محترمو علماؤ  زه هميشه تاسو ته دعا كوم لوى ديني خدمت مو شروع كرى دى٠بعضى علماء وايي چه په سود خور باندى  بايد حد جاري شي او سود خور له اسلام نه وتلى دى ٠ستاسو محترمو فتوا كومه ده٠احترام

عبدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سود خور د پاره په اسلامي شريعت کې حد نه دی ټاکل شوی بلکي د سود خور سزا تعزير دی يعنې د مسلمانانو د حاکم د طرف نه هغه ته سزا ټاکل کيږي .

سود خوړل ډيره لويه ګناه ده الله (جل جلا له ) د سود خورو پر وړاندې د جنګ اعلان کړی دی .

فإن الله تعالى يقول: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ  *  فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ [البقرة:278-279]

ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله (جل جلا له)  نه وويريږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار ) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل ) د الله تعالی  او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  له خوا جګړې ته چمتو شئ .

په حديث شريف کې راغلي دي چې : سره د پوهې د سود د يو درهم خوړل د ۳۶ زناؤ څخه لويه ګناه ده .

(دِرْهَمٌ رِبًا يَأْكُلُهُ الرَّجُلُ وَهُوَ يَعْلَمُ أَشَدُّ مِنْ سِتَّةٍ وَثَلَاثِينَ زَنْيَةً) رواه أحمد (21450) و السلسلة الصحيحة (1033) وقال المنذري والهيثمي : رجاله رجال الصحيح

همدارنګه په بل حديث شريف کې راغلي دي : چې سود خوړل اويا درجې لري ادنا درجه يې داسې ده لکه د خپلې مور سره زنا کول

وقال أيضاً : (الرِّبَا سَبْعُونَ حُوبًا أَيْسَرُهَا أَنْ يَنْكِحَ الرَّجُلُ أُمَّهُ) رواه ابن ماجه (2274) وصححه الألباني في صحيح ابن ماجه ، وقال المنذري : إسناده صحيح أو حسن أو ما قاربهما .
او حال داچې زنا د قتل نه وروسته لويه ګناه ده .

قوله سبحانه وتعالی : وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ( الفرقان 68-69)

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email