د حيض په حالت کې اذکار ويل او د قرآن اورېدل جايز دي ؟

یو پوښتنه لرم که یی راته جواب کړئ دحیض په حالت کی څوک کولای شی چی ذکر وکړي یا تلاوت واوری او په یاده کولی شی تلاوت وکړي هیله ده چی جواب یی په تفصیل سره راکړی

بی بی تمنا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د حائضي او جنوب د پاره د قرآنکريم آوريدل د کمپيوټر ، راديو ، اشخاصو و غيره له لارې جايز دي .

يجوز للحائض والجنب أن يسمعا القرآن من الأشخاص والراديو والمسجل والتلفاز وغير ذلك؛ لأن المحرَّم في حالة الحيض والجنابة هو قراءة القرآن وليس سماعه، فقد كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يقرأ القرآن وتسمعه عائشة رضي الله عنها وهي حائض -كما ورد في صحيحي البخاري وابن حبان-.
 (فتاوى الطهارة/ فتوى رقم/34)

دوهم :د جمهورو فقهاؤ په نزد جائضې او جنب ته جايز نه دي چې د قرآن تلاوت وکړي په دليل د دغه حديث شريف :

لا تقرأ الحائض ولا الجنب شيئا من القرآن) رواه أبو داود والترمذي .

همدارنګه د حايضي ښځې لپاره په قرآنکريم باندي بغير له پردې يا غلاف څخه لاس ايښودل ،د قرآنکريم تلاوت کول ، جومات ته تلل او د حیض په موده کې د کعبې د طواف کول جايز نه دي (شرح البدايه ۱/ ۶۸ ) .

د غلاف په اړه شرح البدايه ليکي : لا يمس المصحف الا بغلافه و غلافه ما يکون متجا فيا هنه دون ما هو متصل به کالجلد المشرز (شرح البدايه ) .

يعنې : بغير له غلاف يا پردې څخه د قرآن مسحه کول جايز نه دي ، غلاف داسې چې د قرآنکريم د اصلي جلد يا وقايې نه جلا وي او په هغه کې ايښودل شوی وي .

دريم :پروا نه لري چې ښځه په مياشتني عادت کې اذکار او شرعي درودونه لکه تهليل ، تکبير تسبيح او ادعيه ولولي او همدارنګه کولاي شي د سهار ، ماسختن ، ويده کېدلو او له خوبه د پاڅېدلو په وخت کې شرعي او مشروع اذکار او درودونه ولولي او دا هم څه پروا نه لري چې د حيض په موده کې اسلامې کتابونه مطالعه کړي .

(و لا بس لحائض و الجنب بقراءة و ادعيه ..و ذکر الله تعالی و تسبح (تنوير الابصار مع الدرمختار ۱/۲۹۳ ) .

و فی البحر رخص المس باليد الکتب الشرعیة (البحر الرائق ۱/ ۲۱۲ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً