څرنګه چې په اوسني اشغال کې منکراتو ته جواز ورکړ شوی دی او په علني ټوګه تر سره کيږي ، همداسې سود ته هم جواز ورکړل شوی ځکه چې سودي بانکونه او مؤسستاتو ته د کار او فعاليت جواز ورکړ شوی دی او په علني ټوګه خپل فعاليت کوي.
دا چې نن په خلاص مټ دومره لويه ګناه تر سره کوئ امتحان دی او تاسې پخپل دين او ايمان امتحانيږئ .
دغه کسانو ته وايو چې له الله تعالی څخه ووېرېږئ ګورئ د الله نيول ډير سخت دي ،الله تعالی ته تقوا اختيار کړئ، حق ته غاړه کيږدئ د شيطان له پيروی څخه لاس واخلئ او د دغه هلاکوونکې ګناه څخه توبه ګار شئ .
سود خوړل اصلاً کټه نه ده بلکي د خپلې پانګې تباهي ده .
لقوله سبحانه وتعالی :{يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ }[ البقرة :276 ] .
ژباړه : الله سود له مينځه وړي او خيراتونه زياتوي او الله نا شکره ګنکار نه خوښوي .
تاسې وليدل چې کابل بانک او عزيزي معلون بانکونه څنګه له سختې ماتي سره مخ شول خو وروسته د اشغال په امر موجود حکومت د بيت المال له پانګې څخه بيرته پر پښو ودرول .
د سود خورو سزا :
سود خوړل ډيره لويه ګناه ده الله (جل جلا له ) د سود خورو پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی .
فإن الله تعالى يقول: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ * فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ [البقرة:278-279]
ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله (جل جلا له) نه وويريږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله تعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا جګړې ته چمتو شئ .
په حديث شريف کې راغلي دي چې : سره د پوهې د سود د يو درهم خوړل د ۳۶ زناؤ څخه لويه ګناه ده .
(دِرْهَمٌ رِبًا يَأْكُلُهُ الرَّجُلُ وَهُوَ يَعْلَمُ أَشَدُّ مِنْ سِتَّةٍ وَثَلَاثِينَ زَنْيَةً) رواه أحمد (21450) و السلسلة الصحيحة (1033) وقال المنذري والهيثمي : رجاله رجال الصحيح
همدارنګه په بل حديث شريف کې راغلي دي : چې سود خوړل اويا درجې لري ادنا درجه يې داسې ده لکه د خپلې مور سره زنا کول
وقال أيضاً : (الرِّبَا سَبْعُونَ حُوبًا أَيْسَرُهَا أَنْ يَنْكِحَ الرَّجُلُ أُمَّهُ) رواه ابن ماجه (2274) وصححه الألباني في صحيح ابن ماجه ، وقال المنذري : إسناده صحيح أو حسن أو ما قاربهما
.
او حال داچې زنا د قتل نه وروسته لويه ګناه ده
قوله سبحانه وتعالی : لقوله سبحانه وتعالی : وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ( الفرقان 68-69)
ژباړه : او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود