اولآ ستاسومحترم حضور ته د زړه د کومی سلامونه اونیکی هیلی. زما پوښتنه ده د تراویح په څلورو رکعتونو وروسته دا تسبح په زوره لوستل جایز دی که بدعت دی بسم الله الرحمن الرحیم  سبحان ذالملک والمکوت سبحان عزت والعزمت والهیبت والقدرت والجلال والجمال والکمال والکبریاءوالجبروت سبحان الملک الحی الذی لاینام ولایموت سبوح قدوس ربناورب الملایکت وروح الهم اجرنامن الناریامجیرویامجیر هزاران درودوهزاران سلام صلوات برمحمدعلیه السلام

حمايت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تراويحو په لمانځه کې د څلورو رکعتونو ورورسته د تسبيحات ويلو شمير په سنتو کې نه دی مشخص شوی .

همدارنګه د دغه تسبيحات په لوړ آواز اجتماعي ډول د امام يا بل کس لخوا لکه څنګه چې زمونږ په جوماتونو کې مروج دي په سنتو کې هيڅ اصل نه لري او داسې کول جايز نه دي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۱۷۴ – درالمختار ج ۱ ص ۶۵۹ ) .

جاء في بدائع الصنائع: ومنها -أي سنن صلاة التراويح- أن الإمام كلما صلى ترويحة قعد بين الترويحتين قدر ترويحة يسبح، ويهلل ويكبر، ويصلي على النبي صلى الله عليه وسلم ويدعو وينتظر أيضا بعد الخامسة قدر ترويحة، لأنه متوارث من السلف، وأما الاستراحة بعد خمس تسليمات فهل يستحب؟ قال بعضهم: نعم، وقال بعضهم: لا يستحب وهو الصحيح، لأنه خلاف عمل السلف. والله الموفق.

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email