Dear All hope you are fine and doing well,
i have question regarding to this that we are leaving on 15 of Ramzan dubai for Emarh Inshullah by car so it will take 24 hours to get to Makh so on the way can break the fasting or not it means we should take the Ramazan or not.
with regards

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه ناروغ ته چې د روژې نيولو توان نه لري او مسافر ته د روژې ماتول مباح دی او وروسته د رمضان څخه بيا د دغه قضا شويو روژو قضايي ګرځوي ، لقوله سبحانه وتعالی : فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ (البقره ۱۸۴) .

مګر که په سفر کې سختي نه وي د روژې نيول غوره او بهتره دي ، تاسې چې مکې ته ځئ ، د سفر او هلته د اوسيدو وسائل به هم آرام وي نو تاسې ته هلته د روژې نيول غوره او بهتره دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email