د ميرې د ورور سره نکاح کول جايز دي؟

دميرني موردورورسره واده كول جوازلري اوكنه ؟

ميرويس

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ مِنَ الرَّضَاعَةِ …. ( 23النسأء )

حرامې کړ شوی دي پر تاسې ميندې ستاسې او لوڼې ستاسې او خويندې ستاسې او ترورياني (د پلار خوندې ) ستاسې او توړيانې (د مور خوندې ) ستاسې او وريرې ستاسې او خورځې ستاسې او ميندې ستاسې کومې چې تاسې ته يي پی درکړی وي او خوندې ستاسې له جهته د تي رودلو .

د خورځې (د خور د لور ) سره نکاح کول حرام دي ، مګر د ميرې د ورور سره نکاح کول جايز دي ځکه چې دا نجلې یې خورځه نه کيږي (فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۶ ص ۱۵۶ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي