په داسې رستورانت کې کار کول چې د خنزير غوښه او شراب خرچوي

سلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
د اسلام د شریعت له نظره دا جواز لری چه یو څوک دی د مجبوریت له کبله په داسی ریستورانت کی کار کوي چه هلته د خنځیر غوښی او شراب او بیر هم خرڅیږی …او دا پیسی سمی دی او  د لمانځه و قبولیت ته خو کم ضرر نه رسوی
ومن الله توفیق

احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په داسې رستورانت کې د مسلمان د پاره کار کول جواز نه لري .

په خارجي هيوادونو کې د مسلمان د پاره مباح کارونه جايز دي .

مباح داسې چې ذاتاً او آثاراً حلال وي ، ذاتاً دا چې په هغه کې شرعي حرمت نه وي لکه : شراب ، د خنزير غوښه ، سود ، فحشاء او غيره او اثاراً دا چې هغه کار د اسلام او مسلمانانو پر خلاف نه وي .

په هوټل کې په دې شرط کار جايز دی چې په هغه کې د خنزير د غوښي پخول او خلکو ته ورکول ، د شرابو برابرول او د هغه انتقال او خلکو ته د څښلو د پاره ورکول نه وي جايز دی او که دا ډول کارونه وي نو د مسلمان د پاره جايز نه دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لَعَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ وَشَارِبَهَا وَسَاقِيَهَا وَبَائِعَهَا وَمُبْتَاعَهَا وَعَاصِرَهَا وَمُعْتَصِرَهَا وَحَامِلَهَا وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ) ابوداود او سلسلة صحيحة 238 ) .

يعنې : الله تعالی لعنت کړی دی په شرابخور ، ساقي ( کوم چې د څښلو د پاره شراب برابروي ) ، د شرابو خرچونکی او اخيسونکی، د شرابو جوړونکی او د شرابو نقل کوونکی او حمل کوونکی .

جاء فی فی فقه المعاملات المعاصرة :

للمسلم إذا لم يجد عملاً مباحاً شرعاً العملُ في مطاعم الكفار، بشرط أن لا يباشر بنفسه سقي الخمر، أو حملها، أو صناعتها، أو الاتجار بها، وكذلك الحال بالنسبة لتقديم لحوم الخنازير ونحوها من المحرمات.

مجمع الفقه الإسلامي، جدة، الدورة الثالثة، القرار رقم (11)، السؤال العاشر.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي