په دغه لاندې حديث شريف کې نبی کريم صلی الله عليه وسلم د اسلامې ټولنې يا معاشرې اصول په مختصر ډول داسې بيانوي :

عن أبي هريرة. قال:قال رسول الله صلى الله عليه وسلم”لا تحاسدوا. ولا تناجشوا، ولا تباغضوا، ولا تدابروا، ولا يبع بعضكم على بيع بعض. وكونوا، عباد الله! إخوانا. المسلم أخو المسلم. لا يظلمه، ولا يخذله، ولا يحقره. التقوى ههنا” ويشير إلى صدره ثلاث مرات “بحسب امرئ من الشر أن يحقر أخاه المسلم. كل المسلم على المسلم حرام. دمه وماله وعرضه” (المسلم ۲۵۶۴ ) .
ژباړه : د ابو هريرة رضی الله عنه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : (۱) تاسو يو بل سره حسد مه کوﺉ (ځکه چه حسد نيکی له منځه وړي ) (۲) او ( په سودا ورکولو کې ) دهوکه مه ورکوﺉ (۳) او يو دبل سره بغض مه ساتﺉ (۴) او يو د بل نه مخ مه اړوﺉ ( ځکه چې مسلمانان خو به يو د بل په غم کې شريک وي ،يو د بل عزت به ساتﺉ او يو د بل سره به محبت کوﺉ او د مخ په اړولو کې خو د يو بل نه نفرت او بيزاری ده . (۵) او د يو بل په سودا کې مداخله مه کوﺉ (چه کله څه څيز اخلﺉ او په تاسې کې څوک د هغه څيز د اخستلو خبرې له دوکاندار سره شروع کړی وي نو تر څو پورې چې هغه خبره نه وي خلاصه کړې نو د هغه په سودا کې وردانګل د اخلاقو خلاف کار دی ) (۶) بلکه د الله تعالی خالص مخلص بندګان جوړ شﺉ (۷) يو مسلمان د بل مسلمان ورور دی ، نه به پرې ظلم کوي ، او نه به ورته په سپک نظر ګوري ، او نه به يې سوا کوي (۸) (تاسې خو تقوا ظاهري عاجزۍ او بزرګۍ ته وايې خو ) تقوا دلته (په زړه کې ) ده . (راوي وايي ) نبی کريم صلی الله عليه وسلم خپلې سينې ته دری کرتې اشاره وکړه . (۹) د مسلمان د پاره دا ډیره بده خبره ده چې دی خپل مسلمان ورور سپک وګني . (۱۰) په یو مسلمان د بل مسلمان وينه تويول ، د هغه مال خوړل او دهغه عزت له منځه وړل حرام دي .

مسلمانان په شان د يو بدن دي :

النعمان بن بشير يقول : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ترى المؤمنين: في تراحمهم، وتوادهم، وتعاطفهم، كمثل الجسد، إذا اشتكى عضواً، تداعى له سائر جسده بالسهر والحمى). (البخاری ۵۶۶۵ ) .   
د نعمان بن بشر نه روايت دی فرمايي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : پخپل منځ کې د مسلمانانو د محبت همدردﺉ او مهربانﺉ مثال په شان د بدن دی . که د بدن يو اندام په تکليف وي نو ټول بدن به په تکليف درد او تبه کې ورسره شريک وي . ( داسې نه ده چې صرف هغه يو اندام ته به درد او تکليف وي . دغه شان که په مشرق کې کوم مسلمان ته غم او تکليف وي نو پکار داده چه مغربي مسلمان ته د هغه په تکليف باندې غم او ناقراري وي ) .

 

مسلمان به د مسلمان خيرخواه وي :

بن عمر رضي الله عنهما أخبره: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: (المسلم أخو المسلم، لا يظلمه ولا يسلمه، ومن كان في حاجة أخيه كان الله في حاجته، ومن فرج عن مسلم كربة فرج الله عنه كربة من كربات يوم القيامة، ومن ستر مسلما ستره الله يوم القيامة).(البخاری ۲۳۱۰ ) .
ژباړه : د (عبدالله ) ابن عمر نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : يو مسلمان د بل مسلمان ورور دی نه به پرې ظلم کوي . او نه به يې دوښمن ته حواله کوي (بلکه څنګه چه پرې په خپله ظلم نه کوي دغه شان به يې د بل د ظلم نه هم ساتي) ، او څوک چې د خپل مسلمان ورور په حاجت پوره کولو کې کوښښ کوي الله تعالی دده حاجت پوره کړي ، او چا چه د مسلمان نه يو مصيبت لری کړو الله تعالی به ددې په بدله کې دده نه د قيامت د ورځې سختی لری کړي ، او چا چه په مسلمان پرده واچوله نو الله تعالی به په ده پرده واچوي .
د اسلامې ټولنې په باره کې چه څومره احاديث ذکر شوی د هغه ټولو ذکر دلته نا ممکن دی بس په همدې څو احاديثو مو اکتفا وکړه .
 
نن سبا زمونږ د هيواد پر ځنو مسلمانانو څه ورځ ده؟ په هغوی باندې د کفارو لخوا بمونه وريږی ، په شهادت رسول کيږي ،بې عزته کيږي ، وهل کيږي له خپله کور فراريږی . خو ځنې بيا ددې پر ځای چې د هغې پر غم او تکليف کې برخه واخلي پرخپل ځان جهاد کول فرض وګنې يا حداقل د دوی په غم او تکليف غمجن شي دهغې پر ځای ورباندې خوشحاليږي . ځکه چه بيا به دی دا قدرت ، عيش او مزې له کومه کړي دا خو د کفر د سيوري برکت دی چه نن دا ډول لوپر او لڼدغر چه نه هيواد او نه هم اسلام ته وفادار وي قدرت ته رسيدلې دي .
 
آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email