په روژه کې د زنا د ستر جرم کفاره څه ده ؟

كه چيرې يوانسان ښځه ولري اوپه روژه كي د ورځې ورسره جماع وكړي څو ورځېروژه پرې اوړي اوكه دبلي ښځې سره زناوكري څو ورځېپرې اوړي .

ميرويس

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په روژه کې د خپلې ښځې سره جماع کولو سره د روژې قضايي او کفاره دواړه واجبيږي .

په رمضان المبارک کې زنا کول اکبر الکبائر دوه ستر جرمونه دي چې يو د روژې خوړلو جرم او ګناه او بل د زنا جرم چې زنا د نا حق قتل څخه وروسته لويه ګناه ده تفصيل دلته وګورئ .

https://dawat610.com/archives/5497

مګر بيا هم د الله تعالی په دربار کې د توبې دروازه خلاصه ده دغه کس به کلکه توبه وباسي ، په دنيا کې يې جزا دا ده چې پر هغه باندې به حد جايري کيږي که واده شوي وي رجم کيږي به او که واده شوی نه وي سل دورې به وهل کيږي .

د روژې قضايي به ګرځوي او کفاره به ادا کوي .

د يوې روژې قصداً خوړلو کفاره دا ده چې د يوې ورځې په بدل کې به 60 ورځې پرلپسې روژه نيسي که دا يې په وس پوره نه وي 60 مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه خوراک ورکوي هغه که د کور له لارې يا د بازار او يا به هر مسکين او غريب ته نيم صاع غنم چې 1.65 ګرامه کيږي يا د هغه قيمت ورکوي

مثلاً که د يو کلو ګرام غنمو قيمت 25 افغانۍ فرض کړو نو 1.65×25=41 يوڅلويښت افغانې د فې نفر مسکين او غريب د پاره ورکول کيږي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۳۱۴ ) .

فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹ ) .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً