قدرمنو! السلام عليکم ورحمة الله و برکاته

زه يو څو پوښتنې لرم که د شريعت په رڼا کې ځواب راکړئ مهرباني به مو وي، الله تعالی دې اجر درکړي.

۱ـ لله الحمد زه يو څه پيسې لرم چې د زکات نصاب ته رسېدلې دي خو له ضرورت نه مې اضافه نه دي، ځکه زه د اوسېدو کور نه لرم او په کرايي کور کې اوسيږم چې کرايې هم لوړې دي او د لوړو کرايو اداکول ستونزمن دي فلهذا کور ته مبرمه اړتيا لرم. نو نوموړې پيسې ما ددې لپاره ساتلي دي چې تر څو ځانته پرې يو مناسب مسکن برابر کړم، ايا پر دغو پيسو زکات شته او که نه؟

۲ـ  دويم زه يوه کونډه وريندار لرم چې کوچني اولادونه لري، ايا دوی ته زکاة ورکولی شم که نه، په همدې ډول سيدانو (د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم) اولاد ته زکوة ورکول کېدای شي که نه؟

۳ـ اوس ځېنې ټولنې ګرځي او د ځېنو خيريه کارونو لپاره له خلکو زکاة ټولوي ايا دوی ته د زکاة ورکول جايز دي که نه؟

۴ـ هغه ځای چې د مسجد لپاره وقف شو او مسجد په کې جوړ شو ايا دغه ځای بيا له مسجد نه پرته بل کوم خيريه کار ته وقف کېدای شي که نه؟

۵ـ ښځو ته په داسې ځای کې کار کول چې هلته ښځې وي مثلا په داسې يوه روغتون کې کار کول چې هلته معتادې ښځينه مريضانې معالجه کيږي جواز لري که نه؟

۶ـ  د شهادت د ګوتې پورته کول د شهادت د کلمې پر مهال په لمانځه کې څه حکم لري او همداراز دا ګوته به يوځل پورته کيږي او که ښکته کيږي او پورته کيږي به که په دې اړه معلومات راکړئ لطف به موي.

هيله ده دغه پوښتنې هر څومره ژر چې امکان لري راته ځواب يې کړئ.

په درنښت

حکمت له ننګرهار نه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :که په دغه پيسو مو کال پوره شوی وي نو زکات ورباندې فرض ځکه دا پيسې تر اوسه په اصلي ضرورتونو نه دي لګول شوي لکه مو کور واخست بيا زکات ساقطيږي .

دوهم :کونډې وېندارې ته د زکات ورکول جايز دي او دوه اجرونه لري د خپلولی پالل او د زکات ادا کول ، که د رښتيا سيدان وي د زکات ورکول جايز نه دي مګر اکثره جعلي سيدان وي .

دريم : د زکات د اتو ډلو څخه يو ډله فی سبيل الله ده او د في سبيل الله څخه مطلب د جمهورو علماء په نزد جهاد في سبيل الله مراد دی او ځنو علماؤ دا نظر دی چې د دين د قيام د پاره د جهاد څخه بغير نورو لارو کې لګول هم جايز دي مګر راجح قول جهاد دی .

څلورم : ښه دا ده چې دغه ځمکه قيمت شي او د هغه پيسی په بل جومات کې ولګول شي او يا هم کيدای ددې مسجد پر ځای مدرسه جوړه شي .

جاء في فتاوي اللجنة الدائمة :

د سعودي عربستان د علمي څيړنې او افتاء دايمي ټولني هم د جومات د بيع او يا د هغه بدلول په مثل باندې يا د ضرورت په وخت کې د يوه بيع او په هغه باندې بل جومات جوړول جايز بللي دي:

فتاوى اللجنة الدائمة” (16/38) .
وسئلت اللجنة أيضا عن بناء مسجد كبير بجوار مسجد قديم ، وتحويل القديم إلى مدرسة لتعليم أبناء المسلمين ؟
فأجابت : ” لا مانع من إقامة المسجد الجديد ، وتقويم المسجد القديم بواسطة أهل الخبرة بالسعر أرضا وبناية ، وصرف قيمته في تعمير مسجد آخر في بلد محتاج إلى ذلك ، وجعل مكانه مدرسة لتعليم العلوم الشرعية ” انتهى ..
كما يجوز تقويم المسجد بناء وأرضا ، بواسطة أهل الخبرة ، وصرف هذه القيمة في بناء مسجد آخر ، وجعل المبنى القديم مركزا للتحفيظ النسائي .
والله أعلم .

 

پنځم : په داسې ځای چې کاملاً ښځينه چاپريال وي او سړي هيڅ نه وي د حجاب د مراعات په صورت کې جايز دي .

تفصيل دلته وګورئ

http://www.dawat610.com/archives/613

شپږم : ددې پوښتنې ځواب دلته وګورئ

http://www.dawat610.com/archives/185

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email