السلام علیکم د اسلامي لارښود چلوونکو زماسوال دہ زکات پہ بارہ کی . دوکان سرمایہ تقریبا 2200000 قرض تقربا 600000 دوہم زه یومکان هم لرم کرایہ تقریبًا 5000راځي ستادجواب پہ هیله
علي مراد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د زکات د ورکړي اندازه 2.5% او يا څلويښتمه برخه ده د دوکان د سرمايي زکات د مساوي کيږي په :
55000=40÷2200000
پنځه پنځوس زره د زکات اندازه شوه چې دا به د زکات په مستحقينو وويشې .
د دوکان کرايه به هم له اصلي سرمايي سره جمع کړي او زکات به يې ادا کړي .
قرض دې چې کله را وخيږي او تاته تسليم شي که يې يو کال وتلی وي د يو کال زکات به 15000 او که دوه کاله ورباندې وتلي وي 30000 زکات ادا کړې .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
(Visited 21 times, 1 visits today)