اسلام علیکم
بعضی خلک وایی چه اتشی بادی یا داسی نور ۴ ډوله نومونه اخلی چه داسی تعویذونه دی او انسانان هم په همدی ۴خویو کی قرار لری او ایا دابجد په حساب باندی کوم تعویذګر معلومولای شی چه پر چا تعویذ یا جادو شوی  وسلام ستاسی دلا بریا په هله’

سيد جهانزيب – لغمان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په قرآني آیتونو ، شرعي اذکارو او دعا د مرض دمول د جمهورو علماؤ په نزد جايز دي ځکه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه په ډيرو احاديث ثابت شوی دي .

د قرآني آيتونو او شرعي اذکارو تغويذ ځړولو کې د صحابه څخه تراوسه پورې د علماء تر مينځ اختلاف نظر دی چې ځنې جايز بولې د هغوی دليل دا دی چې په احاديثو کې چې د تعويذ ځړولو حکم بيان شوی دی د هغه څخه شرکي تعويذات مراد دي او ځنې علماء بيا وايي چې د قرآني ايتونو او شرعي اذکارو تغويذ ځړول هم جايز نه دي ځکه په حديث شريف کې عمومي د تعويذ لفظ راغلی دي مګر د جمهورو قول دا دی چې د قرآني او شرعي اذکارو د تعويذ ځړول هم جايز نه دي .

همدارنګه فقه حنفي ابوالمختار د فتاوي يوسفيه په حواله ليکي :

د قرآني آیتونو او شرعي اذکارو تعويذ په دريو شرطونو جايز دی  :

۱- د يوه جايز او روا عمل لپاره به وي .

۲- د تعويذ الفاظ به واضح وي د ابجد په شکل به نه وي د کفر او شرک په الفاظو به مشتمل نه وي  .

۳- تعويذ به موثر بالذات نه ګڼی .

د جادو علاج په قرآن او ستنو کيږي نه په ابجد حسابونو تفصيل دلته وګورئ

http://www.dawat610.com/archives/8894

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email