لواطت

 اسلام علیکم محترمه وروه که د لواطت دگناه په ارتباط د همدغی گناه د سزا او دهمدغی گناه بد اثرات چی پر مرتکیب یی شیندی راته په تفصیلي شکل بیان کړی مهربانی به مو وی وسلام

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لواطت چې په غربي ډيموکراسۍ کې ورته همجنس بازي وايي د حيوانيت څخه پست او د فطرت خلاف عمل او سخته عظيمه ګناه ده چې جناب رسول صلی الله عليه وسلم د خپل امت په باره کې د دغه ګناه په وجه وېرېدلی دی يعنې څلوارلس سوه کاله پخوا يې دا انديشنه کړي ده چې زما امت به په دغه پست او د فطرت خلاف عمل اخته کيږي لکه چې فرمايي :(إن أخوف ما أخاف على أمتي من عمل قوم لوط) (ابن ماجه او ترمذي ) .

يعنې : زه چې د خپل امت په باره کې له هغه څخه زيات ويرېږم لواطت دی .

دا فاحش عمل عظيم فساد دی چې د لوط عليه السلام قوم ورباندې مبتلاء ؤ چې ددې فاحش عمل په وجه په سخت عذاب سره تباه شول .

چې قرآنکريم يې داسې بيان کوي : قَالُواْ يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُواْ إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ ، فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ (هود ۸۰-۸۲ ) .

ژباړه :[[ (استازو ) وويل : ای لوطه بې شکه چې مونږ ستا د رب استازي يو . دوی هيڅکله پر تا نه برلاسي کيږي . نو د شپې په يوې برخه کې خپله کورنۍ (له دې ښاره ) اوباسه او ستاسې يو کس دې هم شا ته نه ګورئ ، پرته ستا له ښځې څخه چې دې ته هم هماغه عذاب رسيدونکی دی چې دوی ته رسيږي . بې شکه چې د دوی د تباهۍ لپاره سهار وخت ټاکل شوی دی . آيا سبا يې نژدې نه دی ؟

نو کله چې زمونږ فرمان راغی ، د هغوی (کورونه ) مو پر بل مخ نسکور کړل او پر دوی مو د پخو خټو د تيږو باران واوراوه ]].

رسول الله صلی الله عليکم وسلم فرمايي :مَنْ وَجَدْتُمُوهُ يَعْمَلُ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ فَاقْتُلُوا الْفَاعِلَ وَالْمَفْعُولَ بِهِ (وأبو داود – 4462) (ابن ماجه -2561 ) .

ژباړه : که مو څوک پيدا کړل په عمل د قوم لوط ( لواطت ) نو فاعل او مفعول دواړه قتل کړئ .

همدارنګه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لَعَنَ اللَّهُ مَنْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ ، لَعَنَ اللَّهُ مَنْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ ، ثَلاثًا ) احمد 2915) .

ژباړه : د الله لعنت دې وي پر هغه چا چې د قوم لوط عمل (لواطت ) کوي ، د الله لعنت دې وي پر هغه چا چې د قوم لوط عمل (لواطت ) کوي ، دری ځله يې دا کليمات تکرار کړل .

همدارنګه څوک چې د خپلې ښځې سره لواطت کوي معلون ( د الله د رحمت نه لري ) دی .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :

« مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا»احمد(2/479،444)، ابوداود (2162)

« څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی »

او په يو بل روايت کې راغلي :« لا ينظرُ الله إلى رجلٍ جامَعَ امرأتَهُ في دُبُرها»احمد (2/344،272) او ابن ماجه (1923)

 « الله تعالی به هغه کس ته د رحمت نظر ونه کړي چې له ښځې سره يې د شا په طرف کې کورواله وکړي »

د لواطت د دنيا او آخرت سزا :

په دنيا کې د لواطت کار سزا :

۱- د الله د رحمت څخه رټل

۲- د طاعون ( چې معاصر فقهاء يې اډز بولي ) مرض باندې مبتلاء کيدل ، او په داسې مرضونو مبتلاء کيدل چې په پخوا وخت کې نه وي تير شوي .

۳- په هغه باندې د مرګ سلطه ( د لوطي او زنا کار عمر کم وي ) .

۴- د لواطت کار سزا رجم دی مګر د امام ابوحنيفه په نزد تعزير دی (۱) .

څوک چې د ښځو سره لواطت کوي د هغه سزا :

۱- لوی فساد او فجور او هغه چا څخه الله تعالی حياء کوي څوک چې د ښځې سره لواطت کوي .

۲- لعنت د الله تعالی د رحمت څخه لرېوالی .

د آخرت سزا :

۱- د قيامت په ورځ به الله تعالی هغه ته د رحمت په نظر نه ګورئ ( د الله تعالی د رحمت څخه به لرې وي ) .

توبه:

که خدای مکړه له چا څخه دغه پست عمل شوي وي هغه کلکه توبه وباسي

د توبی د قبوليت دری شرطونه دی چې دې ته وایې نصوح توبه :

۱-  د کومې ګناه نه چې توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي اوبيا دې هغه عمل جايري نه ساتي .

۲-  په ګناه پښيمانه کيدل او شرمنده ګي ښکاره کول .

۳-  دريم داچه د آينده لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چې بيا به دا ګناه نه کوم  .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

————————————————————————————————-

(۱) : د زنا او لواطت د سزا په اړه د صحابه کرامو او فقهاء تر مينځ اختلاف دی ، د ابوبکر صديق ، علی بن ابی طالب ، خالد بن وليد ، عبدالله بن زبير او عبدالله بن عباس او امام احمد او امام شافعی قول دا دی چې د لواطت سزا د زنا څخه سخت دی لواطت کار به په هر حال کې وژل کيږي که واده واله وي او که بې واده وي .

د عطا بن ابی رباح ، حسن بصری ، سعيد بن مسيب ، قتاده ، اوزاعی ، امام ابوحنيفه او حاکم قول دا دی چې د لواطت سزا د زنا سره فرق لري چې تعزير دی .

او ابن عباس رضی الله عنه قول دا دی چې لواطت کار په ډبرو ويشتل کيږي .

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً