د ولادت نه درې مياشتې مخکې جماع (کورواله ) کول روا دي ؟

د آن لاين اسلامې لارښود چلونکو ته ! اسلام عليکم
پوښتنه : آيا د حمل په وخت کې (کورواله ) کول روا دي ؟
په دغه لينک ستاسې ځواب شته : http://dawat.katib.org/archives/187
ډيره زياته مننه كوم ستاسو له توضيح نه خو يوه بله خبره هغه داچې يو چا وويل هركله چې د حمل ولادت ته درى مياشتى پاته شوى نو بيا هيڅ كوروالى نشى كولاى ځكه ماشوم ته زيان رسيږي كه په دى اړوند لږ څه تشريح وكړى
ډيره زياته مننه – جمالزى کابل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ولادت نه درې مياشتې مخکې جماع (کورواله ) کول روا دي ؟
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
نه دا خبره کوم شرعي اصل نه لري په اسلامې شريعت کې د حيض ، نفاس او د حج د احرام په وخت کې جماع کول حرام دي او همدارنګه د شا په طرف کې جماع کول حرام دي .
د حمل په دور کې جماع کول روا دي خو احتياط ضروري دی تر څو د ماشوم مور او جنين يا حمل ته ضرر ونه رسي الله جل جلاله مونږ ته امر کوي ( وعاشروهن بالمعروف ) او له هغې سره په شان ژوند تير کړئ .
مګر که داسې مرحلې ته ورسي يا څه مرض وي چې ښځې او حمل ته ضرر رسوي نو ضرر رسول ځان او بل ته حرام دي ولقوله صلى الله عليه وسلم لا ضرر و لاضرار رواه فې موطأ مالک و ابن ماجه  .
فتاوي دارالعلوم ديوبند – فتاوي الشيخ ابن عثمين ) .
 يجوز للإنسان أن يُجامع زوجته الحامل متى شاء إلا إذا كان ذلك يضرّها ، فإنه يحرم عليه أن يفعل ما يضر بها ، وإن كان لا يضرها ولكن يشق عليها فإن الأولى عدم مجامعتها ، لأن اجتناب ما يشق عليها من حسن العشرة ، وقد قال تعالى : ( وعاشروهن بالمعروف ) النساء /19 ولكن المحرّم أن يجامع الرجل زوجته وهي حائض ، أو يجامعها في دبرها ، أو يجامعها وهي نفساء ، فإن ذلك محرم ولا يجوز ، وعلى المرء أن يتجنّب ذلك إلى ما أباحه الله . وإذا كانت حائضاً فله أن يستمتع بها فيما دون الفرج والدبر ، لقول النبي صلى الله عليه وسلم  : ( اصنعوا كل شيء إلا النكاح ) رواه مسلم (الحيض /455)
فتوى الشيخ ابن عثيمين . فتاوى العلماء في عشرة النساء ص/ 55 .
 آن لاين اسلامې لارښود
 
Print Friendly, PDF & Email