في سبيل الله شهيد چا ته ويل کيږي

د اسلامي لارښود علماء کرامو ته ! اسلام عليکم

پوښتنه مې دا ده چې اوس عصر کې خو هر چا ته شهيد ويل کيږي حقيقي شهيد يا د الله د لارې شهيد کوم کس ته ويل کيږي د اسلامي شريعت په رڼا کې ځواب راکړئ .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

في سبيل الله شهيد هغه ته وايي چې د الله په لاره کې په دې نيت باندې قتل شي چې د الله دين لوړ شي اسلامي شريعت حاکم شي .

او څوک چې د غنيمت په نيت ، د ژبې ، قوم ، قدرت تر لاسه کولو ، وطن او شهرت په نيت قتل شي شهيد نه بلل کيږي .

فقد روى البخاري ( 3126) ومسلم (1904) عن أَبُي مُوسَى الأَشْعَرِيُّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ أَعْرَابِيٌّ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّجُلُ يُقَاتِلُ لِلْمَغْنَمِ وَالرَّجُلُ يُقَاتِلُ لِيُذْكَرَ وَيُقَاتِلُ لِيُرَى مَكَانُهُ مَنْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ؟ فَقَالَ : “مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ“.

په حديث شريف راغلي دي :( مَنْ قُتِلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ يَدْعُو عَصَبِيَّةً أَوْ يَنْصُرُ عَصَبِيَّةً فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ ) .
(المسلم ۱۸۵۰ ) .

يعنې : څوک چې د تعصب غوښتنې تر بېرغ لاندې يا د تعصب ( قوم ، ژبې سمت او ډلې ) د مدد د پاره مړ شي مرګ يې د جاهليت دی .

او د في سبيل شهيد د پاره لوی عزت او منزلت دی

په حديث شريف کې راغلی دي چې شهيد لره شپږ خصلتونه شته کوم جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم داسې بيان فرمايلي دي :

 للشهيد عند الله ست خصال: يغفر له في أول دفعة ويرى مقعده من الجنة ويجار من عذاب القبر ويأمن من الفزع الأكبر ويوضع على رأسه تاج الوقار ـ الياقوتة منها خير من الدنيا وما فيها ـ ويزوج من الحور العين ويشفع في سبعين من أقاربه (رواه الترمذی و سلسلة صحيحية ) .

ژباړه : شهيد ته د الله پاک په وړاندې شپږ شيان ورکول کيږي . اول داچې د اولې قطرې وينې سره ورته مغفرت کيږي ، خپل ځای په جنت کې ګورې ، دوهم داچې د قبر د غذاب څخه به محفوظ وي ، دريم دا چې د قيامت د سختۍ او هيبت څخه به په امن وي ، څلورم دا چې د وقار تاج به ور په سر شي (د ايمان لباس به ورواغستل شي ) ، پنځم داچې د غټ سترګو حورو سره به د هغه نکاح کيږي ، شپږم داچې اويا (۷۰ ) کسان خپلوان به دده په سپارښتنه باندې عفوه کيږي.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً