د زکات مستحق

تر هر څه مخکی سلامونه وړاندی کوم او الله مو لا نور هم هڅی تاندی لره.
زما پوښتنه داسی ده چی مونږ شپږ وروڼه یو، زه یی مشر یم تر اوسه مو داسی ویش ندی شوی چی په دقیقه توګه سره هرڅه وویشو اما ضمنی ویش مو داسی شوی دی چی ځنی یی جلا اوسیږی او خپله کار هم د ځان لپاره کوی. زه هم کار لرم او تر ټولو ډیر عاید لرم او اوس د زکات نصاب  هم پوره شوی دی نو لاندی دوی پوښتنی لرم هیله ده راته جواب راکړی مهربانی به مو وی:
اول: آیا د زکات پیسی می کوم یو ورور ته چی اوس جلا اوسیږی ورکولای شم کنه؟ ژوند یعنی کور یی جلا دی او کار و بار هم ځانته کوی اما پوره ویش مو لا ندی شوی.
دوهم: مخکی می وویل چی تر ټولو وروڼو زه ډیر عاید لرم اوس مو ژوند تقریبا جلا جلا دی خو ویش مو ندی شوی داسی چی مور او پلار می الحمدلله ژوندی دی هغوی د ژوند کولو طریقه داسی جوړه کړی ده چی ځنی ځانته خپل کور لری او اوسیږی او ځنی نور بیا یوځای له مور او پلار سره په کور کی د ورځنیو بوختیاوو د ښه تنظیم په وجه داسی تصمیم نیول شوی دی خو ویش او تقسیم مو د وروڼو تر منځ ندی شوی هغه وروڼه چی ځانته اوسیږی  عاید یی خپل دی او خپل ځانته کار کوی زه هم عاید لرم آیا په دغه عاید کی (پیسو) کی  چی زه یی پیدا کوم د ټولو وروڼو حق شته په مساوی توګه کنه؟ هیله ده پورته پوښتنو ځوابونه راکړی
ه مهربانی سره .
والسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

حليم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که ورور دې فقير او د زکات مستحق وي زکات ورکول ورته جايز دي .

تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/8287

د تاسې عايد خپل ملکيت ځکه کسب او کار مو جلا دی

تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/8187

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً