د استخارې لمونځ

استخاره خير غوښتلو ته وايي ، که سړی د کوم کار اراده وکړي او د هغه په  شروع کې د شک او ترديد په حال کې وي یعنی نه پوهيږي چه پدې کار کې به زما خير وي او که شر نو پداسې وخت کې مسلمان ته پکار ده چه د الله تعالی څخه مشوره او صلاح وغواړی چه هغه د استخاره خير غوښتلو ته وايي ، که سړی د کوم کار اراده وکړي او د هغه په  شروع کې د شک او ترديد په حال کې وي یعنی نه پوهيږي چه په دې کار کې به زما خير وي او که شر نو په داسې وخت کې مسلمان ته پکار ده چه د الله تعالی څخه خير او صلاح وغواړي چه هغه د استخاری لمونځ او دعا ده. .

جابر رضی الله عنه وايي : چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به مونږ ته په ټولو کارونو کې استخاره داسې را ښودله او د هغه به يې مونږ ته داسې تعليم راکولو لکه د قرآنکريم د کوم سورت (رواه البخاري ).

د استخاری د لمانځه  طريقه دا ده چه اول به دوه رکعته نفل لمونځ وکړي په لومړی رکعت کې به (الكافرون) او په دوهم رکعت کې به سوره (الإخلاص) ووايي او د لمانځ نه ورسته به په اخلاص او ښه نيت لومړی حمد او درود شريف ووايي او بيا دا دعا ووائي : :

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعلْمِكَ، وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ، وَأَسَأَلكُ مِنْ فَضْلِكَ العَظيمِ، فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ، وَتَعلَمُ وَلا أَعلَمُ، وَأَنتَ عَلاَّمُ الغُيُوبِ، اللَّهُمَّ إِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمرَ خَيْرٌ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَيَسِّرهُ لي، ثُمَّ بَارِكْ لي فِيهِ، وَإِنْ كُنتَ تَعلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لي في دِينِي وَمَعِيشَتي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي، أَوْ قَالَ في عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ فَاصْرِفْهُ عَنَّي وَاصْرِفني عَنهُ وَاقُدْرْ ليَ الخَيرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ أَرضِني بِهِ» (بخاري ،مسلم او ابن ماجه ) .

کله چه په پورته دعا کې (هَذَا الأَمْرَ) ته ورسيږي کوم کار چه قصد او اراده يې لري هغه به په زړه کې را وګرځوي .

او دعا به په حمد او درود شريف پای ته ورسوي .

وروسته که بيا ترديد موجود وي اووه ځله به استخاره تکراوي او بيا به د زړه ارادې ته ګوري کچېرې په دده په زړه کې د کار د کولو کلک عزم او شوک وو هغه کار به وکړي او که په زړه کې يې د هغه څخه د صرف نظر عزم او اراده وه هغه کار به پرېږدي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم انس رضی الله عنه ته ويلي وو : «يَا أَنَسُ إِذَا هَمَمْتَ بِأَمْرٍ فَاسْتَخِرْ رَبَّكَ فِيهِ سَبْعَ مَرَّاتٍ ، ثُمَّ اُنْظُرْ إِلَى الَّذِي يَسْبِقُ إِلَى قَلْبِكَ فَإِنَّ الْخَيْرَ فِيهِ »(دائرة المعارف العثمانية ، فيض القدير ۱/۴۵۰).

يعنې : ای انس ! کله چې ته د کوم کار په کولو کې په ترديد او شک کې وې نو په هغه کې د رب خپل سره اووه ځله استخاره وکړه ، بيا دې د خپل زړه ارادې ته ګوره ځکه چې خير په همدې کې دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً