د الله تعالی د رضا او خوښۍ علائم

په رښتيا هم چې د الله تعالی رضا د چا په نصيب شي د هغه د پاره لوی منزلت دی او په دنيا کې د مسلمانانو اصلي مقصد همدا دی د چا چې د الله تعالی رضا نصيب شوه هغه په دنيا کې کامياب شو او په آخرت کې د هغه د پاره لوی اجر دی .

د الله تعالی د رضا او خوښۍ څو نښانې :

۱- د اطاعت خوښول او د ګناه بد ګڼل .

۲- د نيک عمل کولو سره سره خپل ځان ناقص بلل او غرور نه کول .

۳- ډير استغفار

هيڅ انسان د ګناه څخه پاک نه دی (بغير له پيغمبرانو ) هيڅ نيک عمل د نقصان څخه خالي نه دی نو بنده به په ټولو اعمالو کې له الله تعالی څخه بخښنه غواړي او استغفار به کوي .

۴- د اطاعت او خير په لاره کې توفيق ، د خير د اسبابو آسانه کېدل او د استقامت دوام .

صالح بنده ته الله تعالی په ښو کارونه باندې توفيق ورکوي او هغه ور ته آسانه کوي او په ښو کارونو باندې د هميشه والي او دوام توفيق ورکوي .

۵- په تکليف او مصيبت باندې صبر کوي ، وارخطا او عصباني نه وي بلکي صبر کوونکی وي .

۶- پر الله تعالی مطمئن وي چې هغه د مؤمنانو مرسته کوونکی دی .

۷- د رزق په پيدا کولو کې ډير مشغول نه وي لکه : د نن زمانې ډير خلک چې اصلي هدف يې فقط د پيسو ګټل دي او بس . بلکي د ده دا عقيده وي چې د هر انسان د پاره چې کوم رزق ليکل شوی دی همغه ور رسيږي .

۸- په يوازې والی کې د الله تعالی د ذکر او د قرآن د تلاوت سره محبت لرل .

دا د صالح بندګانو ستره نښه ده چې هغوی په يوازې والي کې د الله تعالی ذکر کوي او بيا د الله تعالی په محبت او يا د هغه (جل جلاله ) د وېرې په وجه اوښکې تويوي او ژاړې دغه کسان کوښښ کوي چې زما اوښکې دې بغير له الله تعالی څخه بل هيڅ نه ويني او زما په دغه پټ زار چې زه يې له خپل رب سره لرم بايد چې هيڅ څوک خبر نشي .

۹- د صالحو او نيکو کسانو سره د مجلس محبت لرل .

۱۰- د شرعي علم د زده کړي حرص کول او د هغه په عملي کولو کې کوښښ کول .
دغه د الله تعالی د رضا ځنې نښه وې که په چا کې موجودې وي هغوی دې د الله تعالی شکر ادا کړي او که په چا کې نه وي هغوی دې د کوښښ وکړي تر څو په ځان کې دغه صفات پيدا کړي .

مصدر :اسلام ويب

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً