د مؤمنانو دپاره په جنت حورې وي د مؤمنو ښځو د پاره څه شی وي ؟

ددعوت محترمو كاركوونكو ته سلامونه او احترامات وړاندي كوم
وروسته ستاسو دويب پاڼي له ښاغلو څخه ديوې پوښتني ځواب غواړم چي په لاندي ډول ده.
لكه څنګه چي په جنت كي ټولو نيكو مؤمينانو جنتياون ته حوري په نکاح كيږي نو د هغه ښځو لپاره چي په خپل ژوند كي يي ميړونه نه دي كړي او ياهم پيغلي مړي شويدي او بيا جنت ته ولاړي شي نو د هغوي لپاره څه شي شته چي ددوي نيكاح ورسره وشي؟ 
په درنښت
(سيد فيض الله (قريشي)
 
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
مسلمانان په مجموع کې ټول نر اوښځې شامل دي فرق په تقوا کې دی .
د کومو نعمتونو چې له سړيو سره وعده شوي ده د هغې له ښځو سره هم ده .
قوله تعالی : وَعَدَ اللّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا (التوبه ۷۲)
له دغو مؤمنانو نارينه او مؤمنانو ښځو سره الله وعده ده چې دوی  ته به داسې جنتونه ورکړي چې تر هغو لاندې ويالی بهيږي  او دوی به پکې تل اوسيږی .
الله جل جلاله بل ځای فرمايي :
ِانَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا (35 الاحزاب ) .
يقيناً مسلمانان نارينه او مسلمانانې ښځې ،مؤمنان نارينه او مؤمنانې ښځې ، اطاعت کوونکي نارينه او اطاعت کونکی ښځې ،رښتني نارينه او رښتنې ښځې ، صبر کوونکي نارينه او صبر کوونکې ښځې ، تواضع کونکي نارينه او تواضع کونکې ښځې ، خيرات ورکونکي نارينه او خيرات ورکونکې ښځې ، روژه نيونکي نارينه او روژه نيونکې ښځې ،پاک لمنه نارينه او پاک لمنې ښځې ، او هغه نارينه چه د الله تعالی ذکر زيات کوي او هغه ښځې چې د الله تعالی ذکر زيات کوي  تيار کړی دی الله تعالی دوی (ټولو ته ) معفرت او لوی اجر (جنت ) .
په جنت کې به ټول جوړی جوړی وي (نر او ښځه ) .
الله جل جلاله فرمايي : وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ وَهُمْ فِيهَا خَالِدُونَ 25 البقره
له ازواج نه مراد جوړې دي يعنی نر اوښځه په جنت کې به نراوښځې جوړې وي پاکې پاکې
له مطهرة نه مراد جسمې او معنوي پاکې ده جسمی لکه بول،منی اوحيض او معنوي لکه بد اخلاقی ددی نه پاک وي .
لکه تفسيرالطبري چه ليکي : والأزواج جمع زَوْج, وهي امرأة الرجل. يقال: فلانة زَوْجُ فلان وزوجته.
وأما قوله: ” مطهَّرة ” فإن تأويله أنهن طُهِّرن من كل أذًى وقَذًى وريبةٍ, مما يكون في نساء أهل الدنيا، من الحيض والنفاس والغائط والبول والمخاط والبُصاق والمنيّ, وما أشبه ذلك من الأذى والأدناس والريب والمكاره.
ولی په قرآن کې چې واضح دسړيو لپاره حورې ذکر شوی دي
قوله تعالی : حُورٌ مَّقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ  (الرحمن ۷۲)
كَذَلِكَ وَزَوَّجْنَاهُم بِحُورٍ عِينٍ ( ادخان ۵۴)
اصلاً ددې بيان په حکمت الله تعالی ښه عالم دی مونږ  په غيبو ايمان لرو چې په ډیر څه نه پوهيږو .
مګر ځنو علماؤ ددې حکمت داسې بيان کړی دی :
حکمت دادی چې د قرآن هرخبره د انسان له فطرت سره لګي او هره خبره یې له نزاکت او لوړ ادب نه ډکه ده .
ښځه فطرتاً حياناکه ده د ميړه وريادول ورته ښه نه ښکاري اوشرميږي .
لکه په دنيا کې چې رواج دی سړی د ښځې خواستګارۍ ته ورځې ولې سړي د ښځو په يادولو تشويق کيږي خو شځې د ميړه په ور يادولو شرميږي .
نور په جنت کې چې کوم نعمتونه دي د نر اوښځې لپاره مساوي دی  لکه  په پورته آيت شريف کې خبره په عمل کې ده چې د چا به ډيرښه وي او دچا به لږ  ښه  وي .
نور په جنت کې هغه څه موجود دي چې څه ته د انسان زړه وشي  اوغواړي يې :
قوله تعالی : “وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُون” (فصلت/31)
او ستاسې لپاره هلته هغه څه شته چې ستاسې نفسونو يې غواړي او تاسې لپاره هغه څه شته چې تاسې يې درخواست وکوئ  .
کوم ښځه چې مخکې له واده وفات شوی وي الله تعالی به د دنيا نه هغې ته يو خاوند تعينوي چې ددې په خوښه وي ځکه د جنت له نعمتونو يو نعمت د ښځې او نارينه يوځايوالی دی او دغه نعمت په يوازې يو طرف نه تر سره کيږي (فتاوی جامع اهل سنت والجماعت نمر 195 ) .

څيړنه : آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. دامطلب دحقیقت لارمجلی لپاره غوره شو مننه دمجلی چلونکی شهاب الدین تره خیل

  2. طفل إيطالي مسلم يقرأ القرآن
    المفکرة الاسلام : مسلمان ايټالوي ماشوم د قرآن تلاوت
    http://www.islammemo.cc/vedio-images/vedio/2010/10/09/108533.html

  3. ډیره په زړه پوری موضوع ته مو اشاره کړی الله ج مو کامياب لره او الله ج دی موږ ټول مومنان مسلمانان نر او ښځه د کامل ايمان خاوندان او په تقوا سمبال کړي تر څو د جنت د ننوتلو باعث شو.
    په مينه