانيږي به آيا هغوی د خپل ځان د دفاع کولو حق نه لري ؟ که يې نه لري ای شيخ الحديث ته او د دغه حکومت ټولو شيخانو او ملايانو راوړئ او وړاندې کړئ خپل شرعي دلائل مو .

راوړه شرعي دلائل مو دغه ګز او دغه ميدان کچيرې وې تاسې پر حقه او په حقه نه ياست د الله تعالی څخه ووېرېږي ګورئ توبه وباسئ حق او شريعت ته تسليم شئ ګورئ د الله نيول ډير سخت دي .

ليکوال : د ساختماني تکنالوجۍ پروفيسور ح .ح .ح

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً