الحمدلله رب العلمين

اسلام عليکم ورحمة الله  وبرکاة

ټولو مسلمانانو ته او په خاص ډول د آن لاين اسلامې لارښود لوستونکو ته د کوچني اختر مبارکي وايم .

الحمدلله چې الله جل جلا له مونږ ته ژوند راکړ تر څو يو ځل بيا دا د فطر ، ايثار ،یکتاپرستۍ ، مينې او محبت اختر د الهي دستور موابق ولمانځلو.

الله جل جلا له دې زمونږ او تاسې عبادتونه په خپل مهربان او مينه ناک دربار کې قبول کړي ، او کوم کسان چې فقيران وي ، یتيمان وي ، کنډې او بې سرپرسته کسان وي هغوی ته د الله تعالی د دربار څخه صبر جميل غواړم .

د افغان کړيدلې ولس د يو اسلامې لارښود په حيث تاسې ته دا ډاډکيرنه او تسل وايي چې الله جل جلا له د صبر کونکو سره دی او د صبر پايلې ډيرې خوږې دی پام کوئ چې بې صبري ونه کړئ ان شاء الله  (الله جل جلا له)  به ستاسې داسې ناز واخلې چې کله مو هم په فکر او خيال کې نه وي ګرځيدلی .

الله جل جلا له  دې مونږ او تاسې ته د اسلام په رڼا کې ژوند راکړي تر څو راتونکي اختر هم د اسلام په رڼا کې و لمانځو .

ډير زيات خوښ يو چې د الله جل جلا له په پوره فضل او مرسته مو د د اسې مسلمانانو وروڼو سره دا اختر پيل کړ چې دوی د اسلام له زده کړي د اسلام د بقاء او قيام مينوال دي يعنې ددې پاڼې ميلمانه خاص هغه کسان دی چې دوی د اسلام بقاء او قيام غواړي .

د اسلامي امت هغه غرتي ولسونه چې د اسلام د دفاع او بقا په لاره کې يې ټوله روژه د کفر او الحاد تر بمونو لاندې په سرو وينو کې تيره کړه د هغوی د شهيدانو د کرنيو د پاره صبر جميل او د مجاهدين د پاره کامل ثبات غواړو ، الله جل جلا له د اسلامي امت مجاهدين کامياب او د کفر او الحاد تغر دې الله تعالی ټول کړي .

الله جل جلا له دې نور پر مسلمانانو رحم وکړي او الله تعالی دې زمونږ دغه په وينو لړلې اختر ته وګورئ .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email