آيا د داسې نجلۍ سره واده کول جايز دي ؟

د آنلاین اسلامی لارښود ټولو عالمانو، کارکونکواوتخنیکی همکارانو ته نبوی تحفه(سلامونه)ډالی کوم.

زما یوه پوښتنه ده چی ددی پوښتنی په ځواب کولو سره به زما ټول تشویشونه او ستونزی حل شی ستاسی څخه په درنښت هیله کوم چی په مهربانی او تفصیل سره یی راته ځواب کړی.

پوښتنه: یوه نجلی ده چی د بل هلک سره یی په ناروا توګه هره ورځ خبری کولی، ما دنوموړی نجلی نمبر په پټه د هلک د موبایل څخه غلا کړ او نجلی ته می زنګ وواهه او ورته می نصیحت وکړ چی ډیره ګناهکاره یی نور له خلکو سره خبری مه کوه. اوس نوموړی نجلی راڅخه په کلکه، په ژړا، په وزر او زاریو درخواست کوی ترڅو ورسره واده وکړم پداسی حال کی چی نوموړی نجلی مخکی لدی هلک څخه له ډيرو نورو هلکانو سره په تلیفونونو کی په میاشتو میاشتو خبری کړی، حتی ورسره ملاقاتونه یی هم کړی او ضروری خبره خو داده چی دنجلی پلار هم عملی (چرسی او تریاکی) سړی دی داچی زما زړه ډیر نری او دین دوسته دی هروخت د نوموړی ژړا او زاری می ځوروی او خورا لوی تشویش یی راته پیدا کړی دی، او نجلی دا وایی چی زه پدی خاطر غواړم چی له تا واده وکړم چی ته ډير سپیڅلی او دینداره یی؟

هیله ده ددغه پوښتنی ځواب یوازی او یوازی زما بریښنالیک ته را واستوی اوخپل سايټ ته یی پورته نکړی.. په مننی

ستاسی ورور عبدالمنان له بادغیس څخه

——————————————————————————-

ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم

د دينداره نجلی سره واده کول غوره دي ، لکن هغه نجلی چې زنا يې نه وي کړې د هغه سره نکاح کول شرعي ممانعت نه لري

الزَّانِي لاَ يَنكِحُ إلاَّ زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لاَ يَنكِحُهَا إِلاَّ زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ (النور ۳ ) .

د ځوان د سرپرست يا ځوان د پاره ښايي په لاندې شرایطو صالحه ښځه انتخاب کړي

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :” تنكح المرأة لأربع : لمالها ، ولحسبها ، ولجملها ، ولدينها ، فاظفر بذات الدين تربت يداك ” متفق عليه . ښځه د څلورو شيانو په نظر کې نيولو سره انتخاب کړﺉ : مال او دارايي ، اصل او نسب ، ښايست او دينداري ، پس دينداره ښځه انتخاب کړه ، لاس دې په خاورو سپره شه (ابي هريره )

په پورته حديث شريف کې په ذات الدين صفت باندې تأکيد شوی ځکه که ښځه دينداره وي نو د ديداري د ټولو صفاتو بنسيټ او اساس بلل کيږي ، هغه صفات چې په ذات دين ښځه کې شامل وي ځنې يې په لاندې ډول دي :

۱- سالمه عقيده : سالمه عقيده چې د اهل سنت و الجماعت موافق وي د ټولو ښو اعمالو بنسيټ بلل کيږي او که د اهل بدعت او اهل ضلالت څخه وي نو هغه ذوات الدين يا دينداره نه بلل کيږي .

۲- د ميړه اطاعت : دينداره ښځه د خپل ميړه اطاعت کوي ځکه چې هغه د الله جل جلا له  او رسول الله صلی الله عليه وسلم  د امر فرمانبرداره وي الله جل جلا له  او رسول الله صلی الله عليه وسلم  هغې ته د خپل خاوند د اطاعت کولو حکم کړی دی .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قِيلَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيُّ النِّسَاءِ خَيْرٌ ؟ قَالَ : الَّتِي تَسُرُّهُ إِذَا نَظَرَ ، وَتُطِيعُهُ إِذَا أَمَرَ ، وَلَا تُخَالِفُهُ فِي نَفْسِهَا وَمَالِهَا بِمَا يَكْرَهُ .

ژباړه : ابی هريرة وايي : چا د رسول الله صلی الله عليه وسلم  نه پوښتنه وکړه چې کومه ښه ښځه ده ؟ ويې فرمايل :هغه چې کله ور ته وګورې خوشحاله شي ، چې کله د څه امر ور ته وکړي اطاعت کوي ، او د ځان او مال په حصه کې کوم چې ته يې نه خوښوي مخالفت نه کوي (ستا په غيابت کې د خپل نفس او مال حفاظت کوي ) .

بل حديث شريف کې راغلی : “الدنيا كلها متاع ، وخير متاع الدنيا المرأة الصالحة ” رواه مسلم 1468

دنيا ټوله متاع ده ، د دنيا غوره متاع صالحه او دينداره ښځه ده .

۳- د خير په کار کې د ميړه مدد کول :دينداره ښځه د خپل خاوند د دين او ايمان مددګاره وي هغه ته په طاعت امر کوي او له بې دينۍ او محرماتو يې منع کوي .

په حديث شريف راغلي رسول الله صلی الله عليه وسلم عمرفاروق رضی الله عنه  ته و فرمايل :ايا تا د غوره مال او کنز څخه خبر نه کړم چې يو څوک يې زخيره کوي ؟ هغه غوره مال او دولت عبارت له : شاکره زړه ، ذاکره ژبه او مسلمانه ښځه (رواه الترمذي 3094) .

۴- دينداره ښځه نيکوکاره او صالحه وي :

دينداره بی بی د خپل رب فرمانبداره وي او کله چې ميړه مسافر وي هغه د خپل کور او آبرو حفاظت کوي او تر ټولو مهمه دا چې خپل اولاد ته اسلامې روزنه ورکوي .

قوله تعالی : فَالصَّالِحَاتُ : قَانِتَاتٌ حَافِظَاتٌ لِلْغَيْبِ بِمَا حَفِظَ اللَّهُ ( النساء/ 34)

 نو نېکې ښځې امر منونکې دي او د (ميړو ) په غيبت کې (د هغوی د شان او مال ) ساتنه کوي له همدې امله الله جل جلا له  د هغوی (د حقونو پر ميړونو باندې ) ساتنه کړې ده .

وعَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِى وَقَّاصٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : ( أَرْبَعٌ مِنَ اَلسعَادَةِ : الْمَرْأَةُ الصَّالِحَةُ ، وَالْمَسْكَنُ ألوَاسِعُ ، وَاَلجَارُ الصَّالِحُ ، وَالْمَرْكَبُ اَلهَنِيءُ ، وَأَرْبَع مِنَ اَلشًقَاوَةِ : اَلْجَارُ السُّوءُ ، والمرأة اَلسُّوءُ ، وَالْمَسْكَنُ اَلضيقُ ، وَالْمَرْكَبُ السُّوءُ ) .

سعيد بن ابی وقاص وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : څلور د سعادت او نيکبختۍ څيزونه دي : صالحه او دينداره ښځه ، پراخه استوګنځی ، صالح ګاوندی ،راحت او آسوده سورلۍ ، او څلور د بدبختی څيزونه دي : بد ګاوندی ، بده ښځه ، تنګ کور ، بده سورلۍ .

۵- دينداري د جنت د دخول وسليه ده : دينداره ښځه اطاعت کوونکي د خپل رب او خپل خاوند وي داسې ښځه په ډير اکرام او عزت جنت داخليږي هغې ته به ويل کيږي له کومې دوازې چې غواړې جنته داخله شه .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : إِذَا صَلَّتْ الْمَرْأَةُ خَمْسَهَا وَصَامَتْ شَهْرَهَا وَحَفِظَتْ فَرْجَهَا وَأَطَاعَتْ زَوْجَهَا قِيلَ لَهَا ادْخُلِي الْجَنَّةَ مِنْ أَيِّ أَبْوَابِ الْجَنَّةِ شِئْتِ  (رواه أحمد (1664

يعني : کله چې کومه ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي ، د آبرو حفاظت وکړي او د ميړه اطاعت وکړي ، هغې ته ويل کيږي له کومې دروازې چې غواړي جنت ته ننوځه .

نو څرګنده شوه چې د ښځې دينداري زيات اهميت لري دينداره ښځه د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب ګرځي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً