غاښ ته په پيچکارۍ ورکولو سره روژه ماتيږي ؟

السلام عليكم ورحمة الله :سوال : زه په روژه كي د چين په كفري ملك كي وم زما  په غاش را درد شو ما د روژي په حالت كي د غا ش ريشي قتع كړې او يو سه دوا يي هم په كي واچوه او پچكاري هم وركره د بي هوشئ نو زما روژه ماته شوه كه نه ؟

حمزه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ضرورت په وخت کې په روژه د غاښ ايستل باک نه لري مګر که ضرورت نه وي مکروه دی ، او که چيرې وينې يا درمل خيټې ته داخله شي په هغه صورت چې د خولې د ابو په اندازه يا په هغه باندې غالبې وي روژه ماتوي بغير له دې روژه نه ماتوي .
و في‌ الدر:«أو خرج‌ الدم‌ من‌ بين‌ اسنانه‌ و دخل‌ حلقه‌ يعني‌ و لم‌ يصل‌ الي‌ جوفه‌، اما اذا وصل‌ فان‌ غلب‌ الدم‌ أو تساويا فسد و الاّ، لا، الا اذاوجد طعمه‌. بزازية‌».
و في‌ الرد:«و من‌ هذا يعلم‌ حكم‌ من‌ قلع‌ ضرسه‌ في‌ رمضان‌ و دخل‌ الدم‌ الي‌ جوفه‌ في‌ النهار ولو نائماً فيجب‌ عليه‌ القضاء الا ان‌ يفرق‌بعدم‌ امكان‌ التحرز عنه‌ فيكون‌ كالقيي‌ الذي‌ عاد بنفسه‌ فليراجع‌».
نقل من محمود الفتاوي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

ځواب دلته پرېږدئ

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي