که ښځې ته وروسته له غرمې حيض راشي روژه يې څنګه کيږي؟

سلامونه می ومنئ
یوه پوښتنه لرم هیله چی جواب يې راکړئ .
بی ادبی ډیره معاف که ښځې ته په روژه کی غرمه یاهم مازیګرمریضی راشی نودابه څه چم کوي
اوبل که يې وینه ورکه شی اوژړی اوبه وی نوروژه نیولی شی که یا؟
هیله ده چی پوره معلومات په دی هکله راکړی

حکمت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې باندې د مذاهبو د فقهاؤ اتفاق دی کچېرې په روژه کې ښځې ته حيض راشي روژه يې باطله ده که څه هم ماشام ته يو لحظه پاتې وي او ددې ورځې قضايي به ادا کوي .

د فقهاؤ دليل دا حديث شريف دی : (أَلَيْسَ إحْدَاكُنَّ إذَا حَاضَتْ لَمْ تُصَلِّ وَلَمْ تَصُمْ , فَذَلِكَ مِنْ نُقْصَانِ دِينِهَا ) . رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ .

دحيض په موده کې سره ،زيړه ،شنه او خاورينه هر رنګ وينه چې راغله دا ټول قسمونه دحيض وينه بلل کيږي . (شرح التنوير ۱/۲۹۷ ، فتاوي الهنديه ۱/۲۳)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً