د تسبيح د لمانځه په باره کې تفصيل راکړئ

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته

پوښتنه داده چې د صلوت التسبیح په باره کی ښه تفصیل وکرئ

خيال محمد بختيار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ددې لمونځ کول لوی فضيلت لري ددې لمونځ په کولو سره د انسان ورسته اومخکی ټول ګناهونه الله تعالی ور معاف کوي دا لمونځ محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ښودلی وو او ورته فرمايلی ئی وه چه که ئی کولای شې نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وي هره جمعه ئی کوه او که ئی هره جمعه نه شې کولای نو په کال کې ئی يو وار کوه که په کال کې ئی يو وار هم نشې کولای نوپه ټول عمر کې ئی يو وارې ضروراو خامخا کوه .

ددې لمانځه څلور رکعتونه دي د نور لمونځونو پشان دی يواځې تسبحات پکې زيات شوي چه په همدې وجه د تسبيح لمونځ بلل کيږي د کولو طريقه يې په لاندې ډول ده .

دغه تسبحات به په لاندی ترتيب سره ويل کيږي :

سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ

چه نيت وتړي تر ثنآء يعنی سبحنک اللهمُّ ورسته دا تسبحات پنځلس ۱۵ واره وائی بيا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سورة وروسته لس ۱۰ واره بيا په رکوع کې تر سبحان ربی العظيم وروسته لس ۱۰ واره بيا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بيا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی ويلو وروسته لس ۱۰ واره بيا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کيناستل ) لس ۱۰ ځله بيا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وا ئې چه دا تسبح به په يوه رکعت کې پنځه اويا ۷۵ ځله کيږي ددی څخه ورسته به دوهم رکعت ته پورته شي  د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمې ووا ئې ،همدارنګه په پاتې رکعتونو کې په همدې ډول لوستل کيږي چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کيږي .

دغه لمونځ بغير له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پريوتل او  غرمه ) څخه بغير نور پر هر وخت کې کيږي.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً