محترم اسلامی لاښود کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته زما پوشتنه دا ده چی که یو نفر خپل زکات پیسو باندی ده جهاد اسباب واخلی بیا ده لپاره استعمالوی شی اختیار در لودای شي ؟

مصطفی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د زکات د مصرف د ځايونو څخه يو هم جهاد فی سبيل الله دی لقوله سبحانه وتعالی :إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ِ( التوبه ۶۰ ) .

ژباړه : بيشکه چې ورکړې (زکاتونه ) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولولو ادارې د کار کوونکو ، او هغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي ، او (مريانو) په آزادولو کې او پوروړو او د الله ( د دين د پياوړتيا ) په لار کې او د مسافرو د پالنې د پاره دي دا د الله لخوا فريضه ده او الله پوه (او) د حکمت څښتن دی .

دوهم : مجاهد ته د زکات د پيسو څخه اسلحه او جنګي اسباب اخيستل ولو که مجاهد غني هم وي جايز دي ځکه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :لا تحل الصدقة لغنيٍّ إلا لخمسة: لغازٍ في سبيل الله، أو لعامل عليها، أو لغارمٍ، أو لرجل اشتراها بماله، أو لرجل كان له جار مسكين فتصدق على المسكين فأهداها المسكين للغني.

او پخپل هم د زکات په پيسو جنګې تجهيزات اخيستلای شي .

جاء في مصارف الزکاة في الاسلام :

نصيب الغزاة في سبيل الله من الزكاة: يعطون من الزكاة ما يشترون به السلاح، والدواب، والنفقة لهم ولعيالهم، حتى ولو كانوا أغنياء؛ لأنهم يأخذون لمصلحة المسلمين، بشرط أن لا يكون لهم رَزقٌ من بيت المال يكفيهم (تقسير السعدي) لحديث أبي سعيد رضی الله عنه، قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم -: ((لا تحل الصدقة لغنيٍّ إلا لخمسة: لغازٍ في سبيل الله، أو لعامل عليها، أو لغارمٍ، أو لرجل اشتراها بماله، أو لرجل كان له جار مسكين فتصدق على المسكين فأهداها المسكين للغني))

(أبو داود، برقم 1635، 1636، وابن ماجه، برقم 1841، وأحمد، برقم 11538)

مصارف الزکاة في الاسلام – سعيد بن علي بن وهف القحطاني

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email