۱- د لمانځه د پاره اماده کېدل :

د آذان ځواب ورکول ( د مؤذن سره د آذان تکرارول ) ، د آذان دعا لوستل ، په ښه شان سره اودس کول د اوداسه مخکې او وروسته اذکار ويل ، د مسواک وهل ، د پاکو جامو اغوستل ، جومات ته په آرام او وقار سره تلل ، جومات ته څه وختي تلل او د تحية المسجد نفل کول ، د صفونو برابرول دا ټول د لمانځه شروع بلل کيږي چې په لمانځه خشوع راولي .

۲- په لمانځه کې طمانينه ( هر رکن په پوره آرامۍ او سکون سره ادا کول ) .

( كان النبي صلى الله عليه وسلم يطمئن حتى يرجع كل عظم إلى موضعه ) سلسلة صحيحة

ژباړه : جناب رسول صلی الله عليه وسلم به لمونځ داسې په سکون سره ادا کولو چې هر هډوکی به خپل ځای ته رسيدلو .

رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ يو سړی وليد چې په نا سم ډول او بدون له طمأنينه لمونځ کوي (په لمانځه کې حرکت کول او په بيړه د ارکانو ادا کول ) امر يې ورته وکړ چې لمونځ دې له سره ادا کړه «إرْجِعْ فَصَلِّ فَإنّكَ لَمْ تُصَلِّ» يعنی لمونځ له سره وګرځوه ځکه چې تا لمونځ ونه کړ هغې کس دری ځله لمونځ له سره وګرځولو او وروسته يې وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم قسم په هغه ذات چې ته يې په حق را استولی يې تر دې غوره نشم ادا کولی نو ماته لمونځ راوښې رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغه ته وفرمايل «إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاةِ فَأسْبِغ الْوُضُوءَ، ثُمّ اسْتَقْبِلِ الْقِبْلَةَ فَكَبِّرْ، ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنَ الْقُرْآنِ، ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا، ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا، ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا، ثُمَّ افْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلاتِكَ كُلِّهَا».[1]

(کله چې د لمانځه د پاره اراده کوئ کامل اودس وکړه ، وروسته دې مخ پر قبله کړه او تکبير ووايه ،وروسه د قرآن څخه هغه ووايه چې درته آسانه وي ،وروسته رکوع ته لاړ شه تر هغه چې بدن دې آرام او بې حرکته شي ، بيا له رکوع پورته شه په سم او آرام ډول دريدلو سره ، بيا سجده ادا کړه داسې چې بدن دې آرام او بې خځښته شي بيا دې سر له سجدې پورته کړه تر څو د کيناستلو په حال کې آرام او بې حرکته شي وروسته همدا عمل په ټول لمانځه کې کوه ).

د رسول الله صَلَّى اللَّهِ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ د دغه ارشاد مبارک نه د ارکانو په آرامې او اطمنان سره ادا کول مراد دي ځنې خلک د لمانځه ارکان قيام ، رکوع ،قومه ،سجده ،جلسه او نور په ډير تيزی سره کوي چې په داسې ډول ډير څه پاتيږي

۳- په لمانځه کې د مرګ يادول ،ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی چې په لمانځه کې مرګ يادوه ځکه څوک چې په لمانځه کې مرګ ياد کړي هغه په ښه شان سره لمونځ ادا کوي ،او يو سړی داسې لمونځ کوي چې کله لمونځ وکړي نو دا ګمان نه کوي چې ما لمونځ وکړ، لکه چې فرمايي : اذكر الموت في صلاتك ، فإن الرجل إذا ذكر الموت في صلاته لحريّ أن يحسن صلاته ، وصلّ صلاة رجل لا يظن أنه يصلي غيرها ) السلسلة الصحيحة
۴- په قرائت او نورو اذکار کې فکر او تدبر کول .او د هغه په معنی او مقاصدو کې فکر کول ، ځکه د قرآن مقصد تدبر دی ، لقوله سبحانه وتعالی : أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ (النساء 82 )  (ايا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوئ).

۵- د قرآئت آیت آيت لوستل .
(كان الرسول الله صلى الله عليه وسلم يقطع قراءته آية آية ) رواه أبو داود وسلسلة صحيحة)

ژباړه : جناب رسول صلی الله عليه وسلم به قرائت قطع ، آيت آيت لوستلو .
۶- قرائت په ترتيل او ښه صوت سره لوستل .

لقوله سبحانه وتعالی : ( ورتل القرآن ترتيلاً ).

د ترتيل په باره کې شاعبدالغزيز(رحمه الله) په خپل تفسير کې ليکی دي چه ترتيل په لغت کې صفا او واضح لوستلو ته وايې او په شريعت کې د څو څيزونو لحاظ ساتلو سره تلاوت کولو ته وايې چه هغه څيزونه په لاندې ډول دي :

الف – د حروفو صحيح ادا کول يعنی د خپل مخرج څخه چه د ضا پر ځای دال يا ظا تلفظ نشي .

ب – د وقف پر ځای په ښه شان سره دريدل چه وصل او قطع يعنی يو ځای کول او جلا کول د کلام بې ځايه نشي .

ت – حرکتونه سره کډوډ نشي زور،زير او پيښ په ښه شان ښکاره ادا شي .

ث  – آواز لږ اوچتول چې د قرآن الفاظ له ژبې اوزي او عوږونه يې واوري .

ج – قرآن په ښه آواز دردونکې غږ تلاوت کول چې په زړه اثر وکړي دردناک آواز په زړه ژر اثر کوي .

ح – شد او مد ښه ښکاره کول چې ددی په ښکاره کولو سره د قرآن لوی شان ښکاره کيږي او له اثر سره مدد کوي .

خ – د رحمت او عذاب د آيتونو حق ادا کول .
۷- په دې باندې پوهېدل چې الله تعالی په لمانځه کې مونږ ته ځواب راکوي :

لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی په قدسي حديث کې فرمايي : لمونځ مې زما او بنده تر مينځ تقسيم کړی دی او زما د بنده د پاره دي څه چې وغواړي ، هر کله چې ووايي : الحمدلله رب العالمين ، الله تعالی وايي : بنده مې زه وستايلم او هر کله چې ووايي : الرحمن الرحيم ، الله تعالی فرمايي : بنده مې زما ثنا ولوسته ، او هر کله چې ووايي : مالک يوم الدين ، الله تعالی وايي : بنده مې تمجيد بيان کړ او هر کله چې ووايي : ایاک نعبد و ایاک نستعین الله پاک وايي : دا زما او زما د بنده تر مينځ دي او زما د بنده د پاره هغه څه دي چې و يې غواړي او هر کله چې ووايي : اهدنا الصراط المستقیم ، صراط الذین انعمت علیهم غیر المغضوب علیهم و الضالین ، الله تعالی وايي : دا زما د بنده د پاره دي د څه يې چې طلب وکړ .

۸- لمونځ سترې ته کول :

کچيرې داسې ځای وي چې هلته د لمانځه د مخې څخه د خلکو د تېرېدو وېره وي نو لمونځ کونکی بايد مخې ته يو لرګي او نور څه چې اوږوالی يې يو ګز يا تر هغه زيات وي کيږدي .

جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :اذا صلی احدکم فليصل الی سترة (ابوداود) .

يعنی کله چې له تاسې څوک لمونځ کوي نو د ستره مخې ته یې دې کوي .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه سلم فرمايي : کله چې يو د تاسې سترې ته مخامخ لمونځ کوئ سترې ته نږدې شئ تر څو شيطان مو لمونځ قطع نه کړي . ( ابوداؤد ) .

۹- د سجدې ځای ته کتل .

عن عائشة رضي الله عنها قالت : (دخل رسول الله صلى الله عليه وسلم الكعبة ما خلف بصره موضع سجوده حتى خرج منها)  يعنې :کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم کعبې ته داخل شو نظر يې يوازې د سجدې ځای ته ؤ تر هغه چې له لمونځ څخه خارج شو  (رواه ابن حبان- 4 / 332 ) و (الحاكم – 1 / 652)
۱۰- ښی لاس پر چپ لاس باندې ايښودل :

ښی لاس پر چپ لاس باندې ايښودل او تر نامه لاندې نيول چې په دې کې خشوع ده (فتح الباری )

۱۱- په قعده کې د شهادت د ګوتې پورته کول :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( لهي أشد على الشيطان من الحديد ) رواه أحمد.

يعنې : د شهادت د ګوتې پورته کول شيطان ته په اوسپنه ( باندې ګزار څخه ) هم سخت دي .
۱۲- د شيطان څخه پنا غوښتل :
أن عثمان بن أبي العاص أتى النبي صلى الله عليه وسلم فقال: يا رسول الله. إن الشيطان قد حال بيني وبين صلاتي وقراءتي. يلبسها علي. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم “ذاك شيطان يقال له خنزب. فإذا أحسسته فتعوذ بالله منه. واتفل على يسارك ثلاثا” فقال: ففعلت ذلك فأذهبه الله عني

ژباړه : عثمان بن ابی العاص عرض وکړ :ای رسول الله ! شيطان زما او زما د لمانځه او قرائت تر مينځ فاصله اچوي او هواس مې ګډوډوي ، ويې فرمايل : دا شيطان دی چې هغه ته خُنْزُب وايي ، پس کله مو چې د هغه احساس وکړ الله ته پناه يوسه ( ووايه : اعوذ بالله من الشیطان الرجیم) او چپ طرف ته دری ځله توف کړه ( مګر بغير له لاړو څخه ) ، (عثمان بن ابی العاص) وايي : داسې مې وکړل مشکل مې حل شو .

۱۳- په لمانځه کې د خشوع اهميت او فضيلت پېږندل :

عن عثمان رضی الله عنه قال سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یَقُولُ مَامِنِ امْرَئٍ مُسْلِمٍ تَحْضُرُهُ صَلَوةٌ مَکْتُوبةٌ فَیُحْسِنُ وُضُوءَ هَا وَخُشُوعَهَا ورُکُوعَهَا اِلاَ کَانَتْ کَفَّارَةً لِمَاقَبْلِهَا مِنَ الذُّنُوبِ مَالَمْ یُؤْتِ کَبِیرَةً وَذلِکَ الدَّهْرُ کُلَّهُ » — ( رواه مسلم ) .

ژباړه :  له عثمان رضی الله عنه نه روايت چې له رسول صلی الله عليه وسلم مې واورېدل چې فرمايل يې : کوم مسلمان چې د لمانځه د وخت په راتلو سره په ښه طریقه سره اودس وکړی بیا په ښه خشوع سره لمونځ وکړی چې په هغه (لمانځه) کې رکوع هم ښه ادا کړی نو ترڅو چې یی ګناه کبیره نه وی کړی دا لمونځ د ده لپاره د پخوانیو ګناهونو کفاره ګرځی او د لمانځه دا فضیلت به ده ته همیشه حاصلیږی .

۱۴- زمونږ د امت د پخوانيو نيکو خلکو (السلف الصالح ) د ژوند حال :

مثلاً علی بن ابی طالب رضی الله عنه کله به چې د لمانځه وخت راغی بدن به يې په لړزه شو او رنګ مبارک به يې تغير شو ، هغه ته به چې وويل شول پر تا څه وشول ؟ ويل به يې : په الله قسم دی د لمانځه وخت را ورسيد ، د امانت د ادا کولو وخت دی هغه امانت چې الله تعالی غرونو ته وړاندې کړ خو هغوی تحمل نه کړ .

ابن زبير رضی الله عنه به چې کله په لمانځه ودريد د خشوع له امله به داسې ؤ لکه عود .

او ځنې سلف صالح به داسې ؤ چې په لمانځه ودرېدل په دې به نه پوهېدل چې د هغه ښي او چپ طرف ته څه دي .

۱۵- د لمانځه په خاصو ځايونو کې دعا کول خصوصاً په سجده کې .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( أقرب ما يكون العبد من ربه وهو ساجد فأكثروا الدعاء ) رواه مسلم

يعنې : الله تعالی د ټولو نږدې ځای سجده ده پس په هغه کې ډيره دعا کوئ
۱۶- د هغه څه لرې کول کوم چې د انسان هواس کډوډوي او خشوع خرابوي :

لکه : ډوډی ، ميتيازې او نور .
لأن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( لا صلاة بحضرة طعام ولا هو يدافعه الأخبثان ) رواه مسلم

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د ډوډۍ د حاضرېدو او ميتيازو راتلو پر مهال لمونځ نشته .

يعنې که ډوډۍ تياره وه لومړی ډوډۍ وخورئ بيا لمونځ وکړئ او همدارنګه که لويې او کوچنی ميتيازو نيولي وئ نو لومړی ميتيازې وکړئ تر څو په لمانځه کې مو خشوع خرابه نه کړي .

او د لمانځه له مخې نه د هغه څه لرې کول چې د انسان هواس مشغولوي لکه : نقش ، ليکنې او نور .

انس رضی الله عنه روايت نقل کړی دی چې : ام المومنين عايشې رضی الله عنه يوه ټوټه يا خت لرلو چې په هغه باندې نقشونه ؤ چې د ګوټې څه حصه ورباندې پوښلې ؤ ، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغې ته وفرمايل : ( هغه ټوټه لرې کړه د کومې چې نقشونه په لمانځه کې تر سترګو کيږي ( امام بخاري ) .
(17) په لمانځه کې د توجه اړولو څخه ډډه کول :

د ابوذر رضی الله عنه په حديث جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي : (لا يزال الله عز وجل مقبلا على العبد وهو في صلاته مالم يلتفت ، فإذا التفت انصرف عنه ) رواه أبو داود

الله تعالی له خپل بنده څخه توجه نه ګرځوي او د بنده مقابل ته وي څو پورې چې بنده خپله توجه و نه ګرځوي ، پس چې خپله توجه وګرځوي او مخ واړوي الله تعالی هم د هغه څخه خپله توجه اړوي .

التفات يا توجه ګرخول دوه ډوله دي : د زړه توجه ګرځول د غير الله طرف ته او دوهم : د سترګو ګرځول يوې او بلې خواته .

۱۸- په لمانځه کې به د آسمان طرف ته نه ګورئ :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ( إذا كان أحدكم في الصلاة فلا يرفع بصره إلى السماء) رواه أحمد وهو في صحيح الجامع

کله چې يو د تاسې په لمانځه کې واست د آسمان طرف مه ګورئ .

۱۹تر خپله وسه د ارزمي ( خوله وازه ) کولو مخه نيول :

قال رسول الله صلى الله عليه وسلم :( إذا تثاءب أحدكم في الصلاة فليكظم ما استطاع فإن الشيطان يدخل ) رواه مسلم

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : کله چې د تاسې څخه چا ته په لمانځه کې ارزمۍ ورشي تر خپله وسه یې دې مخه ونسي ځکه چې شيطان داخليږي .

۲۰- د الله تعالی څخه په لمانځه کې د خشوع غوښتل ، دعا کول .

ليکنه : د رياض د البر جومات خطيب شيخ ابراهيم الحداد

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email