کوډګر ته د کوډو لرې کولو د پاره ورتلل

سلامونه او نیکی هیلی محترما!
زما پوښتنه داده چی که یو څوک یو عالم یا داسی کس ته چی هغه کوډی یا تعویذونه وباسی ورتلل رواه دی او کنه مثلا وايی چی زما ډير ښه ذهن وو او ډيره لایق وم او دا سو میاشتی کیژی چی ترهغی نه زیات درس وایم ولی سه می نه یادیژی کوم بل تکیف هم نه لرم شاید په ماباندی چا کوډی کړی وی ورځم پلانی شړی ته چی داراته وباسی

محمد صالح

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دينداره عالم ته د شرعي دم او دعا د پاره ورتلل جايز دي .

کوډګر او جادوګر ته ورتلل حرام او په هغه باندې که رښتيا کوډې هم وي د کوګو لرې کول حرام دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  (مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً)

((څوک چه عرافی (هغه کس چې په غيبو باندې د پوهېدلو دعوی لري) ته ورشې او ديوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی اوهغه رښتيا وبولې دڅلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي )).  (رواه المسلم ) .

د سحر علائم او د هغه علاج تفصيل لاندې ولولئ

http://dawat610.com/archives/8894

http://dawat610.com/archives/7539

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي