د سرو زرو زکات د افغانيو له مخکې

محترمه که چیری داراته واضح کړی چی سره زرو۸۵ ګرامه ته ورسیږی یاهم اضافه شی نوپريوه(۱)ګرام باندی څوافغانی دی
ستاسود ځواب په تمه
په درنښت

حکمت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مثلاً که 85 ګرامه وي د زکات اندازه څلويښتمه برخه ده نو د زکات اندازه مساوي شي په :

85÷40=2.125 gr

د زکات اندازه 2.125 ګرامه کيږي

اوس بيل ته وګورئ چې سر زر مو کوم عيار دي او د کوم هيواد دي .

مثلاً که عربي وي نو د عربي د يو ګرام مستعملو سرو زرو نرخ واخلی .

مثلاً که د عربي سرو زرو د يو ګرام نرخ 2400 افغانۍ فرض ګړو او د مستعملو سرو زرو نرخ 2000 افغانۍ فرضو کړو نو د زکات اندازه به مساوي شي په :

2.125×2000=4250  نو 4250 افغانۍ به د زکات اندازه شي .

يادونه : د کورني زېورات نرخ د مستعملو سرو زرو له نرخ څخه ټاکل کيږي .

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً