که څوک قصداً يوه يا څو روژې وخوري

سلام عليکم ورحمت الله و برکاتو! زما يوه پوښتنه ده هغه دا چی که چا قصدا روژه خوړلي يوه يا ډيری آيا د حج په کولو سره دا روژی معاف کيږي يعنی هغه وخت کی يی دا فکر نه کاو چي ويی خوره بيا به حج وکي دځوانې په دوران کي. د مفصل ځواب په هيله مننه

رحمت الله منګل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اخلاص سره به توبه وباسې ، د خوړل شويو روژو قضايي به راوړې او هر څومره روژې مو چې خوړلي دي د هغه کفاره به ادا کړئ .

کفاره په روژه کې په قصداً څه خوړلو ، څښلو او جنسي فعل يا جماع واجبيږي .

د يوې ورځې  روژې  قصداً خوړلو سره قضا او کفاره لازميږي چې کفاره يې د يوې ورځې په بدل کې به 60  ورځې پرلپسې روژه نيسي که دا يې په وس پوره نه وي 60 مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه خوراک ورکوي هغه که د کور له لارې يا د بازار او يا به هر مسکين او غريب ته نيم صاع غنم چې 1.65 ګرامه کيږي يا د هغه قيمت ورکوي .

فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹ ) .

د روژې کفاره د حج په ادا کولو سره نه ادا کيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً